ډاکټر نجیب ننګیال

شايد دا به د نړۍ د تاريخ لومړی سړی وي چې ولس نلري، خو ولس ته پيغام لري. مومنان وژني خو ځان د مومنانو امير بولي. داسې اميرالمومنين چې ليدل څه، عکس يې په مشکله موندل کېږي.

داسې اميرالمومنين چې ځای او ادرس يې نه وي مالوم. داسې اميرالمومنين چې په خيالي ډول بيعت ورسره شوی وي او ځان د يوه داسې هېواد حاکم بولي چې سهار ماښام يې د ده د جګره مارو له لاسه ځوانان شهيدانېږي، ميندې بورېږي، ماشومان وژل کېږي او د ژوند ټوله هستي يې تباه کېږي. سړی حيران شي، د طالبانو مشران داسې پيغام ليکي، ته به وا عملا په افغانستان حاکميت لري، پلازمېنه لري او له شاهي قصره يې قاصدان پيغامونه وړي راوړي. هغه هم داسې پيغامونه چې که په کوربه هېواد يې فشار ډېر وي، د دوی پيغام نرم او د سولې وي. که په کوربه هېواد يې فشار نه وي، بيا يې پيغام په هماغه کچه خونړی او وحشي وي. خو د دې اختر په مناسبت د طالبانو د مشر پيغام له نورو پيغامونو سره واضح توپير لري، چې په وروستيو کې د ټرمپ له ستراتيژۍ سره مستقيما تړاو لري او دومره انعطاف انګېزه پيغام د دې څرګندونه کوي چې طالب وېرېدلی او دا ورته ويل شوي چې نور بايد د سړيتوب لاره خپله کړې. تر څو محسن او کوربه هېواد يې د ده د سرتمبګۍ قرباني نشي. راځئ د دې پيغام څو مهمو ټکو ته تم شو، چې د خبرو او عمل څومره توپير پکې تر سترګو کېږي. ايا طالبان به همدا خبرې په راتلونکې کې ثابتې کړي؟

لومړی: مولانا وايي چې طالبان د دې اراده نلري چې له خپلو مخالفينو انتقام واخلي او و يې وژني.

دا جالبه خبره ده. طالبان څومره ښکاره دروغ وايي. هغه طالبان چې کله يې کابل ونيو، د واک په لومړۍ ورځ يې د افغانستان ولسمشر ډاکټر نجيب شهيد کړ. داسې سړی چې په ډېر حساس وخت کې يې په افغانستان حکومت کړی و. د روسانو تر وتلو وروسته د افغانستان په اړه له ډېرو مرموزو کيسو، دسيسو او پلانونو خبر و. هغه سړی چې لږ تر لږه د همدې خبرو د اورېدو لپاره هم بايد ژوندی پاتې شوی وای، ووژل شو. په خورا بې رحمانه ډول. په داسې ډول چې بدن او عورت يې لوڅ ځوړند کړای شوی و. سره لمر ته د خلکو په وړاندې نندارې ته ځړېدلی و. ايا انساني اخلاق، اسلامي شريعت  او افغاني غيرت د يوه زنداني ولسمشر د دغسې وژنې اجازه ورکوي؟ ايا اسلام کې د زنداني وژل روا دي؟ ايا يو څوک د يو داسې حکومت لخوا چې د واک لومړۍ ورځ يې وي، اړو دوړ وي. قاضي او محکمه يې نه وي مالومه، د چا د مرګ په اړه فيصله کولی شي؟

ايا طالبان همدا اوس مالومه محکمه، مالوم قاضي، مالوم ادرس او د قضا شرعي حق لري؟ کنه نو دوی په کوم حق او کوم منطق په تېرو ۱۶ کالو کې په سلګونو قومي مخور، د حکومت مدافعين، ليکوالان، خبريالان، ډاکټران، انجينران، د خيريه موسسو کارمندان او د ملي اردو سرتېري زنداني او ووژل. ملا دادالله به حلالول او سر به يې ځنې پرې کړ. بیا به يې ويډيو کورنۍ ته ور ولېږله.

طالبانو د خپل واک په دوره کې د خپلو مخالفينو کورونه وسوځول، باغونه يې له بېخه ورته ووېستل، ځوانې نجونې يې ځنې اختطاف کړې او سړي يې ورته په بېرحمانه ډول ووژل. ايا دا هر څه د خلکو هېرېدای شي؟

هغه طالبان چې په کندهار کې يې يو فقير عالم مولانا عبدالغفور پېروز چې کورنۍ يې د سهار ماښام ډوډۍ ته حيرانه وه، د امريکايانو د معاش خور په نوم و نه واژه؟
ايا په کندوز کې يې زنداني خبريال اجمل نقشبندي او په هلمند کې يې  د بي بي سي خبريال عبدالصمدروحاني و نه واژه؟ په سلګونو او زرګونو دغسې پېښې شته چې په تېرو ۱۶ کالو کې طالبانو خپل وسله وال څه چې محض د نظر مخالفين په  بې دردۍ سره وژلي.

دوهم: طالبانو په دې پيغام کې ويلي چې مونږ د واک انحصار نه غواړو.

راځئ همدا خبره سپينه کړو. کابو ۶ کاله طالبانو حکومت وکړ. له قضا، حج و اوقافه، تعليم تربيې، دفاع، کرنې، بهرنيو چارو، کورنيو چارو، هوانوردۍ، مخابرات، استخبارات، سرحداتو، عدليې، تجارت، د پوهنتونونو رياستونو، ولايت او ولسواليو په دا ټولو واحدونو کې طالبان د يو داسې چا نوم اخيستلی شي چې ملا نه و، دينې زده کړې يې نه وې او په مسلکي لحاظ يې په دنده ګمارلی وي؟ د واک انحصار نور څه ډول وي؟ ايا همدا اوس د طالبانو په ليکو او مشرانو کې داسې څوک شته چې واک ولري، خو ملا نه وي. ډاکټر وي. انجينر وي. ماسټر وي. ايا طالبانو په خپلو ټول تحريک کې ۱۰۰ تنه ماسټري لرونکي کدرونه لري؟ که دا د واک انحصار نه وي. نو د واک انحصار څه ته وايي؟ دوی د خپل واک په وخت کې کوم جهادي ګوند ځان سره شريک کړ؟ ان د مولوي محمد نبي، مجددي، ګيلاني او مولوي خالص په څېر خلکو سره يې هم جوړه رانغله. چې واک ور سره شريک کړي او د يوه پراخ بنسټه حکومت لپاره کار وکړي. که طالبانو د واک انحصار نه غوښت ولې يې ۵ کاله پرله پسې پنجشېر، بدخشان او تخار تر بريدونو او بمبارونو لاندې نيولی و. ولې يې د هغې سيمې خلک چې مسلمانان و، خو د طالبانو د سياسي کړنلارې مخالفت يې کاوه، دوی کلابند کړي او د وښو خوړلو ته مجبوره کړي و. هغه وخت چې له دواړو سنګرونو د اذان غږونه راتلل. هيڅ بهرني په افغانستان کې شتون نه درلود او ان ځانونه يې تر طالبانو ښه مسلمانان او مجاهدين بلل. طالبانو ان په دا تېرو ۱۶ کالو کې د خپل فکر مخالفين چې همدې حکومت پر خلاف جنګېدل او هغوی هم د امريکايي يرغل (؟) پر خلاف ځانونه د ازادۍ د لارې مجاهدين بلل، وژل او بريدونه يې پرې کول. په سلګونو داسې پېښې شوي چې طالبانو د حزب اسلامي په جنګياليو بريدونه کړي او زيان يې ورته اړولی. حال دا چې هدف او لاره د دواړو يوه وه. تر دې نوره انحصار طلبي به نوره چېرته وي چې ان په جګړه کې يې هم په يواځې ځان ډنګوي.

دريم: ملا هبت الله ويلي، چې مونږ داسې یو نظام غواړو چې د خلکو د ارمانونو ممثل وي.

راځئ همدې خبرې ته تم شو. اوسنی نظام په ټوله مانا د خلکو د ارمانونو ممثل دی او د افغانستان ټول قشرونه، قومونه او د هرې برخې کدرونه پکې شامل دي. داسې نظام چې د دې په سلمه برخه کدرونه، پوهان، ليکوالان، قومي مشران، سياسيون، علما او روحانيون هم د طالبانو په امارت کې نه و، نه شته او نه به راشي. که طالبان د خلکو د ارمانونو ممثل نظام غواړي نو بيا ولې د همدې نظام برخه نه جوړېږي؟ داسې نظام چې درې نيم لکه ځوانان په اردو کې لري، يو نيم مليون دولتي کارمندان لري. په لکونو محصلينو ته يې د لوړو زده کړو او په مليونونو ماشومانو ته يې د لومړنيو زده کړو اسانتياوې برابرې کړي. يواځې د تذکرو د استخدام لپاره په يوه ورځ ۲۵۰۰۰ لسانسه ځوانان د ۵۰۰ خالي بستونو لپاره ازموينه ورکوي. له دې مالومولی شو چې همدې نظام کې څومره خلک و روزل شو. څومره خلک ښه ژوند، ښه کور، زرخېزه زمکو، باغونو، برېښنا، مخابراتي خدماتو، روغتيا، سوداګرۍ او ښه ژوند څښتنان شو. هغه نظام چې د سواد کچه يې له ۱۶ څخه تر ۴۱ لوړه کړه، مخابراتي خدمات يې د هېواد ۹۰٪ خلکو ته و رسول او د نړۍ له ګوټ ګوټ سره سياسي او سوداګريزې اړيکي لري. په يوه ورځ يې ۸ مليونه خلک د رایو مرکزونو ته ځي او په ازادۍ سره د خپل زعيم انتخاب کوي. تر هغې بهترين نظام او د خلکو د ارمانونو ممثل بل څه کېدای شي؟ هغه نظام چې ان طالب ته د سياسي مبارزې او ټاکنو د لارې د واک د خپلولو فرصت پکې شته. قانون يې هر وخت تعديل کېدای شي او لويه جرګه چې هر څه وغواړي تغير راوستلی شي. هغه نظام چې د تصميم نېولو تر ټولو عالي مرجع يې لويه جرګه وي. تر هغې ريښتينی د خلکو د ارمانونو ممثل نور څه کېدای شي؟

څلورم: د طالبانو مشر بل ځای وايي چې د سولې په وړاندې د بهرنيو ځواکونو شتون او د دوی په اصطلاح اشغال خنډ دی.

مولانا خورا بې منطقه خبره کړې. رښتيا خو دا دي چې د سولې په وړاندې د طالبانو جګړه خنډ ده. د بهرنيو ځواکونو پاتې کېدو ته تر ټولو ښه دليل او ښه بهانه د طالبانو جګړه او بريدونه دي. که همدا نن طالبان جګړه و دروي. سوله راشي. خلک، حکومت، د سيمې هېوادونه، نړېواله ټولنه او ان خپله په امريکا کې امريکايي ولس د امريکايانو د وتلو غوښتنه کوي. ښاغلي حکمتيار همدې حقيقت ته په کتلو سوله وکړه او دا يې خورا ښه پرېکړه وکړه چې د افغانستان د خلکو د تاريخي هرکلي او خوښۍ سبب شوه. د حکمتيار د سولې او سياسي چوکاټ ته د داخلېدو په اړه د خلکو غبرګون او په غازي لوبغالي کې د يو لک کابل ښاريانو ګډون د دې شاهدي وايي چې ولس څه غواړي او د کومې تکلارې تږی دی.
د نړۍ سياسي تاريخ او د مستعمره هېوادونو تاريخ د دې شاهد دی چې کمزورو هېوادونو کله هم ازادي د زور او جګړې له لارې نه ده ترلاسه کړې. بلکې د سياسي مبارزې، ولسي ويښتيا او قوت له لارې يې ترلاسه کړې. داسې لاره چې نه خلکو ته مرګ ژوبله پکې اوړي او نه د هېواد زېربناوې پکې ړنګېږي. دريغه طالبان لکه حکمتيار همدغه حقيقت ته تسليم شي او د سياسي مبارزې له لارې د بهرنيو ځواکونو د وېستلو لپاره کار وکړي. چې نه خپله نور د طالب ماشومان يتيمان شي، نه وطن وران شي او نه يې وطنوال د وير په ټغر کېني. د جګړې د اوږدېدو، د بحران د پېچلتيا او د افغانستان د تباهۍ باعث نشي.

پنځم: طالبان وايی په خپلو تدبيرونو يې د نه اټکل کېدونکو خونړيو پېښو مخه نيولې.

خدای وکړي همداسې شوي وي او يا لږ تر لږه په راتلونکي کې يې ثابته کړي. خو تر کومه چې مونږ شاهد يو طالبان پخپله د خونړيو پېښو عاملين دي. طالبان اکثريت د جګړې په مهال د خلکو په کورونو کې پناه اخلي چې د پراخو ملکي تلفاتو سبب ګرځي او بد ترېنې خونړۍ پېښې را منځته کوي. حکومتي ځواکونو او چارواکو ته په لارو کې ماينونه ښخوي چې ډېر کله په ملکي خلکو چاودنه کوي او د يوې کورنۍ يو درځن غړي پکې شهيدانېږي. ښادۍ په غم اوړي او غمونه لا درانه کړي. په ښارونو او عامه ځايونو کې ځانمرګي بريدونه کوي چې عام خلک پکې وژل کېږي. په کابل بانک په لسګونو بريدونو، په وزير اکبرخان کې د ټانکر خونړۍ چاودنه چې حقاني شبکې وکړه، په شاه شهيد کې د شپې خونړۍ چاودنه، په پکتېکا کې د واليبال د لوبو په مهال چاودنې او همداسې نورې په سلګونو خونړۍ پېښې چې دا ليکنه يې له ذکر کولو قاصره ده، شته چې طالب ځنې انکار نشي کولی. دا ښکاره د خبرو او د عمل توپير څرګندوي چې طالبان غواړي د خلکو د غولوني لپاره کار ترې واخلي. طالبان بايد دا په عمل کې ثابته کړي چې دوی خونړي او ملکي تلفات لرونکي بريدونه نکوي.

شپږم: ملا هبت الله بل ځای ښه ټوکه کړې. (مونږ مترقي افغانستان غواړو او تجاران دې د طالبانو په سيمه کې پانګونه وکړي. )

ايا په جګړه، وحشت او تباهۍ سره يو هېواد مترقي کېدای شي؟ په تېرو ۱۶ کالو کې مونږ د دې شاهد يو چې هغه سيمې چې د طالبانو ظهور پکې کم و، تر ټولو ډېر ترقي يافته او د ښه ژوند سيمې دي او ډېر انکشافي کارونه پکې شوي. هلته تر ټولو ډېر فابريکې جوړې شوي او تر ټولو ډېره پانګونه پکې شوې چې د طالبانو د بريدونو خطر پکې کم وي. طالبان په کومه خوله خلک پانګونې ته جلبوي؟ هغه طالبان چې د بريدونو له لاسه يې خلکو شته سرمايې له وطنه وويستې. دوی په کومه خوله تجارانو او پانګوالو ته د امنيت ډاډ ورکوي؟ حال دا چې د اکثريت پانګوالو او سوداګرو څخه همدا طالبان باج اخلي. اختطاف کوي يې او د سرغړونې په صورت کې يې په نښه کوي. له ښارونو چې سوداګر وتښتول شي، بېرته په هغو سيمو کې موندل کېږي چې طالبان پکې وي.

اووم: ملا هبت الله بل ځای طالبانو ته توصيه کوي چې د ټولګټو پروژو ساتنه وکړي.

تر دې مخکې د پګواش په غونډو او نور اختريزو پيغامونو کې هم طالبانو دغه ډول ژمنې کړې وې. خو له هغې را وروسته کال تېرېږي. خو په عمل کې هيڅ نه ليدل کېږي. همدا سږ کال طالبانو د کندهار-هلمند سرک په بلډوزرونو واړوه. د برېښنا پايې يې وويشتې. په کمال خان او سلما بند يې بريدونه وکړل. ښوونځي يې وسوځول او هغه ولسوالۍ چې دوی ونيولې. د دفترونو له چوکيو نيولې تر ودانيو هر څه يې تخريب او ويران کړل. طالب ته د ملي ځواکونو پاتې ټانکونه او پک اپې سوځول کېږي. اره کېږي او پاکستان ته د کباړ په نرخ پلورل کېږي او يا هم په کويټه او ميرانشا کې پاکستانۍ ملېشې ګټه ځنې اخلي. همدا اوس داسې ارقام شته چې د هرې مخابراتي شبکې لږ تر لږه ۱۰۰ پايې چې په هره پايه يې يو نيم لک ډالره مصرف راځي، طالبانو سوځولي او نړولي دي. د کابل-کندهار سرک ټول نړېدلی. پلونه يې الوځول شوي. دا ټول د طالبانو د جګړو او ويرانۍ هغه نمونې دي چې هيڅوک ترې انکار نشي کولی.

اتم: د طالبانو مشر ملي ځواکونو ته په پيغام کې وايي چې ستاسې مرګ خراب دی او په ژوند د ګناه پېټې در له غاړې دی. دوی يې د پرديو غلامان بللي.

جالبه دلته ده. چې درې نيم لکه پوځ چې د افغانستان د ټولو سيمو، قومونو او ژبو خلک پکې شتون لري. د دومره لوی شمېر کې پوځ په عقيده څنګه شک کېدای شي؟ د دوی مرګ په کوم اساس روا بللی شي او اخرت يې خراب. هغه پوځ چې په تشکيل او راتګ را سره يې بهرني ځواکونه له هېواده ووتل. د افغانستان د سرحدونو، عامه ځايونو، زېربناوو، مسجدونو، مدرسو، ښوونځيو، روغتونونو، پوهنتونونو او بندونو ساتنه کوي. د هغوی مرګ په کوم دليل روا ګڼلی شي؟ ايا له خپلې خاورې، د خپلو خلکو له عبادت ځايونو، عقيدې، ناموس او ګټو څخه ساتنه ګناه ده؟ حال دا چې طالب خپله په پردۍ وسله جګړه کوي، له پردي ځايه هدايات اخلي او بېرته د وطن په خلکو بريدونه کوي. يو وخت به يې دليل وايه چې د ملي اردو ځواکونو باندې بريد زمونږ مجبوريت دی. ويل به يې دا ځکه چې دوی د بهرنيو ځواکونو په کتار کې مخکې روان وي. اوس خو هغه دليل هم نشته او هر څه د افغان ځواکونو په لاس کې دي. نو اوس په کوم دليل دوی په نښه کېږي؟ دا په داسې حال کې اکثريت سرتېري په لمانځه ولاړ او روژه په خوله د طالبانو د بريد نښه ګرځېدلي.

 نهم: ملا هبت الله بل ځای د هېواد له مخورو او تحصيل يافته قشر څخه هيله کړې چې دوی ته مشورې ورکړي تر څو د افغانستان د ښېرازۍ او سولې سبب شي.

مولانا په خپله خبره خپله د بطلان کرښه کش کړې. نه پوهېږم دی کوم تحصيل يافته قشر يادوي؟ هغه چې هره ورځ د دفتر په چوکۍ، دفتر په لاره، روغتون کې ستيسکوپ په غاړه او قلم په لاس وژل کېږي. ايا دی ويلی شي چې په امريکايي پوهنتون بريد کې يې غير له يوه افغان استاد نقيب احمد خپلواک چې د قران حافظ هم و او د ګڼ شمېر افغان محصلينو پرته نور څوک ووژل؟ دی له چا مشوره غواړي. که مولانا سترګې نه پټوي. لوست او ديد کولی شي. لږ دې فسبوک ته سر ور ښکاره کړي. د افغانستان کابو ټول تحصيل يافته قشر فسبوک کاروي. هلته دې وګوري چې خلک څه مشورې ورکوي. څومره کرکه ځنې لري او د افغانستان اته نيم مليونه انټرنيټ کاروونکي طالبانو ته څه پيغام لري؟ کله چې طالبان ښوونځې ړنګوي، په پوهنتونونو بريدونه کوي نو مشورې له چا غواړي؟

لسم: په پای کې د طالبانو مشر ويلي چې يو کميسون يې ګمارلی تر څو د ملکي تلفاتو مخه ونيسي.
حيرانوونکې ده. طالبان ۱۶ کاله وروسته دې ته پام کوي چې د ملکي خلکو وژل ګناه ده او بايد رحم پرې وشي. دا هماغه طالبان دي چې ويل به يې که زمونږ په بريدونو کې که کوم ملکي وګړی ووژل شي. که د طالبانو پلوی وي. جنت ته به ځي او که د حکومت پلوی و، مرګ يې هسې هم روا و. دوی د شاوخوا ۲ لکه ملکي تلفاتو وروسته په دې وپوهېدل چې د ملکي وګړو مرګ نه دی پکار او بايد مخه يې ونيول شي.

خير! دېر ايد، درست ايد. طالبان که په خپلو خبرو کې صادق وي او طالبان په ريښتينې مانا يوه منظمه او د خپل مشر اطاعت منونکې ډله وي. نو همدا اختريز پيغام دې يې په عمل کې ثابت کړي. کنه دا پيِغام به هم د تېر په څېر يوه بې مفهومه، پردۍ او د خلکو غولونکې وينا وي چې هيڅ اهميت به ونلري. داسې پيغام چې خپله طالبانو نه دی ليکلی او د سيمې حاکمې سياسي سيناريو ته په کتلو ليکل شوی.

4 thoughts on “د طالبانو اختریز پيغام: د خبرو او عمل ترمنځ‌ توپير//نجیب ننګیال”
  1. ما قلم را واخیست چې ملا ته یو څه ولیکم . خو د ښاغلی نجیب ننګیال هراړخیزې او مستندې ليکنې د لوستلو نه وروسته مې لازمه ونه لېده چې خپله نیمګړې لیکنه تاند ته د نشر لپاره ولېږم.
    هيله ده زمونږ د هېواد ټول روڼ اندې ، سیاسي مبصرین او د نظر خاوندان پورته لیکنه یوځل ولولي او د ټالیبانو په باب له حقایقو ځان خبر کړي.
    ښاغلي ننګیال ته د لوی اختر د مبارکۍ نه وروسته روغ صورت او لا نور تاند قلم غواړم . په ګوتو او روښانه فکر مو برکت شه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *