پسرلی

د لوی غم خبر راغی چې ( د پښتو غزل ستوری) ولوید.

انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم استاد محمد صدیق پسرلی د پښتو غزل د کلاسیک او معاصر رنګونو او خوندونو د امتزاج یو مسلم استاد و، هغه پر دې ډګر د کمیت او کیفیت له مخې د خپل اوږده او ثمر بخش ژوندانه په اوږدو کې خپله توله پېرزوینه، مینه په خپل ځانګړي سبک سره موږ ته په میراث پرېښوده.

هغه د ادب میراث خورو ته د لنډې کیسې، ناول، نظمونو، څلوریځو، منظومو، ادبپوهنې او ادب په ډېرو اړخونو کې تلپاتې یادګارونه پرېښودل.

او لا جالبه دا چې، هغه لکه زموږ د زمانې لوی خوشال بابا، لویه او ویاړلې، د علم او فرهنګ پر پخو اساساتو ولاړه مستحکمه کورنۍ زموږ د امیدونو او ا‌طمنان د ادرس په توګه ورغوله.

هغه د شوروي یرغل پر ضد د مقاومت ادب یو تر ټولو لوی مخکښ، رښتینی مبارز او سخت سنګر و.

هغه نور زموږ سره نشته، خو د هغه یادونه، خاطرې، د علم او فرهنګ رڼا، د هنر ځلا او د عشق دنیا به زموږ د زړونو او ذهنونو همېشنی ملکیت وي.

بېنوا فرهنګي ټولنه او ورسره اړوند ټول فرهنګیان د پښتو ادب دغې لویې اروا ته په فردوس جنت کې د ارام دعا کوي او معززې کورنۍ او ټولو خواخوږو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

هر ګز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق

ثبت است بر جریده عالم دوام ما

بېنوا فرهنګي ټولنه

کندهار- افغانستان

۱۳۹۲/ ۱۰/ ۲۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *