که غواړئ خپل پاتې ژوند جوړ او په خوښۍ یې تېر کړئ، سره اوسه پرېکړه وکړئ، په نن او سبا یې مه کوئ، لکه یو متل کې چې وايي: “د نن کار سبا ته مه پرېږده” او نه هم د کومې معجزې تمه کوه. په ژوند کې مثبت بدلون دومره سخت هم نه دی لکه فکر چې کوئ؛ کولای شئ د ښه ژوند جوړولو لپاره واړه ګامونه پورته کړئ؛ ځکه ډېر واړه ګامونه هم کولای شي تاسو خپلو سترو موخو ته ورسوي. واړه بدلونونه کولای شي ستاسو په ژوند، احساساتو او رفتار کې مثبت بدلون راولي. هره کوچنۍ پرېکړه کولای شي چې له امله یې تاسوم پر ځان باور پیدا کړئ او د ښه ژوند کولو انګېزه درکړي.

د لوی بدلون پر لور د وړو ګامونو اخیستو لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:

۱- هره ورځ سهار وختي نیم ساعت مخکې له خوبه پاڅئ او یا د شپې نیم ساعت مخکې ویده شئ؛ په دغه نیم ساعت کې کولای شې ډېر کارونه ترسره کړئ، سهارنۍ وخورئ، فکر وکړئ، مطالعه وکړئ او…

که هره ورځ نیم ساعت وروسته کارځای ته رسېږئ او تر عصبي فشار لاندې راځئ، همدا نیم ساعت کولای شي له دې ستونزې مو خلاص کړي.

۲-هره ورځ درته خوندوره سهارنۍ برابره کړئ او دغه کار مو خپل عادت وګرځوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *