درې ټرورستان نن سهار لس بجې او دیرش دقیقې د لوګر ولایت استناف څارنوالۍ ته ننوتي و او د څارنوالۍ په کارکوونکو یې برید کړی، بریدګر د یو نیم ساعت جګړې وروسته د امنیتي ځواکونو له لورې د استناف څارنوالۍ په ودانۍ کې ووژل شول.
د وروستیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې اوه تنه شهیدان شوي او درویشت تنه ټيپان شويدي .
په شهیدانو کې د لوګر ولایت لپاره د استناف څارنوالۍ نوی رئیس محمد اکرم نجات چې یو ساعت د مخه کارکونکو ته معرفي شو هم شامل دی ، په په شهید شویو خلکو کې دوه تنه ملکي وګړي او پاتې کسان د څارنوالۍ او استناف محکمې کارکوونکي دي.
په دې پېښه کې درویشت تنه ټپیان شوي چې ډیری ټپیان یې سطحي او صحي حالت یې ښه دی، څلور تنه ټپیان د کابل سردار داود خان روغتون ته د ښې تداوۍ په موخه استول شوي .
د لوګر والي محمد حلیم فدايي د ټيپانو پوښتنې او حال اخېستو په موخه د نائب امین الله خان لوګري روغتون ته لاړ او د ټپیانو د وضعیت پوښتنه یې وکړه .
د لوګر والي د خبري کنفرانس له لارې پيښه ناوړه یاده کړه او ویې ویل: ترورستانو په استناف څارنوالۍ ځکه برید کړی چې څارنوالۍ او محاکم د تروریستانو او باغیانو دوسیې په جدي توګه څېړې او د دوی د برید موخه دا وه چې هغه کسان چې د بې ګناه افغانانو په وژلو کې لاس لري په قاضیانو او څارنوالانو فشار راوړي ترڅو ددوی د عدالت منګولو ته و نه سپاري، اما دا ډول پیښي به هیڅکله موږ د مجرمینو سره د عدالت له تامین څخه منصرف نه کړي.
فدايي وویل: دا یوه پیچیده پيښه ده او د دقیقي څېړني په موخه د ملي امنیت د رییس په مشرۍ او د ټولو کشفي ارګانونو په عضویت مو کمیسیون جوړ کړ او عملا یې د څېړني کار پیل کړ ترڅو د دې پيښې اصلي علتونه او ټول جوانب معلوم کړي.
البته د امنیتي ارګانونو د مسلکیوالي او اهلیت پر بنسټ د استخدام لوی خنډ په امنیتي ارګانونو کې د سیاسیونو او متنفذو خلکو دخالت دی چې په نتیجه کې یې نظامي ارګانونو کې مسؤلین د نظام پرځای اشخاصو ته کار کوي او د اصلاحاتو پروسه ټکني کوي.
د لوګر والي محمد حليم فدايي په پېښه کې شهید شویو کسانو ته د جنت الفردوس او کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه او همدا راز یې ټپيانو ته د عاجلې روغتیا او سلامتۍ دعا وکړه.