ژباړه محمداکبر حقمل
ننۍ پېښې د سبا ورځې هیلې او وړاندوینې دي او همدا ننۍ پېښې د سبا ورځې تاریخ دی. «جورج واشنګټن» هغه هېواد، چې پکې ورانۍ شتون نه لري، نو بیا خاطرې هم په کې شتون نه لري او دا ډول هېواد تاریخ نه لري. «آبراهام ژرزف ریان» کوم هېواد، چې تاریخ ونه لري هغه د مړو په حساب دی. «آنتوني رابنز» که چېرې تاریخ شتون نه درلودلای، دا اوسنی وخت به نه وو او تېر وخت به له راتلونکي وخت سره هېڅ کومه اړیکه نه درلوده. «دانته آلیګیريِ» د روح وده، بشپړتیا او تاریخ په وخت پورې اړوندېږي او د فکر طبیعت او جوړښت په مکان یا ځای پورې اړوندېږي. «ګئورګ ویلهلم فردریش هګل» شونې نه ده، چې تاریخ ته دوکه ورکړای شو او دا هم شونې نه ده، چې وخت له خپلې چټکې تګلارې څخه را وګرځوو. «محمد خیاباني» تاریخ یو ناډاډمن پل دی، چې له تېر څخه تر راتلونکې پورې اوږدوالی لري. «ژول ابزاک» دا اوسنی حالت یا وضعیت د تېرو خلکو له برکته لرو یعنې تېر وخت په تېر وخت کې د اوسني وخت نوښتګر وو او همدا اوسنی حالت یا وضعیت د راتلونکې نوښتګر دی. «آنتوني رابنز» چا، چې د ملت بدله او حق ور نه کړ، نو تاریخي ستونزې، خفګانونه او بې ترتیبه پېښې به پرې راشي. «ګوستاو لوبون» زندان که هر څومره محاصره او پټ وي، خو تاریخ یې هر څه روښانه کوي. «میلاد کوندرا» محمداکبر حقمل معینزی