د امریکا په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي، ۲۰۱۴ کال کې ترې عراق او سوریه کې داعش سره د جګړې پر مهال ۱۳۱۹ عام وګړي هم په تېروتنې سره وژل شوي دي.

ایتلاف زیاته کړې د ۲۰۱۴ کال له اګست نه د ۲۰۱۹ کال تر می میاشتې پورې دوی عراق کې ۳۴۵۱۴ بریدونه کړي دي چې په ترڅ کې یې تېروتنې سره ۱۳۱۹ ملکیان هم وژل شوي.

ایتلاف زیاته کړې ده، دوی لا هم د ملکیانو د وژنې ۱۵۹ پېښو په اړه پلټنه کوي چې ایا دوی رښتیا هم ملکیان وو که داعشیان؟

خو بلخوا ایمنسټي انټرنیشنل او اییروارز موسسو ویلي، د عراق په رقه ښار کې یوازې د ۴ میاشتو جګړې پر مهال هوايي او نورو بریدونو کې له ۱۶۰۰ زیات ملکیان وژل شوي دي.

دواړو ادارو ویلي، له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ پورې د عراق او سوریې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۸ زرو ته رسېږي.

د یادونې ده چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال عراق او سوریه کې د خپل خلافت اعلان وکړ او سمدواره ورسره د لویدیځ پوځي ایتلاف جګړه هم پیل کړه چې بالاخره د ۲۰۱۸ کال په پای کې د امریکا ولسمشر ټرمپ عراق او سوریه کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې اعلان هم وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *