قمرالدین شکېب- د لوګر مرستیال والي

تاند- د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکېب د دولت د وسله والو مخالفانو په یوه کمیني حمله کې ووژل شو.

شکېب له لوګر ولایت څخه کابل ته روان و چې د سپرلۍ پر موټر یې د محمد اغې ولسوالي د واغجان په سیمه کې حمله وشوه.

د لوګر د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د قمرالدین شکېب یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

خو د لوګر د استیناف محکمې رييس حقیق الرحمان حقمل او د والي ویندوی سلیم صالح، چې له شکېب سره په موټر کې سپاره ول، روغ پاتې شوي دي. ځینې راپورونه وايي چې دواړه ټپیان شوي دي.

قمرالدین شکېب له درو کلونو راهیسې د لوګر د مرستیال والي په توګه کار کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *