تاند- د لوګر ولایت پولیس وايي چې د طالبانو یو انتحاري سپی یې له چاودول کېدو مخکې ویشتی او وژلی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ د چارواکو په وینا پولیسو د یکشنبې په ورځ (مې ۲۶) د طالبانو سپی مخکې تر دې وویشت چې په پُل علم کې امنیه قوماندانۍ ته ورسېږي.

پولیسو دغه سپي اخیستل شوي عکسونه خپاره کړي او په هغو کې سپی له انتحاري واسکټ سره لیدل کېږي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له سپو څخه د انتحاري حملې لپاره کار اخلي، دې ډلې تر دې پخوا له خرو او نورو حیواناتو هم د خپل دښمن پر ضد کار اخیستی دی.

تېر کال په یوه خرمرګي برید کې، چې په کونړ ولایت کې وشو، لږترلږه ۲ پولیس ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *