د ۱۰۴ شمېرې د فعالولو په پرانسته کې د لوګر والي محمدحلیم فدايي وویل: ((دښې حکومتولی یو اصل د حکومت له لورې د موثرو خدمتونو وړاندې کول او ولس ته اسانتیاوې برابرول دي. د همدې په خاطر مو د شکایتونو د اورېدلو او پر هغوی باندې د اجرااتو لپاره مو یو سیسټم جوړ کړ ترڅو د ولس شکایتونه واورېدل شي، له قانوني پلوه و څېړل شي او له څېړلو وروسته د اجرااتو لپاره د والي رسمي هدایت ورکړای شي او ادارات رسما د ولایت مقام ته شکایتونو ته د رسېدلو کتبی ګذارش ورکړي.))

نوموړې د خپلو خبرو په دوام وویل: ((دا شمېره اسانه ده او ۲۴ ساعته باسواده او بې سواده وګړي کولای شي شمېره زده او ژر او نیغ په نېغه د ولایت له مقام سره اړېکه ونیسي)).

۱۰۴ شمېره به ۲۴ ساعته په دریو شفټونو کې فعاله وي او د دې شمېرې له لارې د ولایت په کچه د شکایتونو ساحه او طبقه بندي هم اسانه کېږي. د ملکي ادارو ریسان مکلف دی چې د ولس معقول، څېړل شوي او کره شکایتونه په هراړخېزه توګه و څېړي او ددی شکایتونو څېړنه او نه څېړنه، اجراات او عدم اجراات د رییسانو په کلنۍ ارزونه نیغ په نیغه تاثیر لري. هر افغان او لوګری کولای شي د هېواد له هرګوټ څخه په ۱۰۴ شمېره اړېکه ونیسي او خپله شکایت ثبت کړي. البته د دی شمېرې د فعالولو لپاره تقریبا له ازاد بازار څخه د ۷۰۰۰۰ ډالرو د لګښت قیمت ورکړاي شوی وو، اما د ولایت مقام وکولاي شوه چې وروسته له دقیقي څېړڼې دا شمېره له ټولو ملحقاتو سره په ۱۶۲۵۰۰ افغاني فعاله کړي.

دلوګرولایت والي له ټولو لوګریانوڅخه غوښتنه وکړه چې دوی دخپل ستونزواومشکلاتو دحل لپاره ۱۰۴ شمېري ته نیغ په نیغه زنګ ووهي ترڅو ددوی مشکلاتو ته مونږ په وخت اواسانۍ سره لاس رسي ولرو.

دیادوني وړده چې د ولایت د مقام له لورې او په مقام کې ۱۰۴ شمېره د ولایتونو په کچه لومړنۍ ملکي شمیره ده چې فعالیږي.

 

دولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *