دپرانستي په مناسبت په جوړه شوی غونډه کې دولایت والي محمد حلیم فدایي ، د لوړوزده کړو وزارت مرستیال پوهنوال ګل حسن ولیزي ، په ولسي جرګه کې د دی ولایت استازي انجینیر صاحب خان دولایتي شورا غړو دملکي اونظامي ادارومسولینوګډون کړی وو.
دلوګروالي غونډی ته په خپلوخبروکې وویل((د بدبختۍ سترلامل جهالت دی او د جهالت په وړاندي مبارزه پیغمبري رسالت اود انسان اصلي غایه اوهدف دی اوانسان ته باید منحیث کل توجه وشې اوانسان ته باید هم علمي اوهم صحي پلوه توجه وشې، او زمونږ لومړیتوب زده کړه ده ترڅوددی ولایت اوسېدونکولپاره د لا ښي زده کړي زمینه برابره کړو، نوموړي وویل چې د پوهنې په برخه کې د دولتي ادارو هر ناغیړي د منلو وړ نه ده .
دولایت والي دلوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې د راتلونکې کال په پلان کې د پوهنتون لپاره داحاطې دیوال اود داخل خدمت شعبې فعالول او د پوهنتون تفصیلي پلان په خپله بودیجه کې ونیسي.
فدایي درسنیوله استازووڅخه وغوښتل چې راځئ نن دوینوتویولو پرځای دخولوتویولو راپورونه خپاره کړو.))
دلوړو زده کړو وزرات مرستیال پوهنوال ګل حسن ولیزي په خپلوخبروکې خوشالي څرګنده کړه چې ددې ولایت دپوهنتون لپاره دومره ژردوه ودانۍ منظورېږي نوموړي وعده وکړه چې په راتلونکي کې به دنوموړي پوهنتون لپاره اداري اوتدریسي بستونه ورکړي، نوموړي زیاته کړه چې د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي به په راتلونکې کال مختلف ډیپارټمنټونه ولري چې د اړتیا پر مهال به په پوهنځیو بدل شي.
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي انجنیر صاحب خان دولایت له والي څخه مننه وکړه چې ولایت ته په راتګ سره یې دپرله پسي لاسته راوړنو شاهدان یو او له ولس څخه یې غوښتنه وکړه چې تاسوباید دحکومت ترشا ودریږئ .
دولایتي شورا مرستیال عدالت عبدالرحیمزي هم دپوهنتون لپاره د دوه ودانیو په جوړیدوخوښي وښوده اودولایت والي څخه یې مننه وکړه چې په لږ وخت کې یې د ولایت لپاره زیاتې لاسته راوړنې تر سره کړې، نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان په روان ترینګلي اقتصادي وضیعت او کمو امکاناتو کې دومره ستر کار کول د قوي مدیریت او تجربې نښه ده .
د پوهنتون یادې ودانۍ چې یوه یې اداري اوبله یې تدریسي ده او د دیرشو په شاوخوا کې اداري اوتدریسي خونوترڅنګ به کتابتون اوصالون هم ولري، دنشه یې توکوپر وړاندي دمبارزي وزارت د ښوکړنو پر بنسټ د اجرااتو ادارې یا GPI له خوا جوړېږي اوټول لګښت یې (۳۸۰۰۲۰۵۷.۸) افغانۍ دی چې د یوکال په موده کې به په پاخه اواساسي ډول سره جوړشې.
دیادونی وړده چې ددی ولایت دپوهنتون دجوړولو عملي کار یوه میاشت وړاندي پیل شو.
دولایت مطبوعاتي دفتر