ودان افغانستان ګوند د لوی اختر مبارکې ټول درانه او تاریخي افغان ولس ته وړاندې کوي.

افغانستان او افغان انسان چې دا مهال له کوم سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحران څخه تېرېږی، په رښتیا سره د هر بااحساس او وطنپرست، وطنوال لپاره د زغم وړ نه دی..

ګوند ته دغه ټول بحران د هغه له ټولي ژورتیا سره په بشپړه توګه د درک وړ دی او د دغه درک پر اساس و.ا.ګ د دغه ټول بحران د ختمولو او یوه ښېراز، پر خپلو پښو ولاړ او روښان افغانستان جوړولو لپاره د خپل سیاسي طرزتفکر پر بنسټ کلکه ژمنتیا لري او دغه د دغې ژمنې د لاټینګښت او تحقق لپاره پر ټولو ژمنو او هېوادپالو پرګنو ږغ کوي، چې په دغه سرشاره او جانانه مبارزه کې له ودان افغانستان ګوند سره ملګري شې.

دغه سیاسي ملګرتیا د افغانستان د نجات او عزت لپاره زموږ د وخت تر ټولو لویه اړتیا ده.

اختر د ورورۍ، پخلاینې، سولې او ملګرتیا فرصت دی، راځئ چې له دغه چانس څخه تاریخ جوړوونکې ګټه واخلو.

د تلپاتې ورورۍ او ملګرۍ په هیله.

ودان افغانستان ګوند

فرهنګي کمیسیون

کابل- افغانستان

۱۱/۷/۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *