دا زړه که څه هم د کوزې پښتونخوا په سرسبزې سيمې «سوات» کې د لر او بر پښتون د يو کېدو په چيغه ودرېد، خو خپل راتلونکي نسل ته يې د پښتونولۍ جوړ شوی څلی په ميراث پريښود.
هو! د «افضل خان لالا» سينه له داسې زړه څخه برخمنه وه، چې د لوی افغانستان ارمانجن تصور يې پکې (۶۰) کاله پاللی او د همدې لپاره يې ستره مبارزه کړې.
هغه د خپل قام د يووالي لپاره يو داسې ښايسته خوب ليدلی و، چې تل يې د هغې څېره له نوراني کېفه ډکه کړې وه.
په خپل وطن او قام شېدا دې سړي تل پر خپله خاوره امن، مينه او سوکالي غوښتله خو د مرګي سورو پرې بېړه وکړه.
د افضل لالا د مبارزې چيغه د هغه د مرګ سره ونه درېده، بلکې لارويان يې د مبارزې د تعقيبولو ژمنه کوي. خو د هغې د مبارزې ژبه، لاره او همت به يې مريدان د تل لپاره ياد ساتي او پر پل به يې پل ږدي.
د پښتنو د سياسي مفکورې او نظريي دې ستر لارښود ته د کايناتو څښتن د غر هومره حوصله، ژور فکر او د استدلال کولو استعداد ورکړی و.
د پښتون قوم دې مخلص ليډر او ستر ليکوال خپلو خلکو ته ژمنتيا او ملګرتيا پالل هم په ميراث پريښودل.
افضل خان لالا که څه هم د لرې پښتونخوا د ښايستونو په سيمه (سوات) کې زيږېدلی و، خو د برې پښتونخوا ښايست يې هم نه و هېر کړی او د کابل له هوا يې ځانګړی کيف اخېست.
دا سړی که څه هم اوس زمونږ په منځ کې نشته، خو فکري ملغلرې او کړنلاره يې مونږ ته لارښود ګرځي او هر پښتون به يې د لارې مشعل ګرځوي.
سکندره هغه زوړ سړی دې هیر شو
چې کیږدۍ یې ستا له ښاره قیمتي وه
چې غرور یې ستا د لمر په رڼا غوڅ کړو
ستا له تاجه یې هنداره قیمتي وه
خدای (ج) د وبخښی ،د پښتنو یو ډیر ښه مشر ؤ، هغه د رحمان بابا شعر دی چه وای چه: دستار تړی بی شمار دی—–خو د دستار سړی په شمار دی