دلوګر دمدني ټولني(لوګردځوانانوټو لنېزې اوکلتوري ټولنه) یوشمیر غړیو له نوي والي محمد حلیم فدايي سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه چې په هرو دریو میاشتو کې له خپلو کړونو دلوګر ولس او مدني ټولنې غړي خبر کړي. دوي په لوګر کې د امنیت نشتوالې،پوهنه،په ادارو کې پراخ فساد،ددولتي ځمکو غصب،دمس عینک دپروژي دکار ځنډیدل،،پوهنتون،هوایي ډګر،بریښنا،دکوچیانو او ځای میشتو ترمنځ دځمکې پرسرشخړه،دسیاسیونو ترمنځ ځوړند اختلاف،بی کاري،دکابل ګردیز دوه لینه سړک رغونه،درې سوه بستره روغتون جوړول او دیته وروته نوري ستونزي ورپه ګوته کړي او په کلکه یې غوښتنه وکړه چې دخپلو کارونو په سر کې ځای ورکړي
نور معلومات په آتچ فایل کې ترلاسه کولاي ښي.