تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د صفر ۲ قطعې لخوا د ۴ وروڼو د وژنې د قضیې څېړلو لپاره د لویې څارنوالۍ لوړ رتبه پلاوی ور ورسېد.

د ننګرهار د والي دفتر تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، مرکزي په دغه پلاوي کې د کورني او بهرني امنیت د جرایمو رئیس محمد داوود افضلي او د لویې څارنوالۍ د پلټنو عمومي رئیس شمس الله احمدزی هم ور استولی دی.

د ننګرهار د ولایتي ادارې چارواکي دا هم وايي، چې له مرکز څخه ورغلي پلاوي لومړی د ملي امنیت رئیس ورغوښتی او اوږدې د بندو دروازو تر شا خبرې یې ورسره کړې دي.

صفر۲ قطعې د چهار شنبې په شپه د جلال اباد مجبور اباد کې پر یو کور شپني عملیات وکړل چې په ترڅ کې يې د ۴ وروڼو له یو ځای وژلو وروسته اعلامیه کې وویل چې دوی د داعش د مالي مسوول قاري جهانزېب په شمول ۴ کسان وژلي دي.

وروسته ولسي خلکو وویل چې صبور زاخېلوال او جهانزېب ښار کې صرافي لرله، قاضي قادر صدیق د مشرانو جرګې حقوقي مشاور و او بهادر زاخېلوال مدافع وکیل و.

د دې پېښې په غبرګون ولسمشرغني په اضطراري ناسته کې د ملي امنیت له ریاست څخه معصوم ستانکزی ایسته کړ او د جدي پلټنو امر یې ورکړ.

2 thoughts on “د لویې څارنوالۍ پلاوی د ۴ وروڼو د قضیې پلټلو پسې جلال اباد ته ورسېد”
  1. ښځه می ځینی وخت را ته وائی چی
    سړیه ته ځینی وخت د بدبینی او شک د حس ښکار ئی
    ور ته وایم چی د وروستیو اتو نهو لسیزو هره شیبه او د پیښو او واقعاتو د بدن هر وریښته او هره ګونجه د شک او بدبینی ښکارندوی او ویندوی دی
    زموږ وطن له هره نظره په یوه حساسه فضاء کی مؤقعیت لری
    هر وخت چی مو هڅه کړېده د خپل ښکلی باغ د ښکلو انګورو څخه خوندوره او سالمه سُرکه تولید کو نو د نړیوالی پلیدی څارنی لخوا راته د سُرکی په منګویو کی( نفوذی) ویروسونه را خوشی سی
    د ( نفوذ) عملیه ډیره خطرناکه عملیه ده
    ډیر اصیل فکری او عملی او حتی عقیدتی مکتبونه د ( نفوذ ) د ویروسونو د حملو قربانی سوی دی
    د پورته عرض څخه غرض دادی چی
    طالب خو پریږده هغه خو سر تر پایه خپله یو نفوذی ویروس دی امّا داسی ښکاری چی په دولت خصوصاً امنیتی- نظامی بدنه کی هم( نفوذ ) ریښه لری او اکثراً یا بعضاً د ملی ګټو خلاف کړنی تر سره کیږی څو د عام وولس عامه افکار او ذهنیت ته غلط پیغامونه مخابره او د سولی د هیلو پر نحیف ځِګر او نحیفو اوږو یخی ااو لړزوونکی اوبه وشیندل سی
    ددی څلورو ګُلالی وړونو نورانی او سپیڅلی څیری نه طالب ته ورته دی نه داعش ته اونه هم د دولت اجیرانو او مستخدمینو ته بناً څوک نه پوهیږی چی ددی ښکلو ځوانانو د وژلو انګیزه څه وه
    هیله ده زموږ د وطن میندی ددی هسکو او مظلومو ځوانانو مظلومی او معصومی مور غوندی نور و نه ژړیږی

  2. question;
    is this four brother got weapons;is they attack on security force.
    if yes they are .myb some one soulder die or wonded.
    IF NOT .HOW THEY KILLED BY 02 FORCE.
    THIS IS VERY SENSITIVE MATTER.
    MR DAOOD AFZALI SAHIB YOU HAVE TO FIN DOUT EXACTLY VICTIM,
    NEED TO JUSTICE FOR EVERY ONE.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *