خبریال: ساحل- د لوګر ولايت امنيه قومندان وايي چې د ولسي جرګې يو وکيل يې په کارونو کې لاسوهنه کوي او له دوی څخه داسې غیر قانوني غوښتنې لري چې دوی يې نشي ترسره کولی .
د لوګر امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی محمد اکبر ستانکزی غواړی په هره چاره کې خپله خبره پر دوی ومني خو چې کله دوی د نوموړي غیر قانوني غوښتنه ونه مني نو بیا په رسنيو کې د دوی پر ضد منفي تبليغات کوي.
اسحاقزي ادعا وکړه چې اکبر ستانکزي له دوی څخه د کسانو په مقررۍ، د پروژو په قرار دادونو، د کرومايټو په قاچاق په برخه کې له دوی څخه غیر قانوني غوښتنه لري چې دوی يې نشي منلی.
نوموړی زياتوي چې وکيل ستانکزي له دوی او والي څخه په هر کار کې د نيمایي حق غوښتنه کوي او غواړي په لوګر کې والي هم دی واوسي اوقومندان هم.
امنيه قومندان ګواښ وکړ که چيرې د دوی په کارونو کې د ولسي جرګې د استازو د دغسې بربنډې مداخلې مخه ونه نيول شي نو لرې نه ده چې له دې څخه يوه لويه ستونزه راولاړه شي .
هغه دا هم وويل چې په رسنيو کې د خپلو شخصي غرضونولپاره د لوګر دامنيت په اړه منفي تبليغات د امنيتي ځواکونو په روحيه باندې خورا بدې اغيز ې کوي او کولای شي د دوی د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ شي .
په همدې حال کې د لوګر د ولايتي شورا مشر عبدالولي وکيل د لوګر د امنیې قومندان دغه خبرې پر ځای بولي او وايې چې د ولسي جرګې د استازو دا ډول غوښتنې او لاسوهني به ولايتي اداره له لويو ستونزو سره مخ کړي .
هغه دا هم وايې چې ددې پر ځايه چې د ولسي جرګې غړي خپله دنده سمه سرته ورسوي او د حکومتي ادارو کارونه وڅاري او پرينږدې چې دولت ناقونونه ګام واخلي ددې برعکس د ولسي جرګې استازي له دولتي چارواکو نه د غير قانوني کړنو غوښتنه کوي .
خو بل لور ته په ولسي جرګه کې د خلکو استازی اکبر ستانکزي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دا د خلکو غوښتنې دي او د خلکو د يو استازي په توګه يې حق دی چې د خلکو له حقونو دفاع وکړي .
هغه دا هم وويل د لوګر ولايتي اداره په فساد ککړه ده او تر څو چې په ولايتي اداره کې ژور بدلونونه رانشي خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.