لوګر ولایت

سلواغه – ۱۸) نن ورځ سهار نهه بجې د پل علم ښار د کابل بانک مخې ته چاودیدونکي مواد چې په بایسکل کې ځای پرځای شوی و، د ریموټ کنټرول په وسیله ورته چاودنه ورکړل شوه چې په نتیجه کې د استناف محکمې رئیس حقیق الرحمن حقمل، د شهري محکمې رئیس عبدالباسط ، د استناف محکمې د دیوان جزا رئیس محمد عمر حیدري او قاضي حبیب الرحمن زخمیان او څلور ملکیان چې په ملکیانو کې ۱۵ ورځنی او دوه کلن ماشوم هم شامل و زخمیان ، او یو نفر سرباز شهید شو.

لوګروالي د یادې پیښې څخه وروسته د پیښې ځای او روغتون ته ولاړ او روغتون کې د ټپیانو پوښتنه وکړه، د لوګروالي د رسنیو سره په خبرو کې په یاده پیښه خواشیني وښوده زخمیانو ته یې دعاجلې روغتیا او شهید شوي سرباز ته یې د جنت الفردوس دوعا وکړه او یاده پیښه یې دوطن او خاورې د دښمنانو کار یاد کړ ، والي زیاته کړه دا پیښه هغه وخت رامنځته کېږي چې تیره اونۍ په لوګر کې هغه ځمکه چې د غاصبینو له خوا غصب شوی و، د محکمې له خوا د حکومت په ګټه فیصله کړه، همدارنګه والي د هغه پیښې یادونه هم وکړه کله چې څه موده وړاندې په یو شمېرغصب شوو ځمکو جوړشوې چهاردیوالۍ ړنګې او د ځمکو غاصبین ونیول شو، چې دوه ورځې وروسته د څارنوالۍ رئیس او د عدلیه رئیس په موټر برید وشو چې په نتیجه کې یو ملکي څارنوال شهید او د څارنوالۍ او عدلیه رئیسان زخمیان شو.

د لوګر د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *