ګرانه وروره او درنې خورې! شيطان ته ځير شه، چې په څه ډول د خلکو له عقلونو سره لوبې کوي او هغوى دريښتينى خداى د عبادت پر ځاى د نورو شيانو عبادت ته را بولي…

له الله تعالى پرته د نورو شيانو عبادت له دې امله کېږي، چې خلک له هغوى څخه د ګټې رسولو او هغوى ته د شفاعت کولو هيله لري، خلکو د مجهولو اولياوو او بزرګانو په اړه له ځانه ځينې درواغجنې کيسې جوړې کړي او هغه بيا د هغوی ترمنځ خپرې شوي او رىښتينې ګڼل کېږي…

پورتنۍ خبرې د ”ضريح برکات” په نامه د يوه ولي کيسه را په يادوي، هغه کيسه، چې د عادل او سعيد په نامه دوو ځوانانو ترمنځ پرې بحث روان و…

دوى دواړه له پوهنتونه فارغ او په هغه کلي کې د تدريس لپاره مؤظف شوي وو، چې خلک يې د قبرونو په لمانځنه او نورو شرکي کارونو اخته وو…

يوه ورځ عادل او سعيد له ښوونځي را ووتل، په خپل موټر کې کېناستل او خبرې يې سره پيل کړې… ناڅاپه يوه سپين ږيري، چې ببر ويښتان يې وو او له خولې څخه يې لاړې بهېدې؛ د دوى د موټر مخه ونيوله او دوى دواړه يې وګواښل، چې که يو څه ورنکړي؛ نو ښېرې به ورته وکړي او موټر به يې پرې چپه کړي، ځکه نوموړی مستجاب الدعاء دى!

دا چې سعيد په يوې داسې کورنۍ کې لوى شوى و، چې د اولياوو د کراماتو کيسې به پکې بيانېدې او دى ترې ډېر متاثر شوى و؛ نو وارخطاء شو او عادل ته يې وويل: مخکې تر دې، چې موټر مو چپه شي، هله ژر شه نوموړي ته يو څه پيسې ورکړه!

سعيد ګومان کاوه، چې نوموړى بوډا عبدالکريم ابوسبطه نومېږي، هغه چې مستجاب الدعاء او برکتي سړى ګڼل کېده!

عادل د سعيد پر دې خبره تعجب وکړ او ويې ويل: سعيده! دا صحيح ده، چې اهل سنت او جماعت د اولياوو کرامتونه مني؛ خو کرامتونه يوازې له هغه چا صادرېږي، چې دينداره او صالح وي، له داسې لېوني سړي څخه کرامت صادرېدل ډېره لرې خبره ده!

سعيد پرې ور چغې کړې: وه ځوانيمرګ شې! داسې خبرې مه کوه، وبه وينې، چې تر موږ دمخه به کلي ته رسېدلی وي، ولې د اولياوو کرامات نه منې؟!

عادل وويل: سعيده! ما مخکې درته هم وويل، چې د اولياوو کرامتونه منم؛ ځکه الله تعالى په دې قادر دى، چې له خپلو بندګانو څخه يې صادر کړي او خپل ځينې بندګان پرې عزتمن کړي؛ خو دا چې موږ د الله تعالی بنده ګان؛ په پيدا کولو،  امر او نهې، واک او اختيار او د نړۍ په ادلون بدلون کې له الله تعالى سره شريک وبولو او د هغوى له غوسې وډار شو؛ نو دا درسره هېڅکله نه منم!

سعيد وويل: ښه؛ يعنې دا چې ته دا هم نه منې، چې (شيخ احمد ابوسرود) له عرفات څخه استنبول ته راغى، په خپل کور کې يې سور کړی کباب وخوړ او د شپې بېرته عرفات ته ولاړ؟!

عادل وويل: عقل دې نصىب شه، په پوهنتون کې دې ايله همدا زده کړل؟!

سعيد وويل: ټوکې را پورې کوې؟

عادل وويل: ټوکې نه در پورې کوم؛ خو دا هم درسره نه منم، چې په خرافاتو دې چپ پاتې شم او څه دې نه وايم.

سعيد وويل: ملګريه! نه يوازې دا چې عام خلک دا کرامتونه بيانوي، بلکې ځىنې شيخانو او بزرګانو هم د قبرونو د څښتنانو کرامتونه ذکر کړي دي!

عادل وويل: ډېره ښه ده، که زه دا ثابته کړم، چې دغه قبرونه هېڅ حقيقت نلري او هېڅ کوم ولي په کې خښ نه دى، بلکې خلکو له ځانه خبرې ورپسې جوړې کړي او ترمنځ ىې مشهورې شوي؛ نو ته به يې ومنې؟!

سعيد له ځانه سره وبونګېد او بيا يې وويل: استغفر الله، دا ته څه وايې؟!

موټر روان شو او هغوى دواړه تر يوه وخته غلي وو تر دې چې هغو ودانيو ته ورسېدل، چې د کلي پر لاره اۤبادې شوې وې…

عادل سعيد ته مخ ور واړوه او ويې ويل: سعيده! اۤيا په دې ودانيو کې د کوم ولي يا نيک سړي قبر موندل کېږي؟

سعيد وويل: نه، ځکه پر لاره او په ودانيو کې د مړو خښول له عقل څخه لرې خبره ده!

عادل وويل: سعيده! په دې اړه دې نظر څه دی، چې د ىوه داسې قبر په اړه، چې نښې يې لمنځه تللي، خلکو ته خبرې وکړو، په هغې کې د پروت مړي د کراماتو په اړه ليکنه وکړو او بيا يې د خلکو ترمنځ خپره وکړو؟ بيا به ووينو، چې خلک دغه خبرې مني او که نه؟ زه خو خپله په دې عقيده يم، چې خلک به هرو مرو زموږ خبرو ته غوږ ونيسي، ارزښت به ورکړي، کېدای شي راتلونکى کال به پر دغه قبر ګنبده جوړه کړي، بيا به له هغه څخه خپل حاجتونه وغواړي، دا په داسې حال کې، چې په دغه قبر کې به هېڅ څوک نه وي!!!

سعيد وويل: له دې خبرو تېر شه، اۤيا ته ګومان کوې، چې خلک دومره ناپوهه دي؟!

عادل وويل: ښه دا راته ووايه، چې که له ما سره په دې کار کې مرسته وکړې؛ نو څه تاوان به وکړې؟ او کنه ته د خپلې خوښې نتيجې له راوتلو وېرېږې؟

سعيد وويل: نه، زه نه وېرېږم؛ خو د دې کار پر پايلو باوري نه يم!

عادل وويل: ښه ده، دا چې پوره راسره موافق نه يې؛ نو خوښه دې نه ده، چې د خاورو پر يوې ډېرۍ د (شېخ برکات) د زيارت نوم کېږدو؟

سعيد وويل: ښه ده، څنګه چې دې خوښه وي…

عادل او سعيد وپتېيله، چې دغه خبره په پوره نرمۍ سره په سلمانيو او ښوونځيو کې د خلکو ترمنځ خپره کړي، هلته چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي…

کله چې خپل کلي ته ورسېدل، سيده د سليم اکا سلمانۍ ته ورغلل او د هغه ولي او بزرګ په اړه يې ورسره خبرې وکړې او ويې ويل: هغه د الله تعالی پر وړاندې لويه مرتبه لري؛ خو د زيارت کوونکيو او له هغه څخه د حاجتونو غوښتونکيو شمېر لږ دى، ځکه خلکو ته يې قبر نه دى ور معلوم!

سليم اکا ترې د قبر د ځاى په اړه وپوښتل، عادل او سعيد ورته وويل: د نوموړي بزرګ قبر د کلي پر لاره او د ودانيو په منځ کې دى.

سليم اکا وويل: الحمد لله، چې الله تعالى په خپل کلي کې د ىوه بزرګ د قبر په پيدا کېدو سره قدرمن کړو، ما له کلونو هيله درلوده، چې زموږ په کلي کې هم يو زيارت وای؛ ځکه په ګاونډيو کليو ( الجديده او ام الکوساء) کې په لسګونو زيارتونه اۤباد دي او زموږ په کلي کې يو زيارت هم نشته!

عادل وويل: سليم اکا! شيخ برکات له نومياليو اولياوو څخه دى او د الله پر وړاندې لويه مرتبه لري…

سلماني چغې کړې: نو چې تاسو ته دا ټولې خبرې معلومې وې؛ نو بيا مو ولې ځان غلى کړى و؟!

د څو ورځو په تېرېدو دغه خبره په دومره تېزۍ سره په کلي کې خپره شوه لکه په بوساړه کې، چې اور بل شي…

خلکو د شيخ برکات په اړه ډېرې خبرې پيل کړې، ځينو هغه په خوب کې هم وليد او خبره تردې ځاىه ورسېده، چې په مجلسونو کې خلکو د هغه د قد، څپليو او  د پګړۍ د لويوالي په اړه بحثونه پيل کړل او د هغه کرامتونه به يې شمېرل…

په ښوونځيو کې به هم د شيخ برکات فضايل بيانېدل او کله چې خبره له حده واووښته، د عادل د صبر کاسه هم ډکه شوه او پر خلکو يې چغې کړې: اى هوښيارانو! دا خرافات پرېږدئ!

ښوونکو په يوه غږ وويل: خرافات؟! يعنې دا چې د (شېخ برکات) قبر حقيقت نه لري، اۤيا ته همدې ته خرافات وايې؟!

سعيد وويل: هو، دا ټول خرافات دي، درواغ دي، د هغه قبر اصلا نشته او د هغه په اړه ټولې خبرې له ځانه جوړې شوي دي!

ښوونکي په جوش راغلل او ويې ويل: وه هلکه! دا څه خبرې دي، چې ته ىې کوې؟! څنګه دا جرئت کوې، چې د (شېخ برکات) په اړه داسې خبرې له خولې را وباسې؟! شيخ خو هغه څوک دى، چې د کلي چينه يې په مبارکو لاسونو را خوټېدلې!!!

سعيد د هغوى د چيغو په اورېدو لږ پرېشانه شو، بيا يې وويل: د خپل عقل واګي بل چاته مه سپارئ، تاسې په خپله ښوونکي يئ او پکار نه ده، چې د هر قبر په اړه  داسې خبرې وکړئ او يا پر شيطاني خوبونو دوکه شئ!

په همدې وخت کې د ښوونځي مدير په بحث کې را ګډ شو او ويې ويل: سعيده! غلی کېنه! د (شېخ برکات) ټول صفتونه او کرامات حق دي، ولې پرون دې په ورځپاڼه کې ونه لوستل، چې د هغه په اړه ىې ليکنه کړې وه؟

هغوی په حيرانتيا وپوښتل: څه يې ليکلي وو؟

مدير په يوه ځانګړي انداز وويل: (شېخ برکات) په (١١٠٠) هجري کال زېږېدلى او د خالد بن وليد رضي الله عنه له اولادې څخه دى، هغه ډېر شاګردان درلودل او د ترکانو له پوځ سره يوځاى يې د صلىبيانو پر وړاندې په يوه مشهوره جګړه کې برخه هم اخيستې وه، په ليکنه کې راغلي وو: کله چې جګړه سخته شوه، (شېخ برکات) شهيد شو؛ خو د مړىنې پر وخت يې له خولې څخه يو اسوېلى ووت، چې يو سخت باد ترې جوړ شو او د صليبيانو لښکر يې سل (١٠٠) متره هوا ته پورته کړ او بېرته يې په وينو لېت پېت پر ځمکه را وويشت!!!

سعيد ووىل: ماشاء الله! خبريال د (شېخ برکات) په اړه دومره دقيق معلومات له کومه کړل؟!

مدير ووىل: دا هغه حقايق دي، چې تاريخ ثبت کړي، د هغه د پلار له کوره يې نه دي راوړي!

سعيد وويل: مدير صيب! مونږ ته پکار ده، چې د هرې خبرې په اړه تحقيق وکړو او په پټو سترګو يې ونه منو، بيا يې خلکو ته مخ ور واړاوه او په لوړ غږ يې وويل: اى خلکو! د (شېخ برکات) په اړه جوړې شوې خبرې هېڅ حقيقت نه لري او ټول درواغ دي، ما او عادل له ځانه دا خبره جوړې کړې وې ترڅو د خلکو جهالت او دا خبره معلومه کړو، چې خلک څنګه هره خبره بې تحقيقه مني او باور پرې کوي!

دغه دی عادل ستاسې پر وړاندې ولاړ دى، که غواړئ، پوښتنه ترې وکړئ!

خلک د عادل لور ته متوجه شول او ويې ويل: سعيده! موږ پوهېږږ، چې عادل هم ستا په څېر د هرې خبرې لپاره دليل غواړي او هغه خو لا له مخکې د اولياوو دښمن دى، ځکه نو تاسې دواړه چې هر څه ووايئ، موږ يې پروا نه کوو، بلکې موږ پر دې ايمان لرو، چې (شېخ برکات) په پخوا وختونو کې موجود وو او بله دا چې دنيا هېڅ وخت د اولياوو له زيارتونو نه ده خالي شوې، موږ الله تعالی ته له ګمراهۍ څخه پناه ور وړو!

سعيد او عادل دواړه غلي شول، په همدې وخت کې د ښوونځي زنګ وکړنګېده او هر ښوونکی خپل خپل ټولګي ته ننووت، سعيد هم پاڅېد او له ځانه سره يې ويل: اۤىا دا ټولې خبرې، چې خلک يې وايي او ورځپاڼې يې خپروي، درواغ دي؟ کېداى شي عادل ته به له مخکې د (شېخ برکات) قبر معلوم و او غوښتل به يې په دې کار سره ځان مخترع ښکاره کړي!!!

دې فکرونو سعيد پرېشانه کړى و؛ نو الله تعالی ته يې د شيطان له شره پناه ور وړله؛ خو دې کار ورته څه ګټه ونه کړه!

په سبا ورځ هم همدا بحثونه روان وو ان تر دې، چې د درسي کال تر پايه يې دوام وکړ او د اوړي رخصتۍ پيل شوې…

کله چې د اوړي رخصتۍ پای ته ورسېدې او نوى درسي کال پيل شو؛ نو عادل او سعيد به د تېر په څېر ښوونځي ته تلل راتلل…

عادل، چې د دې کيسې مخترع هم و، دغه خبره يې له ياده وتلې او د شيخ برکات کرامتونه يې هېر کړي وو…

يوه ورځ دواړه له يوې ډېرې عجيبه پېښې سره مخ شول او هغه دا چې خلکو د خاورو پر هغې ډيرۍ باندې، چې د (شېخ برکات) قبر يې باله، ىوه لوی زيارت او ترڅنګ يې يو لوى جومات هم جوړ کړی و، عادل موسکى شو او د سعيد پر لور يې ور وکتل ترڅو هغه هم ورسره د دې کار په ليدو په موسکا کې شريک شي؛ خو سعيد په ژورو فکرونو کې ډوب و او دعاګانې يې کولې، بيا يې له عادل نه وغوښتل، چې موټر ودروي، عادل موټر ودرواه، دواړو د قبر ترڅنګ فاتحه ولوسته او د (شېخ برکات) روح ته يې ډالۍ کړه…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *