افغانستان د تاریخ له ګړنګونو را وتلی هغه ګوډ مات هېواد دی، چې د کلونو کلونو لپاره د جګړو او  زور ازمایلو ډګر و.

د افغانستان تاریخ په دغه هېواد کې د قدرت پر سر د پراخو او خونړیو جګړو ګواه دی، چې د نړۍ هر زبرځواک یې د نیولو او هضمولو هڅې کړې دي. په دغه هېواد کې دیارلس کاله وړاندې، د ولسواکۍ د نظام لپاره هڅې پیل او د طالبانو نظام وپرځول شو. که څه هم په بن غونډه کې د افغانستان په تړاو یو اړخیزه پرېکړه وشوه او د افغانستان د جهاد او خپلواکۍ د اصلي قهرمانانو پر ځای یې امتیازات د څو تنو ترمنځ ووېشل شول، خو بیا هم د یوه ولسواک نظام ډبره کېښودل شوه.

تر موقت او انتقالي حکومت را وروسته په لومړي ځل په ټول هېواد کې ټاکنې وشوې او خلکو په پراخه لېوالتیا او مینه په دغو ټاکنو کې ونډه واخیسته او د افغانستان لپاره یې ولسمشر وټاکه. له ولسمشر حامد کرزي سره نورې بېلابېلې څېرې سیالۍ ته ودرېدې، خو د موقت او انتقالي حکومت د مشرۍ ترڅنګ د نړیوالو ملاتړ د قوت هغه ټکي وو، چې په غوڅ اکثریت د ولسمشر کرزي د بریال لامل شول.

د ولسمشر کرزي په لومړۍ دوره کې د حکومت اصلي او کلیدي پوستونه یوازې د یو څو قوماندانو ترمنځ وېشل شوي وو، له وزارتونو نیولې تر ولایتونو او په بهر کې تر سفیرانو.

خو کله چې دویم ځل په افغانستان کې ټاکنې پیل شوې، ولسمشر کرزی یو ځل بیا نوماند او پر وړاندې یې د شمالي ټلوالې له خوا عبدالله عبدالله ځان نوماند  کړ، خو هلته هم ولسمشر کرزی د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ولسمشر کرزي دویمه دوره له لومړۍ هغې سره یو څه متفاوته وه او ولسمشر کرزي کرار کرار له څو محدودو قوماندانانو واک را کم او نور یې پکې ور شریک کړل.

خو اوس دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو ټاکل شوی ولسمشر چې د خلکو په رایه راغلی وي، بل ولسمشر ته چې د خلکو په رایه راځي واک پرېږدي.

اوس افغانان د تېر په پرتله له ولسواکۍ او ولسواک نظام سره آشنا شوي او د جګړې او په زور واک نیولو له دود پوره ستړي دي. اوس افغانان کولای شي خپل برخلیک په خپله وټاکي. اوس افغانان د یو پیاوړي او په معیارونو ولاړ ملت په لور روان دي.

په دې وروستیو کې مې چې کله د بدخشان ویرجنه پېښه زړه ماتی کړي خو د افغان ولس په ځانګړې توګه پښتنو احساس مې بېرته زړه را ژوندی کړي. پېښه د بدخشان په یوه لېرې پرته غرنۍ سیمه کې، چې ښايي دغه سیمه به ډېری بدخشانیانو هم نه وي لیدلې شوې، خو پښتانه ورته په کونړ کې مرستې راټولوي او وروړي یې.

دوی دا مهال هرڅه له یاده باسي قوم، سمت او ژبې ته نه ګوري خو د یوې انساني فاجعې له پاتې شوو سره مرستې کولو ته ځان رسوي.

دلته هیله پیدا کېږي، چې افغانستان د یو واحد ملت جوړېدو په لور روان دی، خو په څنګ کې ورسره پراخه بله هیله چې راټوکیږي هغه د مقابل درد احساسول دي. هغه پښتانه، چې په کونړ کې د بدخشان ځپلو لپاره مرستې راټولوي، دا هیله لري، چې یوه ورځ د شمال او بدخشان خلک د امریکایي ځواکونو له خوا په ټپي شوي او بمبار شوي کندهار خوشاله نه شي، بله ورځ د کونړ ماشومو شهیدانو ته دوی هم لکه امریکايي وحشیان ترهګر ونه وايي. دوی هم تمه لري، چې ژبه قوم او سمت له پامه وغورځوي او په ريښتیا د یو واحد ملت د جوړولو لپاره هوډ وکړي.

اوس چې افغانستان له یو بل ګړنک په خپلو ماتو پښو تېرېږي اړینه ده، چې د واحد ملت دغه مفکوره له ټولو سره وي او په ښه ډول دغه ګوډ مات هېواد له ګړنګ تېر کړي. اوس چې ډېری خلک هیله لري، افغانستان له دغه ګړنګ تېر او دغه ټاکنې په ښه ډول ترسره کړي، د ولسمشرۍ نومانان د هم د قدرت د انحصار لپاره د دوی پر وړاندې خنډونه نه را ولاړوي.

کله، چې د یوه لوی اکثریت غږ پر شفافیت او ملي والي ټینګار کوي او په سوله ییز او علمي ډول د قدرت د انتقال غوښتنه کوي او په سوله ییز او شفاف ډول د خپل سیال بریا مني، د دغه ستر اکثریت پلویان له مقابل اړخ هم ورته هیله لري.

دغه خلک له مقابل اړخ د سپکو سپورو ویلو، ګواښونو، د قدرت انحصارولو او په هره توګه د قدرت اخیستلو د چیغو تمه نه لري. نو تر هغه، چې دغه مهم ټکي ته متوجه نه شي، په هېڅ توګه به افغانستان په سلامت ډول له دغه ګړنګ تېر نه شي او لا به یې هم د ګړنګ تل ته واچوي. بیا به خلک په ريښتیا د هغو بدماشانو پر وړاندې د درېدو په سوچ کې وي، چې په زور او د ګواښونو له لارې د واک غوښتونکي دي او بیا د خلک د یو واحد ملت د جوړېدو هیله نه لري.

اوسنۍ ستره ستونزه دا ده، چې ملت د یو ځای کېدو هیله لري خو مشران د ملت د دغې سترې پرېکړې پر وړاندې لوی خنډ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *