په تیرو دیارلسو کلونو کې که څه هم په نورو هیوادونو کې میشت افغان کډوالو باره کې په نظریاتي اوشفاهي ډول ډیربحثونه، شننې اوکنفرانسونه جوړشول. مګر داسې یو کار هم ونه شو چې په ګاونډیو هیوادونو کې میشت افغان کډوال په منظم ډول بیرته خپلې خاورې ته راستانه شي اوپه هغوی چې ځمکې او د اوسیدوځای نه لري ځمکې وویشل شي اویا هم ورته ښارګوټې جوړشي. په ځینو ولایتونو کې دکډوالو اومهاجرینو په نوم ښارګوټي جوړشول مګر له بده مرغه دهماغه ولایت د ولسي جرګې وکیلانو، دمشرانو جرګې وکیلانو ، دوالي صاحب خپلوانو، دشاروال صاحب خپلوانو اوملګرو اونورزورواکو پکې ځمکې ونیولې اوویشلې مګر کډوال په ځای پاتې شول.
لوګر ولایت هم یو له دغو ولایتونو څخه دی چې په پراخه کچه کډوال یې په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي. سږ کال(۲۰۱۵) کې دلوګر دکډوالو دراستنیدو چارې زور واخیست اوتر بل هروخت زیات کډوال خپل ټاټوبي ته راستانه شول. ددغو کډوالو ډیری برخه له دې امله چې خپلې کرنیزې اودکورجوړلو ځمکې یې نه درلودې هیله درلوده چې دلوګر د مهاجرینو ښارګوټي ته به لاړشي اوهلته به خپل ژوند اوژواک پیل کړي .
دلوګر د مهاجرینو ښارګوټی دلوګر ولایت دمرکز دقلعه وزیر په سیمه کې موقیعت لري چې له خوښۍ ولسوالۍ سره هم پوله لري اودکنډاو، دوبندي،خوښې ولسوالۍ اوځینو نوروسیمو سره په ګاونډ کې پروت دی. دغه ښارګوټي دډیرو لومړنیو خدماتو څخه نه دی برخمن ، هرکال ډاکار اویا ځینې نورې انجیوګانې اوموسسې دځینو مفسدو اواختلاس ګرو چارواکیو سره یو ځای دکوهيانو یا څاګانو دایستلو پروژې منظوروي دغه مفسد اوغله چارواکي له څو غلو ملکانو سره یو ځای ددغو څاه ګانو پیسې حیف اومیل اوخپلو جیبونو کې واچوي اوڅاه ګانې میاشت وروسته بیا کارنه کوي هیچا هم ددغه ښارګوټي لپاره دیوپرمختللي داوبورسولو په پروژه فکر ونه کړ .
دغه ښارګوټی تراوسه ددومره نړیوالو کومکونو اومرستو سره سره اوس هم داوبو رسولو یو منظم اوبسیا سیستم نه لري . دغه ښارګوټی دډیرو لمړنیو روغتیا خدمتونو څخه نه دی برخمن ، ددغه ښارګوټي سړکونه ، ویالي دچټلو اوبواوکانالیزیسیون یو منظم سیستم نه لري .
د ژوند اوهستوګنې لپاره ډیرې لومړنۍ اسانتیاوې هم په دې ښارګوټي کې نشته . ددولت ډیری ارګانونه دومره کمزوري اوبې اسرې دي چې دډیر واړه اوستر کار لپاره به هم دهغو ملکانو اوجاسوسانو لمن نیسي چې دسعدامارتي یا دامارت اسلامي اونورو ترهګرو ډلو سره تړاو لري که چیرې ددولت کوم مامور یا چارواکۍ دغه جاسوسان یا دطالبانو اونوروترهګرو ډلو ملکان ونه پیژنې په دغه ښارګوټې کې کار نه شي کولی.
د داعش دسمیه ایز قوماندان سعد امارتي ، داسلامي امارت دطالبانو،اونورو ترهګرو ډلو استازي هره شپه په دغه ښارګوټي کې شتون لري . پوزې اوخولې یې په څادرونو پټ اویوازې سترګې یې ښکاري په موټر سایکلو سپاره اوټوله شپه په دغه ښارګوټي کې ګزمي کوي ، که هرچاخوند ورنه کړ بس دمرګ فرښته ورته راغواړي اوپه هماغه شپه یې له کور، مسجد ، مدرسې اوهرځای څخه راوباسي اودښارګوتي دخلکو په مخ کې یې شل دیرش مرمۍ په سینه کې ورتشوي. دلوګر خوښۍ ولسوالۍ او د لوګر ولایت مرکز پل علم ته ټولې ترهګرې ډلې له همدې ځایه راځي.
د خوښۍ ولسوالۍ ټول اقتصادي اوعلمي رکود دهمدغه ښارګوټي دناامنۍ له امله دی. دولت اوامنیتي چارواکي باید ژر ترژره ددغه ښارګوټې ته اړینه پاملرنه وکړي که نه کیدای شي چې دغه ښارګوټی اودخوښۍ ولسوالۍ ځینې نورې سیمې دستر اقتصادي ناورین درامنځته کیدو لامل وګرځې اودهغو ټولو اقتصادي پروژو چې دلوګر-پکتیا اولوګر خوست له لارې په پام کې نیول شوې دمخې دډپ کیدو لامل شي .
په درنښت
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
مخكش وروره سلام ته خو هم د نزدي خلكو د اشرف غنى يي ايا ستاسو غوندي خلك به سوك سه كري ولي نه ورته وايي سه ولي د خبلو پشتنو به غم كي نه يي ، تاسو فكر وكري عبدالله سومره غيرت لرى سه له خبل قوم نه به علنى شكل دفاع كوى او ته ولي دومره ضعيفه يي ، كله سه ارك ته تللى يي يو نقطه به خبله زبه نه غزيزي ، او زه نه بوهيكيم سه دا ارك كثيف سه شى لرى سه هر پشتون هلته لار شي خبله زبه له لاسه وركوى ايا دا اشرف غنى نه ده شرم ، هيله لرم سه خواركش صاحب دا مشكلات ولسمشر ته ورسوي ، به هيله دي هغه ورز سه به ارك كي هم بشتو وويل شي . وسلام