خبرپاڼه

1 1 1نېټه: ١٣٩٣-۹-۱۳

کندهار، افغانستان- د ښادمن خيريه ګام له لوري د لوی امپراتور احمدشاه بابا د تاريخي اثارو د خوندي کولو په موخه دوې المارۍ جوړي او اثار پکي خوندي سول.

د ستر امپراتور احمدشاه بابا قلمي قرآن کريم، خول، لاسبند او څو نور توکي په الماريو کي د يو ګډ هيئت په وړاندي خوندي سول. په دغه هيئت کي د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله فيضاني، د ملي امنيت استازي، د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو مدير او د بهرنيو چارو رئيس عبدالنافع ثناء شامل ول.

يادي دوې المارۍ ملي سوداګر حاجي حکمت الله ښادمن په خاصه توجه او ځانګړي پېرزويني له مخي د خپلو خيريه فعاليتونو په لړ کي جوړي کړي دي. دا المارۍ چي ضدمرمۍ هنداري لري، په ډېر مهارت جوړي سوي دي. پر المارۍ په خورا مسلکي شکل نقاشي او ګلونه جوړ سوي دي.

هري المارۍ ته دوه قلفونه ورواچول سول او د هيئت په مخ کي يې کيلۍ د تاريخي ابداتو مديريت او د يادې مقبرې متولي ته وسپارل سوې.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال وويل چي د حاجي حکمت الله ښادمن له لوري جوړي سوي المارۍ د کندهار پر خلکو پېرزوينه ده. هغه زياته کړه چي د افغانانو او په خاص ډول کندهاريانو هويت په همدغو تاريخي اثارو پېژندل کيږي.

د هغه په خبره لوی احمدشاه بابا پر موږ دا حق لري چي اثار يې خوندي کړو، تر څو په دې شکل يې قدرداني وکړو او خپل هويت وساتو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *