د دې ودانۍ په جوړېدو یوویست ملیونه او درې سوه شل زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
دا ودانۍ د پوهنې وزارت لخوا د نړیوال بانک په مالي مرسته په څلورو پوړونو کې جوړه شوې ده
دا ودانۍ د نورو اړینو ملحقاتو تر څنګ ۳۳ داري خونې، د غونډو تالار، یو لوی ګدام، د پیرې خونه، د نړیجال سېستم، ۲۵ تشنابونه او نورې آسانتیاوې لري
دا پداسې حال کې ده چې د دې ریاست ډېرو مدیریتونو لدې نه مخکې په کرایي کورونو کې خپلې چارې سمبالولې.
د دې ریاست د چارواکو په خبره د دې ودانۍ په جوړېدو به د دې ریاست چارې په ښه او چټک ډول ترسره شي.
د پوهنې وزارت لخوا نهه کال وړانډې هم یوه اداري ودانۍ جوړه کړې وه چې د دې ریاست لپاره یې بسنه نه کوله.
حکمت اله واقد
لوګر