سمدلاسه مې سترګې پر مخامخ دیواله ولګیدې. یو غټ عکس ځړیدلی و. عکس د یوه سپین ږیري و. پر اوږو یې شنه خط داره چپنه پرته وه او پر سر یې اوږده قره قولۍ ایښې وه. د سترګو په رپ کې مې ذهن شا ته لاړ. یو شیبه کې یې کابو شپاړس کاله ریورس مزل وکړ:

د قلعه یې فتح الله د څلورم سړک پر غاړه یو لوی جامع جومات دی. مازیګر جمعې ته روان وم. یو دنګ او نری سړی د سړک پر بله غاړه ولاړ و.اخوا دیخوا یې وکتلې، له سړکه را تیر شو او د جومات په دروازه کې سره یو ځای شو.

د دې سپین ږیري پر اوږو شنه خط داره چپن وه، قره قول یې پر سر و او لنډې تسبیح یې په لاس کې وې.

جمه خلاصه شوه، بیرون له جوماته ووتم او همدې دنګ سړي ته منتظر پاتې شوم. راغی، ور وړاندې شوم؛ په مینه مې ورته ستړي مشي ورکړل او په مینه یې را سره روغبړ وکړ.

د دې سړي له نوم سره اشنا وم. له لیکنو سره یې اشنا وم. خو د دیدن تږی یې وم او دا تنده مې هم ماته شوه. خو دا تنده داسې وه لکه د یوه ستړي تږي چې په ګرم موسم کې په یو جام اوبو ګوزاره نه کیږي او بار بار یې سړو اوبو ته زړه کیږي.

دا سړی استاد محمد صدیق پسرلی و چې اوس یې له نوم سره ارواښاد هم اضافه شو.

د پسرلي صیب کور زما لپاره یو مکتب و داسې مکتب چې په لنډ وخت کې یې ډیر څه را زده کړل.دا یو ځانګړی مکتب و. په دې مکتب کې به ټولو استادانو د شاګردانو رول هم لوبوه.

هغه وخت استاد اسدالله غضنفر د (داستانونه) په نوم مجله چاپوله، دې مجلې ته ما هم لنډې کیسې لیکلې. کیسه به مې همدې مکتب کې ولوسته، استاد پسرلي به نظر ور کړ، خو دا نظر به یې کله ومنل شو او کله به د استاد غضنفر او اجمل پسرلي لخوا پرې نیوکه وشوه، مشر استاد به په ټولې لویۍ، د یوه شاګرد حالت خپل کړ، هر څه به یې واوریدل او کله به یې د شاګردانو نیوکه په ځای وګڼله او له خپل نظره به منصرف شو. دغه شان کله به د اجمل او غضنفر صیب پر کیسو نقد وشو او ټولو به پرته له کوم تکلفه خپل نظریات بیان کړل.

پسرلی صیب، یوه اکاډمي وه خو یوازې د علم اکاډمي نه؛ کردار او خواص یې هم داسې وو چې باید تقلید یې شوی وای. بې تکلفه و. بې تمې و. خاکساره و، غني او پر ځان ډاډه انسان و.

هغه د لویو او سپیڅلو ارمانو څښتن و. په یوه مرکه کې ترې وپوښتل شول : له ټولو لوی ارمان دې څه دی؟ استاد ځواب ورکړ: ارمانونه خو ډیر دي، خو لوی ارمان مې دا دی چې افغانستان په فقر او بیوزلۍ کې نه وي او دلته ټول خلک د ارام ساه واخلي!

استاد، یو وطندوسته شخص و. د وطن مینه یې پښوو ته زولنه شوې وه، داسې زولنه چې دی یې د ارام ژوند لپاره بل ځای تګ ته نه پریښوده.

استاد ته اجمل پسرلي د پراګ بلنه ورکړې وه، ورته ویلې یې و چې پراګ د ژوند لپاره ښه ځای دی، ښکلی وطن دی، خو استاد ورته د نه ځواب ورکړی و او دلیل یې دا و چې هسې نه د پراګ ارامه ژوند او ښکلا ترې خپل وطن هیر کړي.

پرون (جمعه) ختیځ ادبي بهیر د همدې سترې هستۍ د دویم تلین په اړه غونډه جوړه کړې وه.پر دیواله یې د هغه غټ عکس ځړولی و. د هغه روح ته یې دعا ګانې وکړې، د هغه پر ادبي ژوند خبرې وشوې او د هغه د ستر شخصیت قدرداني وشوه.

استاد، په خپل ژوند کې د شهرت علاقمند نه و. د ځان لپاره یې د ځینو په څیر مارکیټنګ نه کاوه. خو رڼا کله له سترګو پټه پاتې کیدای شي؟ د هغه لوړ شخصیت، د هغه عالي اخلاقو او د هغه بې جوړې ادبي پنځونو ډیرو زړونو ته لاره وکړه او د وخت په تیریدو به نورو زړونو ته هم لاره وکړي.

د دې خاموش شاعر او لیکوال شهرت به د وخت په تیریدو شور پیدا کړي، داسې شور چې د ادب د هرمینوال د غوږونو پردې به وکړنګوي. په هر زړه کې به ځانته لکه قدرمن میلمه ځانګړی ځای پیدا کړي.

دا به هغه پسرلی وي چې د هیڅ خزان زور به پرې ونه رسیږي، همیشه به یې د یادونو او افکارو ونې تکې شنې وي.

محمد نعمان دوست،

شنبه/ مرغومي ۲۶مه/۹۴

د لیکوال نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *