ژباړن محمداکبر حقمل
د بشر د هر کس ژوند د هغو د فکرونو پایله ده. «رالف والدو امرسون» ستاسو ټولې کړنې ستاسو په فکرونو پورې اړوندېږي. «واین دایر» خپل سرنوشت مو په خپلو فکرونو وټاکئ! «توماس کارلایل» ستاسو مثبت فکرونه له کائناتو سره همغږي پیدا کوي. «واین دایر» هر څوک له خپلو فکرونو جوړ دي او سبا به هغه ډول ته بدلون وکړي کوم ډول یې، چې نن فکر دی. «آنتوني رابنز» کله نا کله که د یو څه د ترسره کولو زړه او جرئت ولرئ، نو خپل ځان مو مه تقاعد کوئ، یعنې فکر مه کوئ، چې د سرته رسولو وړتیا نه لري. «واین دایر» ستاسو د سرنوشت جوړول ستاسو د خپلو فکرونو، باورونو او عقیدو په جوړښت پورې اړوندېږي. «حسین کاظم زاده ایرانشهر» غوره هغه څوک دی، چې خپل ځان ته د خپلواک په سترګه وګورئ، په هېڅ ډول حزب کې ګډون ونه لري او هغه فکرونه او عقیدې، چې پوهېږئ د ټولنې د غوره توبونو په اړوند دي د مقالو یا کتابونو له لارې خپاره کړئ. «ِآلبر موره» زهرجن فکرونه د وینې فشار لوړوي او د معدې د ذخم او د زړه د ناروغۍ لامل ګرځي. «واین دایر» فکرونه مو د هغو دانو په څېر دي د کومو، چې کره کوئ. دا چې د جنت ساحه مو په بدن کې شتون لري دا یو حقیقت دی. «واین دایر»