تیره اونۍ د پښتو ژبې د نامتو لیکوال او شاعرښاغلی استاد محمد صدیق پسرلي د مړینې خبر له رسنیو څخه خپور شو د خبر په خپریدلو سره د ادب مینه والو او ټولو فرهنګي کړیو خپل ژور خفګان څرګند کړ، او د خواشینۍ پیغامونه یې خپاره کړل. خو په دې او دا ډول اکثرو پیغامونو کې تل یوه جمله ما ځوروي چې لیکل یې وي ( د ښاغلي (…..) تشه به هیڅ کله هم ډکه نه شي! ) ځکه له بده مرغه دا خبره زموږ په ټولنه کې سل په سله کې ریښتیا کیږي.
په حقیقت کې د خپل یو ګران کس، فرهنګي شخصیت یا هم یوه لارښود له لاسه ورکول انسان ډیر خواشینی کوي، او د هغه کس فزیکي نه شتون تر ډيره حس کیږي. مګر انسان فنأ کیدونکی دی او دا حقیقت ژر وي که په ځنډ منل کیږي. خو د انسان اعمال او افکار دي چې هغه د خلکو په ذهنونو کې تر ډيره ژوندی ساتلی شي. ارواه پیژندونکي وایي ښه او بد انسان نه شته بلکه ښه او بد اعمال دي چې انسانان په ښو او بدو ډلو ویشي. له دې خبرې نه مې موخه دا ده چې ولیکم که ښاغلی استاد صدیق پسرلی او زموږ د نورو مشرانو،علمي او فرهنګي شخصیتونه په ټولنه کې دومره مینه وال لرلي او د هغوی د مرګ خبر په ټولنه کې دومره ژوره اغیزه لري نو هغه د دوی د خپلو اعمالو او افکارو له برکته دي. هغوی یو عمر کار کړی، سختې یې ګاللې، له خلکو سره یو ځای پاتې شوي د هغوی دردونه یې درک کړي او یو ځای یې ورسره له بدمرغیو نه د خلاصون هڅې کړې تر څو دې ځای ته رسیدلي. نو که موږ ښاغلی استاد صدیق پسرلی یا د هغوی په درنښت نور مشران له لاسه ورکړي یا یې ورکوو چې تکرار یې په ټولنه کې تر ډيره ناشونی وي، له نیکه مرغه د هغوی افکار، اثار، تګ لاره او موخې زموږ په لاس کې شته چې کولی شو د هغوی په رڼا کې د داسې هستیو شتون ابدي کړو. او تش ځای یې ډک وساتو.
ښاغلی استاد صدیق پسرلی په یوه داسې زمانه اوټولنه کې دا نوم او شخصیت ځانته ګټلی کوم چې لسیزو جګړو ورنه هر څه لوټ کړي د انسانیت رنګ په کې دومره کم رنګه شوی چې زور، پیسې، قدرت او د همدې کارونو په مټ زورواکي انسان ته کاذب شخصیت وربښي. د لیکوال او شاعر تعریف یوازې په ادبي کتابونو کې بند دی. یو ادیب په سختۍ یو چاته قناعت ورکولی شي چې پرته له کوم مالی او معنوي امتیازه لیکوالي او شاعري کوي.د خپلې ژبې، فرهنګ او ټولنیزو ارزښتونو پالل د بیکاره خلکو کار ګڼل کیږي.
په دا ډول شرایطو کې یو داسې کس پیدا کیږي چې په یوه جګړیز چاپیریال کې د ژوند د ناخوالو په ګاللو سربیره خپل ټول عمر د ادب فرهنګ او ژبې د خدمت لپاره وقف کړي شعر او نثر ولیکي په خپل زیار او هڅه او د خپلو ماشومانو د خولې له روزۍ څخه پیسې وسپموي هغه چاپ کړي، د خلکو تر مطالعې ورورسوي او بیا دا دومره ناخوالې زغمل هغه له خپل هوډ څخه راونه ګرځوي او خپل باور او عقیدې ته دومره ژمن وي چې هغه خپلو اولادونو ته هم د ژوند د لارې په توګه وروپیژني.
اوس ویلی شو چې دا ډول کس له لیکوالۍ او شاعرۍ ورهخوا د یوې مفکورې او خاصې ایډیالوژۍ خاوند کس دی چې ښایي دا مفکوره او د فکر طرز یې وسپړل شي او راتلونکو نسلونو ته ورورسول شي تر څو د هغه فرهنګي فقر په له منځه وړلو کې چې نن افغاني ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده مرسته ترې واخیستل شي.
که دا کار وشي بیا به ځوک داسې نه وایي چې د ادب په ډګر کې د استاد پسرلي یا کومې بلې فرهنګي، اجتماعي هستۍ ځای تش دی. ځکه هغه وخت به یوې ټولنې د هغه ځای ډک کړي وی او داسې ډير کسان به وي چې د هغه په څير فکر او سوچ لري به خپل هیواد، فرهنګ، ژبه به ورته تر هرڅه ارزښتمنه بریښي. او د یوه کس فکر به یو ملي فکر جوړ شي. یو تن به یوه ټولنه، یوه مفکوره او یوه سرچینه شي چې ډير شاخې او وزرې به ولري.
دلته به د افغانستان د ستر لارښودخان عبدالغفار خان او د هغه د همفکره او ملګري مبارز مهاتما ګاندي بیلګه راواخلم. دوی یو ځای فکري جنګ پر مخ یوړ، یوه مفکوره یې درلوده او یو ځای یې مبارزه وکړه. مهاتما ګاندي اوس د نړۍ په هر ګوټ کې ځانته مینه وال او د خپلې عدم تشدد د فلسفې لارویان لري او په خپله ټولنه کې د پرستش تر حده منل شوی کس دی. خو له بده مرغه د ځینو نورو عواملو تر څنګ زموږ همدا بې پروایي د دې سبب شوه چې نن ورځ که څوک غواړي چې د سترعبدالغفار خان په هکله د ده په خپله ټولنه کې په څه پوه شو نو یوازې د پښتنو لیکوالو کتابونو ته به رجوع کوي. هغه هم هغه کتابونه چې د لویانو لپاره لیکل شوي او د ښوونځیو په کتابونو کې خو د هغه نوم دومره پیکه دی، چې تر دوولسمه ټولګیه پورې یو زده کوونکی په دې نه پوهیږي چې عبدالغفار خان دې همدې سمیې اوسیدونکی وي، د ده د حقوقو لپاره یې مبارزه کړې او دومره ناخوالې یې دې زغملې وي. یا هم دا چې څه نظریه او فکر یې درلود. زموږ د لویو مفکرینو، ادیبانو، او فیلسوفانو له افکارو څخه نور ګټه پورته کوي. مطالعه کوي یې او خپلو راتلونکو نسلونو ته یې افکار ورانتقالوي، مګر موږ یوازې د هغوی په بیوګرافي لوستلو اکتفأ کوو او هغه هم داسې چې یوازې د زوکړې ځای نیټه او د مرګ نیټه یې ذکر کوو. یا یې هم د تبرک لپاره د قبر زیارت کوو، او په فخر سره وایو چې هغه زموږ د سیمې یا هیواد اوسیدونکی وو. په دې هیله چې له د دې ډول احساساتي غبرګون تر څنګ له داسې هستیو سره منطقي چلند وکړو. د هغوی اصلي جوهر خپلو راتلونکو نسلونو ته وروپیژنو او له ډيوې نه ډیوې بلې کړو.
د خپلې لیکنې د راټولو لپاره به یو پخوانی حکایت راوړم:
د شرقي نړي د دریمې هجري پیرۍ ستر عارف او صوفي بایزید بسطامي په لار روان و، پام یې شو چې یو ځوان د ده تر شا روان دی او د ده په پلونو پل ږدی له ښه ځنډ وروسته شیخ ودرید او له ځوان نه یې د عمل د تکرار پوښتنه وکړه.
ځوان وویل: اوریدلی مې دي چې د لویویان او عالمانو په پله پل کیږدي زه هم همدا کار کوم او له تاسو څخه هیله لرم چې یوه ټوټه د پوستین مو راکړئ تر څو یې د تبرک لپاره له ځان سره وساتم. ګوندې ستاسو د شخصیت اثر پر ما هم پریوزي. شیخ د ځوان په ځواب کې وویل: کوشش وکړه چې اعمال دې زما په څير کړې! تر څو دې عمل د بایزید په څير نه وي پوستین څه که پوست مې هم واغوندې ګټه به ونه کړې.