په دې کې شک نشته چې سوله د انساني ټولنې د ژوند د بهیر د دوام او سمون په لاره کې یو ستر ضرورت، یو قېمتي ارزښت او یو عالي جوهر ګڼل کېږي. د دې جوهر په موجودیت کې د انساني ټولنې ژوند په طبیعي توګه ادامه مومي او خپل مسیر د تاریخ په مختلفو پړاونو کې د پرمختګ پر ګاڼه سمبال ساتي. همدارنګه سوله د انساني ټولنې د پرګنو تر منځ د خوښۍ، یووالي او ورورګلوۍ د بسټونو ټینګښت ته لاره پرانیزي او د نړۍ د پرمختیاوو کاروان د سعادت په لاره برابروي. د همدې اهمیت له مخې سولې ته په قرآني ارشاداتو کې د خیر (ښېګڼې) نوم ورکړل شوی د اسلام او ایمان لفظونه د سلامتیا، سولې او امن د نجات بښونکو مفاهیمو سره ژور تړاو لري. همدارنګه سوله د نړۍ د ټولو هغو انسانانو خوښه ده او د خپلې بریا راز یې ګڼي چې د مختلفو ادیانو، نظریاتو او عقایدو پيروي کوي.
د افغانستان وګړي د څلوېښت کلنې غمیزې په لړ کې چي پيل یې د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د ثور د کودتا له پېښېدو څخه وروسته شوی دی، پخپل هېواد کې د سولې له ستر نعمت څخه تر ډېره حده بې برخې شوي دي، د ژوند د بهیر ښېرازه یې شړېدلې، د ژوند په هره برخه کې سخت تاوانونه ورته رسېدلي، د نړیوال پرمختګ له بهیر څخه محروم شوي ، د پردیو د دسیسو په لومو کې بند دي، ډول ډول ناخوالې یې ځوروي او د راز راز ګواښونو سره ډغرې وهي.
د ۱۳۸۱ هجري لمریز کال راهیسې چې کله لنډمهالې ادارې په افغانستان کې د چارو واګې په خپل لاس کې واخیستې او ورپسې منځمهاله اداره او منتخب حکومتونه راغلل، د افغانستان خلکو د څه مودې لپاره د آرام ساه و کښله او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نسبي خوښۍ، آبادۍ او پرمختګ نښې را ښکاره شوې. له بده مرغه چې دغه بهیر ډېر دوام و نه موند بلکي د افغانستان د غلیمانو او یو شمېر مغرضو ګاونډیو هېوادونو د بربنډې لاسوهنې په نتیجه کې یو ځل بیا په هېواد کې د جګړو او بدمرغیو اور په نوې بڼه بل شو او د افغانانو ژوند یې له راز راز ورانیو او کړاونو سره مخ کړ.
د جمهور رییس ښاغلي محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت حاکم نظام د خپل کار د پيل له لومړیو شېبو څخه په هېواد کې د سولې ناره اوچته کړه او په وار وار یې د طالبانو تحریک ته د سولې د مذاکراتو بلنه ورکړه. له بده مرغه چې د سولې اوچت شوي غږ په جګړه مارو ډلو محسوسه اغیزه نه ده کړې او په دې برخه کې یوازې محدود شمېر بریالیتوبونه تر سترګو کېږي او بس.
په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال په افغانستان کې د سولې د تامین غږ یو ځل بیا په ملي او نړیواله کچه پورته شوی، د افغانستان اسلامي جمهوریت، د امریکا متحده ایالاتو، د ناټو سازمان غړو هېوادونو، اروپایي اتحادیې، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ورسره همغږي څرګنده کړې او د عامو سوله پالو افغانانو تر منځ داسې ګڼې هیلې په غوړیدلو راوستلې دي چې نور به زموږ هېواد د دې خونړیو او ورانکارو جګړو څخه د سمون لوري ته ځي، د سولې او امن کور به جوړېږي او د طالبانو تحریک به د افغانستان د اسلامي جمهوریت له نظام سره د پخلاینې لار خپلوي.
اوس یوه مهمه پوښتنه داده چې آیا افغان حکومت د سولې دغه بلنه یوازې د یو تکتیک په توګه کاروي او که دا هڅه د سولې داسې غږ دی چې افغان ولس د تاریخ په دې برخلیک ټاکونکو حساسو شېبو کې سخته اړتیا ورته لري؟
د دې خبرې ځواب واضح دی او هغه دا چې افغان لوري د ګڼ شمېر دلایلو له کبله په افغانستان کې د سولې د تامین اعاده د یو هدف په توګه ټاکلې ده چې ځینو ټکو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي:
لومړی: واقعي سوله له ویجاړونکو جګړو څخه د افغانستان د جنګ ځپلو وګړو د خلاصون یوازینی لاره ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت او ولس له بل هر لوري څخه زیات د دې سپېڅلي هدف لپاره کار کوي او خپله ژمنتیا ورته څرګندوي.
دویم: د سولې د نشتوالي په صورت کې هراړخیز زیان یوازې افغانانو ته رسیږي، له دواړو لورو څخه یوازې افغانان وژل کېږي او یوازې د افغانانو انساني، سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، کلتوري او هراړخیزې پانګې او زیربناوې له منځه ځي چې په ټولیزه توګه د افغانستان د کمزورتیا سبب ګرځي.
دریم: د سولې د نشتوالي په صورت کې د افغانستان هغه ازلي غلیمان لا پياوړي کېږي چې زموږ د هېواد په ګاونډ کې قرار لري او شپه او ورځ د ګران افغانستان د ورانۍ لپاره د نقشو په ر��مولو بوخت دي. د جګړې په صورت کې د غلیمانو د تخریب لاسونه په ډېره آسانۍ سره افغانستان ته را اوږدیږي، ناوړه موخې یې تحقق مومي او زموږ د هېواد د مادي او معنوي شتمنیو خوراک ته یې ناوړه هیلې پياوړې کیږي. له بده مرغه یوازې ځینې محدود تېر ایستل شوي عناصر او مزدورې کړۍ شته د افغانستان ورانولو او زموږ د خلکو نابودۍ ته په تېرو څلوېښت کلونو کې له افغانانو او افغانستان سره د نه هېرېدونکي خیانت په ناولو لاسونو چکچکې وهي.
څلورم: افغانستان ته د سولې د راتللو په صورت کې د افغانانو تر منځ ملي یووالی پياوړی کېږي، په هېواد کې د پرمختګ کاروان په خوځېدو راځي او زموږ د خلکو د ژوند په هره برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته کېږي چې دغه چاره له ټولو څخه د مخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت موخه ده.
پنځم: د سولې په صورت کې هر افغان ته فرصت په لاس ورځي چې د خپل استعداد او کاري وړتیا سره سم د هېواد د آبادۍ په کاروان ور ګډ شي. همدارنګه د افغانانو سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او ښوونیز ډګرونه له نوو نوښتونو سره مخ کېږي او زموږ هېوادوال د هراړخیزې پوهې، ثبات او پرمختګ په زېور سمبال کېږي.
د سولې لپاره اوسنی وخت ځکه مناسب او په افغانستان کې د سولې تامین د یو هدف په توګه ټاکل شوی چې:
الف: افغان لوری (دولت او ملت) د زړه له کومي غواړي چې په هېواد کې یې سوله واکمنه شي. افغان لوري ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به د ټولو افغانانو تر منځ د سولې مشورتي لویه جرګه جوړوي او د دې جرګې لپاره یې له ټول هېواد څخه انتخابي استازي ورته را غوښتي دي.
ب: د امریکا د متحده ایالاتو په شمول نړیوالې ټولنې د طالبانو له تحریک سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې پروسې ته مثبت ځواب ویلی دی چې په دې وروستیو کې افغانستان او سیمې ته د سولې د هیئتونو تګ راتګ د دې بهیر غوره بېلګه ګڼلی شو. همدارنګه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو استازي ښاغلی زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي پنځه ځلې په قطر او عربي متحده اماراتو کې د طالبانو له تحریک سره د سولې خبرې اترې کړې او په نږدې راتلونکي کې به د دې بهیر شپږم پړاو تر سره شي.
ج: ملګرو ملتونو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې د افغانانو تر منځ د هراړخیزې سولې د تامین په موخه د سولې د مذاکراتو د پروسې ملاتړ کړی، ځینې ضروري ګامونه یې پورته کړي او په دې برخه کې یې د همکارۍ ټټر وهلی دی.
نو له همدې امله په هېواد کې د سولې تامین د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت او ملت داسې مشترکه موخه ده چې د سولې د مشورتي لویې جرګې په وسیله یې غږ پورته کړی او د همدې جرګې په وسیله به د افغان ولس استازي د سولې د میکانیزم حدود ټاکي او دولت ته به ګټورې مشورې ورکوي. په افغانستان کې د واقعي، رښتینې او عزتمنې سولې په هیله
ښاغلی وردک اودتاند وزمین سایت کارکوونکو ته سلامونه اوښې چارې ! عزیزانوکه ددې لویې جرګې مسوده داسې راوځی زما په فکرنوښه تر ښه غیر له هغې دډالرو بې ځایه لګښت اوهیڅ نتیجه به ونلری – دې مخکې له مخکې ترتیب شوې خاکې ته ستاسو پام رااړوم بخښنه غواړم چې په دری ژبه لیکل شوې
مافیای مردم آزار۴۰سال ګذشته نمیتواند صلح بیاورد
مسوده قطعنامه لویه جرګه مشورتی صلح
۱۳۹۸ شهر: کابل
بسم الله الرحمن الرحیم :
کشور عزیزمان ازمدت چهل سال میشود که درآتش جنګ میسوزد – علت آن به همه ګان معلوم است ، خداکند که مشوره ها وتعهدات درج قطعنامه ّهذاروزنه ی راجهت تسریع پروسه صلح درکشوربګشاید تا باعث ختم جنګ درکشوروالتیامی به دردهموطنان مظلوم ما باشد بااین مقدمه ی مختصرمسوده ی موادات قطعنامه خدمت هموطنان ارایه میشود :
درخواست جرګه دربعدبین المللی :
بادرنظرداشت نتایج تباه کننده ی (تلاش های بنام صلح ) درمورد افغانستان ازجانب ملل متحد (بینن سیوان) ، اجلاس اول بن ، دولت های پاکستان ، سعودی ، ایران ،قطر، روسیه وغیره که درسال های قبل صورت ګرفته جزاینکه کلاوه صلح را درکشورما کورګره بزند ،نتایجی مثبت نداشته است .
بناءاًاین لویه جرګه مصرانه التجامینمایدتا یک کانسرسیوم مشترک صلح متشکل از کشورهای سویس ، سویدن وجاپان باتلاشهای بشردوستانه خود،برای این زخم ناسور منطقه مرهمی را تدارک نمایند تاباعث التیام زخمهای مردم ما ونجات از تشنج درقلب آسیا ګردد ، درصورت هوکی ،قدرت اجرایی این پروسه دیپلومات های کشورهای فوق ، اتحادیه اروپا ، آلمان ، نیروهای مسلح کشورهای فوق وجوانان کوماندوی اردو ی غیرسیاسی افغانستان خواهد بود.
(درهرصورت این پروسه زمان ګیراست )
دربعدداخلی :
درمدت چهل سال ګذشته همه سردمداران حکومتی وسیاسی ازجمله چپی ها ، تنظیمهای جهادی وطالبان اعمال نابخشودنی وجنایات وطنی را علیه ملت مظلوم روا داشتند که منجمله طورذیل به آن اشاره میشود .
الف : به ترتیب غلام شدن به روس ، پاکستان وامریکابخاطرمنافع شخصی وحزبی خویش درین پروسه ، چپی ها ، روسهاراسواربالای ماشینهای محاربوی – مجاهدین وطالبان اعراب وپاکستانیهارابه کشورراه دادند، حتی درزمان طالبان پاکستانی ها اظهار مینمودند [دوی اټک غوښته ،موږمټک هم ونیاوه ، چې ځې ،ځې ابازو له به راځې ]یعنی افغانها مدعی اټک بودندماپل متک راهم ازایشان ګرفتیم ، واستراتیژی زمین سوخته رادرشمال زمین ما تطبیق نمودند ، ایتلاف شمال هم باشرمساری واخذ دالرامریکایی هارا welcomeګفتند،دروازه شمال رابروی شان کشودند ، آنها به یاری قوای خارجی ، جنایات قلعه ی جنګی مزارودشت لیلی را مرتکب شدند واکثریت بی ګناهانرابه اساس جاسوسی غلط رهسپار ګوانتاناموساختند .
چپی هاهم باایدیالوژی منحط خویش ، جوقه ،جوقه مردم رایااعدام ویاهم رهسپار زندان ها نمودند.
ب:مشمولین پروسه جهادبخاطر عدول ازمشی شریعت غرای محمدی وعدم پابندی ازسرمشق دوره طلایی خلفای راشدین به خاطر منفعت شخصی ازافراطیت کارګرفته ، عوض متجلی ساختن اسلام واقعی ،اساسات اسلام واقعی راخدشه دار، دین اسلام رابدنام واین دین رانزد اغیار دین وحشت ودهشت معرفی وبه اینطورباخون شهدابازی نمودند .
ج : ازوقایع مستندتاریخی چهل سال ګذشته دریافتیم که رهبران جریانهای فوق قطعاً شایسته ی حکومت داری خوب نبودند ، همیشه درفسادوتولید مواد مخدرومافیای مردم آزاردرسطح جهان مقام اول رااحراز نموده اند، درطول همین ادوار قاچاق ابدات تاریخی ، به یغما بردن معدنیات ګران بها ،قاچاق چوب ،دانه باب قیمتی ،سیل آسا به نفع شخصی شان ادامه داشته ، آثارتاریخی مان ازجمله بت های بامیان واکثرمیراث های فرهنګی ما تالان شد .
درطول حکومت های فوق تمامیت ارضی کشور همیشه مورد تجاوزبوده واردوی قهرمان که ازناموس ملی وتمامیت ارضی حفاظت مینمود ، تضعیف وازبین برده شده است ، به نخبه ګان ،فرهیخته ها وساینس دانان ماتاپه ی تکفیرزده شده ونصاب تعلیمی دورازدانش معاصر ومنحط عملی میګردید .
خلاصه : روی دلایل فوق هیچیک ازذکرشده ګان فوق ولو اشتراک کننده درهمین لویه جرګه هم باشد، درپیشګاه نسل آینده ابرو عزتی نداشته ، همیشه سرخم خواهد بودند ونه هم نمایندګی مردم رادرچنین لویه جرګه ها میتوانند ،فلهذا باابرازپیشیمانی ، جهت رفع شرمندګی ازنسل آینده ،درخواست عفوازملت بزرګ افغانستان ، رادارند – بازهم بعضی از انها اګر با دیده درآیی خودرا نماینده مردم جا زند ، مردم اورا میشناسد وخود باید ازمیدان کناررود.
نوت : این مسوده ، مسوده اصلی نبوده وجهت حفظ ماتقدم تحریرشده است .
عبدالرووف لیوال
لیوال صاحب
پسله سلامونو ښه ښکلې مسوده ده
خو
ستونزه زموږ د وولس د ځینو بدو اخلاقیاتو او روحیاتو په څرنګوالی کی ده
مطمئن یم چي زما د منظور د درک توان به ولرۍ