ژباړن محمداکبر حقمل
زموږ ژوند ته د سردرد په جذبولو کې وېروونکي او ډار خپروونکي فکرونه په هغه کچه اثر لري لکه مثبت او رغوونکي فکرونه، چې د مثبتو فکرونو په جذبولو کې اثر لري. «بریستول» د خپلو فکرونو واک نه لرو ځکه، چې نیږدې تل بېواکه فکر کوو. «فردریش ویلهلم نیچه» که چېرې د فیلسوفانو اندېښنه خپروونکي فکرونه او نظرونه نه وی، نو انسانانو به نن ورځ هم د زرګونو کلونو پخوا په څېر په غارونو کې ژوند کولو. «آناتول فرانس» لکه څرنګه، چې د لندې څښتن غېشی تراشي یعنې ښوی کوي او صافوي یې همدارنګه هر انسان کولای شي خپلو له اندېښنو او خواشینیو ډکو فکرونو ته لوری وټاکي. «ګوتاما بودا» خپلو مغزو ته مو د غوره فکرونو لار ورکړئ، د غوره کسانو لپاره کار وکړئ او تر ټولو غوره پېښو ته په تمه و اوسئ! «آنتوني رابنز» یوه ونه اجازه ورکوي ترڅو له دوران یا تاوېدو څخه یې طبیعي ځواکونه په آسانه ډول تېر شي. ستاسو فکرونه هم همدا ډول پیاوړي دي. «واین دایر» د زینې د پلې منزل ته زېږوونکي فکرونه یو مسلک دی، ډېرې پلې، ډېر لوړوالی. «پستالوژي» محمداکبر حقملM Akbar Haqmal