د پرانسې په مراسموکې دلوګروالي محمد حلیم فدایي ، داطلاعاتو اوکلتوروزیرعبدالباري جهاني ، دکانونو وزیردوکتورداود شاه صبا ، د اطلاعاتواوکتلوروزارت مرستیال خلیل مصدق په ولسي جرګه کې ددی ولایت یوشمېر استازو، ولایتي شورا غړو اود یوشمېر ملکي اونظامي ادارومسولینو ګډون کړی وو.

داطلاعاتواوکلتور وزیر عبدالباري جهاني په لوګرولایت کې دداسې سترعلمي اوفرهنګي مرکزپرانیسته دلوګرولس ته مبارکي وه ویله او زیاته يې کړه، چې لوګرځوانانو کولای شي ددې کتابتون څخه ګته پورته کړي ځکه دکتاب سره مینه دخداي پاک او ولس سره مینه ده اوکه څوک کتاب ونه پیژني خپله ټولنه اوچاپیریال نشې پیژندلاي. .

لوګروالي محمدحلیم فدايي هم د دی کتابتون جوړول یونیک ګام وبللواو هم یې د کتاب اوکتاب لوستلوپه اړه معلومات ورکړه اوزیاته يې کړه، چې په لوست اومطالعې دانسانانو ذهین پیاوړې کیږي او انسان دجهالت اوناپوهۍ څخه درڼايې لورې ته بیایې .

د اطلاعات او کتلور رئیس شفيق پوپل وویل:

ددغه کتابتون چارې شپږ میاشتي وړاندي د(۲۱۰۰) متره مربع ځمکه کې دجوړولوچاري پیل شوی وی چې کاریې بشپړ اونن ګټي اخستني ته وسپارل شوه چې په دغه کتابتون کې دلوستلوصالونونو ، پنځه اداري خوني دوه لوي دهلیزونه اونورلازمي اسانتیاوي لري چې ټول ټال لګښت یې (۱۸۰۰۰۰) یولک اتیازره امریکایې ډالردی چې مالي لګښت یې دهندوستان هیواد له خوا ورکړل شوی دی.

دغه کتابتون به داطلاعاتواوکلتورریاست ترچترلاندې فعالیت کوي چې د یوولس زره څخه زیات بیلابیل ادبي،تاریخي، دیني، ټولنیز، روغتیايي، ساینسي اونور کتابونه په کې شته دي، چې په ورځ کې له ۳۰ تنو څخه زیات دکتاب مینه وال یاد کتابتون ته راځي او کتابونه لولي ، چې زیاتره يې دښوونځیو زده کوونکې او محصلین دي. باید وویل شي، چې دلوګرعامه کتابتون کې کوم ډول کتابونه چې شتون لري بسنه نه کوي او نشي کولای چې دځوانانو اومحصیلینو دلوست ټولې اړتیاوې پوره کړي، نو دحکومتي اړوندو ادارو او موسساتو څخه غوښتنه کیږي، ترڅو دلوګرعامه کتابتون سره دنورو زیاتو کتابونو مرسته ترسره او په کتابونويې شتمن کړي.

پتیلې ده، چې په دي نږدې وختونوکې به په کتابتون کې دلوګر ځوانانو لپاره دخدمت وړاندې کولوپه موخه دانګلیسي اوکمپیوټر زده کړوزمینه هم په وړیا ډول پیل شې..

پاتې دی نه وي، چې دلوګرعامه کتابتون مخکې په دوه کوچنیو ودانیوکې فعالیت درلودل، چې دکتاب لوستونکو لپاره دپراخ ځای دنشتون له امله ستونزې درلودې، چې اوسمهال دنوې کتابتون په پرانیستو سره شته ستونزې به حل شي.

دیادوني وړده چې داطلاعاتواوکلتوروزیر دغه کتابتون ته خپل یوشمېر ليکلي کتابونه هم ډالۍ کړه.

دولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *