تاند- په هرات کې نن د څلورو ولایتونو تر ۲ زره زیاتو دیني عالمانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

د هرات، غور، بادغیس او فراه ولایتونو دیني عالمانو وویل چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو د هلوځلو ملاتړ کوي.

دوی دغه راز وویل چې د افغان ملي ځواکونو له لوري له څه باندې یو کال راهیسي د ټولو امنیتي مسوولیتونو د منلو هرکلی کوي.

دا دیني عالمان، چې اکثره یې د جوماتونو ملاامامان ول، پر نورو دیني عالمانو هم ږغ وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

د هرات د یوه جامع جومات امام او د دیني مدرسې مسوول مولوي عبدالرحمن مولوي زاده وویل:«افغان امنیتي ځواکونه د دې خاورې بچیان دي، دوی خپل ټټرونه د هغو کسانو پر ضد ډال کړي چې په هیواد کې د سولې او ثبات خنډ دي.»

په هرات کې دیني عالمانو یوه اوونۍ وروسته له دې دا غونډه وکړه چې په ننګرهار کې دیني عالمانو په ورته غونډه کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

تر ننګرهار مخکې په کابل کې دیني عالمانو او د دیني عالمانو شورا د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړی و او د افغان امنیتي ځواکونو وژل یې ناروا بللی و.

اکثره دیني عالمان وايي، اوس چې بهرني پوځیان د جګړې له میدانه وتلي دي، د هر افغان امنیتي ځواک وژنه حرامه او لویه ګناه ده.

خو طالبان لا هم د افغان امنیتي ځواکونو او ټولو حکومتي مامورینو وژنه روا بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *