ژباړه محمداکبرحقمل معینزی
وېره د شیطان سیوری دی او ډاډ د الله(ج) نور دی. «حضرت محمد(ص)» هغه وخت به رښتیني بریالي وئ کله، چې پر خپلو وېرو لاس بري شئ، ځکه وېره دومره بد څیز دی، چې د ماتیالۍ(ناکامۍ) اصلي لامل ګڼل کېږي. «پل سوییني» هېڅ کله وېرې ته دا اجازه مه ورکوئ، چې در باندې لاس برې شي او هغه څوک، چې وېره خپروي او ستاسو د پرمختګ خنډ ګرځي، نو پوه شئ، چې همدا کس په ورته وخت کې د وحشت ښکار شوی دی یا سخت زړی دی. د یوه ډارونکي کس وېره پر هغه چا اغېزه کولای شي څوک، چې په خپله ډارن یا وېرېدونکی وي. «تومان فولر» چا چې هېڅکله هم وېره نه وي درلودلې، نو امیري(د سردارۍ وړتیا) هم نه لري. «ویلیام کوپر» د بریا او پیاوړتیا لومړنی شرط مېړانه درلودل او باک نه راوړل دي. «بناپارت» مېړانه مو په رښتینولۍ او نرمښت کې ده، دروغجن او فتنه خپروونکي خو معلوم دي، چې د وېرې له تیو څخه شیدې رودلې دي. «ګوېټه» په ژوند کې خپلو موخو ته د رسېدو په اړه د باور نشتون کولای شي ستاسو د وېرو زېږنده شي، وروسته له دې له ځان سره دا ډاډ ولرئ او ووایئ موږ باور لرو، چې خپلو ټاکلو موخو ته مو رسېږو او هغوی له موږ ساتنه کوي. «لوییز هی» دا رښتیا ده، چې ډارن کسان ډېر عمر تېروي، خو د عمر اوږدوالی یې نه ټولنې ته او نه یې خپل ځان ته کومه ګټه لري. «ادموند بورک» وېره په خپل ځان کې شتون نه لري یعنې هغه څه نده، چې په خپله رامنځ ته شي، بلکه زموږ د ذهن د دروغجنو باورونو او فکرونو له امله منځ ته راځي. «واین دایر» په کوم ځای کې، چې وېره خپره وي، نو په هغې ځای کې مینه شتون نه لري. «واین دایر» که چا ونشو کولای، چې په خپله وېره باندې لاس بری شي، نو تر اوسه یې د ژوند لومړنی درس نه دی زده کړی. «رالف والدو امرسون» ووېرېږه، چې په امن پاتې شې(ډارونکو کسانو ته څوک زیان نه رسوي). «امام علي (ع)» یوازې یو ډول نړیواله اندېښنه شتون لري لکه؛ وېره. «انتوني رابنز» هغه وېره، چې ستاسو په ذهن کې ده، ستاسو په ژوند کې وېره منځ ته راوړي او دا د دوذخ مانا لري. «ماریان ویلیامسون» محمدااکبر حقمل معینزی M Akbar haqmal mueenzai