نن لوی افغانستان ولسي ګوند په هیواد کې له ازادو رسنیو څخه د ننګې او ملاتړ په موخه یوه رسنیزه ناسته درلودله. په ناسته کې د ملي ازادو رسنیو څخه د ننګې په موخه لاندې پریکړه لیک صادر شو:

د ستر څښتن په سپیڅلي نامه له قوي رسنیو او رسنیزو وسیلو پرته په هیڅ هیواد کې ټولنیزې کړنې په سم ډول نه شي کنټرولیدلای، همدا ازادې او ملي رسنۍ دي چې ولس د دولت له کړنو او دولت د ولس له غوښتنو خبروي، ورځنۍ پیښې د ولس تر غوږونو ور رسوي او دولت خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کوي، همدا ازادې رسنۍ دي چې له جنايي، اخلاقي او ټولنیزو جرمونو څخه ولس خبروي.

مونږ د رسنیو ستر ملي رسالت ته د قدر په سترګه ګورو او د ملي ګټو څخه د ننګې په مورچل کې ورسره د څنګ‌ پر څنګ مبارزې ډاډ ورکوو، لوی افغانستان ولسي ګوند به په هر ډول حالاتو کې د هیواد د ملي او ازادو رسنیو تر څنګ ودریږي او د قانون په چوکاټ کې به تل له ازادو رسنیو ملاتړ وکړي.

د هیواد په تیره ۳۶ کلنه غمېره کې د هیواد د نورو ملي بنسټونو د ورانۍ او ویجاړۍ تر څنګ رسنۍ او د رسنیو کار کوونکي هم خوندي پاتې نه شول، بریدونه پرې وشول، مالي زیانونه ور واښتل او خبریالان شهیدان کړای شول. لوی افغانستان ولسي ګوند له ټولو ازادو رسنیو څخه خپل کلک ملاتړ اعلانوي او په رسنیو او د رسنیو په کار کونکو هر ډول برید په سختو ټکو غندي. لوی افغانستان ولسي ګوند له رسنیو څخه د ملاتړ په موخه لاندې پریکړه لیک صادروي:

۱- تېره اونۍ د بلخ په ولایت کې د شمشاد تلویزیون ټرانسمیټر ته اور ورته کړای شو، لوی افغانستان ولسي ګوند دا کړنه په سختو ټکو غندي، د بلخ له ولایتي ادارې او مرکزي حکومت څخه کلکه غوښتنه کوي چې عاملین یې پیدا او سخته سزا ورکړي.

۲- د رسنیو، خبریالانو او د دوی د کورنیو ساتنه د حکومت دنده ده، افغان حکومت باید په هیواد کې د رسنیو، ژورنالیستانو او د هغوی د کورنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

۳- په جنګ کې له ښکیلو ډلو په کلکه غوښتنه کوو چې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

۴- د جګړې ښکیلې خواوې باید خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د کره او ریښتینو مالوماتو د راټولولو لپاره د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې ازاد فعالیت وکړي تر څو ولس له حقایقو خبر شي. ۵- ازادې ملي رسنۍ باید له خپلو امکاناتو د ملي ګټو د ساتنې، د ملي وحدت د پیاوړتیا او له هیواد څخه د دفاع په چاره کې کار واخلي.

۶- ملي رسنۍ باید د ملي کلتور د ساتنې او پراختیا لپاره هر اړخیزه هڅې وکړي. ۷- راتلونکی افغان حکومت باید د رسنیو د ازادۍ او خپلواکۍ ډاډ ورکړي او پریږدي چې ولس خپل غږ په ازاده توګه پورته کړي. ۸- مونږ له راتلونکي حکومت څخه غوښتنه کوو چې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او پرېنږدي چې رسنۍ د زور او ځواک له ویرې خپل ملي‌ رسالت هېر کړي. په درنښت لوی افغانستان ولسي ګوند مطبوعاتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *