تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: وروستۍ موندنې ښيي چې د لویدیځو ولایتونو د ۱۱ ولسوالیو ولسوالان په خپلو دفترونو کې کار نه شي کولی او ټولې چارې د ولایتونو له مرکز څخه ترسره کوي.
ویل کېږي، دا مسئله له دریو کلونو راهیسې همداسې راروانه ده او په ځینو ولسوالیو کې ولسوالان د ناامنۍ له کبله کار نشي کولی.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن وايي، د دې ولایت بکواه، پشت کوه، شیب کوه، خاک سفید او بالابلوک ولسوالان د فراه له مرکز څخه خپل فعالیتونه ترسره کوي او دغو ولسوالیو ته نشي تللی.
نوموړې وايي، د دغو ولسوالیو ولسوالان د والي په مېلمستون کې دېره دي، چې د فراه د والي مرستیال مسعود بختاور هم دا خبره تاییدوي.
همدا راز د غور فېروز کوه ته ۶۰ کېلو متره لرې پرته نوې تاسیس شوې مرغاب ولسوالي هم لا فعاله شوې نه ده، خو د غور والي ناصر خاضع وايي، دغې ولسوالۍ ته مؤظف شوي امنیتي ځواکونه په روزنیزه دوره کې بوخت دي.
خو نه یوازې دا بلکې د غور پسابند او چارسدې ولسوالۍ ته تللې لارې هم په ماینونو پوښل شوي چې که یو ولسوال ترې ښار ته راشي، نو بیرته ۴۵ ورځو کې کولای شي چې خپلې ولسوالۍ ته ولاړ شي.
د غور والي ناصر خاضع هم دا مني او وايي، د امنیتي ستونزو له کبله یې د څو ولسوالیو ولسوالان د یو وخت لپاره په فیروز کوه کې پاتې کېږي.
په هرات کې هم شینډنډ ولسوالي دوه نیم کاله وشول چې په پنځو ولسوالیو ویشل شوې ده،مګر تر اوسه پشت کوه او زیرکوه ولسوالیو ته ودانۍ لا نه دې جوړې شوي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، زېرکوه چې ۱۴۰ کېلو متره او پشت کوه چې ۱۵۷ کېلو متره د هرات له مرکز څخه لرې پرته ده، د ودانیو چارې به یې ژر بشپړې شي.
خو د هرات د ولایتي شورا غړی توریالی طاهري وايي، زېرکوه ولسوالي د طالبانو مهم مرکز دی او ګڼې ناامنۍ له همدې ځایه سر راپورته کوي: (( زېرکوه او پشت کوه تش په نوم ولسوالۍ دي، نه امکانات او نه هم ودانۍ لري، هر څه یې د طالبانو په لاس کې دي.))
اخوا د بادغیس په بالامرغاب کې هم چې جګړه یې له میاشتو اوږده شوه، مسوولان په کې وايي چې د دې ولسوالۍ یوازې د پوځ کنډک سیمه د حکومت ولکه کې ده، نوره ټوله سیمه طالبانو تر نفوذ لاندې راوستې او ولسوال یې هم د بادغیس له مرکز څخه فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د اوږدمهاله سدونو د ماتولو په حال کې دي او داسې هم شوي دي چې له دریو تر پنځو کلونو پورې د طالبانو په ولکه کې پاتې شوې ولسوالۍ یې بېرته نیولې دي.