فضل الرحمان اوریا

تاند- د لوی ملي ايتلاف ویاند وايي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د څلورو کاندیدانو ملاتړ کوي خو له خپل منځه هیڅوک ولسمشرۍ ته نه کاندیدوي.

فضل الرحمان اوریا وايي، په پیل کې ټاکل شوې وه چې لوی ملي ايتلاف د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته خپل کاندید ولري خو داسې ونه شول او اوس یې پرېکړه کړې چې د نورو کاندیدانو ملاتړ وکړي.

دا ايتلاف په ترکیه کې د جنرال عبدالرشید دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور له لوري جوړ شو خو اوس عملاً له منځه تللی او داسې ښکاري چې یوازې ښاغلی اوریا د لوی ملي ايتلاف نوم ژوندی ساتي.

اوریا وویل چې دا ايتلاف د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رحمت الله نبیل او شیدا ابدالي ملاتړ کوي.

اوریا همداراز وايي چې لوی ملي ايتلاف د دوو نورو کاندیدانو ملاتړ هم کوي خو ده د دوو نورو کاندیدانو نومونه یاد نه کړل.

فضل الرحمان اوریا وویل، لوی ملي ايتلاف به د اشرف غني او عبدالله عبدالله ملاتړ ونه کړي.

ده د ولي مسعود په اړه وویل چې دا ايتلاف نه غواړي چې د احمد ولي مسعود ملاتړ وکړي.

احمد ولي مسعود د ملي وفاق د ډلې له لوري ولسمشرۍ ته د کاندیدو هڅه کوي. د جمعیت ګوند یوه مشر یونس قانوني په وروستیو کې ویلي و چې که څه هم د مرستیال په توګه یې له اتمر سره موافقه کړې خو د دوی اصلي کاندید به احمدولي مسعود وي.

دغه راز ویل کېږي چې محمد محقق ته هم د اتمر په ټکټ کې د دوهم مرستیال وړاندیز شوی دی.

تراوسه پورې محمد حکیم تورسن، لطیف پدرام، نورالله جلیلي، زلمي رسول او عنایت الله حفیظ ولسمشرۍ ته ځانونه رسماً کاندید کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو د نوملیکنې لپاره یوازې ۵ ورځې نورې پاتې دي.

ګومان کېېږي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو اصلي سیالي به د اشرف غني او حنیف اتمر ترمنځ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *