لوګرولایت چې د کابل جنوب پلو ته دپکتیا، وردګو، غزنی اوننګرهار ولایتونو په مینځ کې پروت دی، د موسیقی او دودونو مخ په هریدو نوستالژي لري.

لوګري موسیقي :

د لوګري موسیقۍ نامت وطرز یوه پیړۍ وړاندې د استاد درمحمد (دُري لوګري) د پلار له خوا منځ ته راغی. د دې موسیقي اصلي ساز، ډول، سرنده، آرمونیه، رباب، کټه ډول اوسرڼی ول.

د دې موسیقی مشهورې سندرې لکه بچه جان لوګری ، به سازلوګرش برقص، تودیږي دغرمې تنور تودیږي، ستا د سترګوجارشم – ستا ترمخ قربان، الهی مبارک بادا لااوس هم دځینو سازیانولخواویل کیږی .

د اموسیقی وروسته دومره اغیزمنه شوه چې لمن یې وردګو ، غزنی ، کابل او آن شمالی سیمو ته وغځیده، چې نامتو سندر غاړی یې خدای بخښلی استاددری لوګری ، استادبیلتون ، استاد سلام لوګری داستاد دری لوګری زوی ، عبدالرشید ماشینی سرنده غږوونکی ، استاد معراج الدین لوګری ، استاد قاسم لوګری او ګاونډیو ولایتونو لکه استادعمرمیدانی ، استادګل علم ډول غږوونکی دغزنی څخه – رازق چاریکاری – زمان شوقی ، حمیدالله چاریکاری ، ګل محمد استالفی ، عالم شوقی ، فیض کاریزی اونورول .

ددې سبک آرمونیزه فولکلوریک وه چې دلرغونتوب نه راووښتې پیرکې استاد سلیم سرمست نوره هم ورته فولکلوریکه بډاینه ورکړه .

د لوګرودونه اوموسیقی :

مخکې له دې چې دابرخه راوسپړو ، اړینه بریښی چې خلیفه (نایی) په دې سیمو کې دروپیژنو.

خلیفه هغه دولس خدمتګاروو چې په دې سیمو کې یې دودنواوویرمراسمو پخلی کاوه ، ستر دیګونه به یې پخول ، ولس به یې مړاوه ، دودونواومړینې بلن لیکونه (خبری) به یې ټول ولس کې ویشل ، دجوی کنی (ویالې پاکولو) لپاره یاکوم مهم اشر په خاطربه لوړ ځای ته اوخوت اودډول په ځانګړی ډنګهار به یې خلک راغونډول ، ماشوم به یې ختنه یا سنتاوه ، غاښ به یې په امبورویسته ، سر ، ږیره او سنتونه به یې خریل ، دهغوکسانووینه چه به توره شوه ، شاخ به یې پرې لګاوه تر څویوڅه وینه وبهول شی ، کټه ډول یا دومرده ډول به یې زده ووچې داتڼ چیانو لپاره به یې واهه .

1د دې کارونوپه مقابل کې به هر کال دهرکور په سرپنځه منه غنم اولس منه جوار ، ددرمنددسر(میوه ګی) ، زمستانی (یوه غټه کتره غوښه سره له یوه لوی لګن اوړه) ورکول کیده ، پرته له دې په ودونو کې به یې چې دزوم لاسونه په نکریځو سره کړل نودزوم دخپلوانو له خوابه د( خلیفه ګی) به عنوان هرچاپیسې ورکولې او هغه چرګ به چې دناوې دآس پښو ته حلال شوی وهغه هم دده برخه وه ، سربیره پر دې چې دواده پاتې کتغ به یې هم کورته وړ، په ډول یې هم پیسې پاشیدلې او هغه ځوان به چې دلمړی ځل لپاره یې ږیره وخریله نو دستمال – نقل اویو څه روپی به یې هغه ته ورکولې .

په دې توګه خلیفه هم دموسیقی یوه برخه ګرځیدلې وه لکه خلیفه محراب ، خلیفه احمدجان ، خلیفه عبدل اونور.

نوربیا !

One thought on “د لوگر د موسیقی او ودونو، نوستالژی/ عبدالرووف لیوال”
  1. لیوال صاحیب د خلیفه عطامحمد نور نوم د له یاده وتلی . د هغه پلار خلیفه نورمحمد هم د دی ولایت له مشهور خلیفه ګانو نه و چی دادی د جهاد او جاسوسی له برکته سترجنرال او د بلخ سرپرست والی هم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *