پوهنیار سیداصغر هاشمي

ګرانه ولسمشره!

موږ غلا نه کوو، د نورو حق نه خورو، غیبت نه کوو، څوک نه وژنو، درواغ نه وایو، چا ته تاوان نه رسوو، هېواد پلورنکي نه یو، جاسوسان نه یو، حرام خواره نه یو، نو په روغو انسانانو کې به څومره انسانان زما په شان دومره ښې ځانګړنې ولري؟

ستا په ټولنې کې ډېری خلک د نورو مال خوري. په جومات کې به غیبت کوي. د نورو په خوښۍ خپه او په خپګان به خوښېږي او د سادیزم په ناروغۍ به اخته وي. زه فکر کوم په عیني لحاظ تاسو ته لیونی ښکارم، خو په حقیقت کې اصلي لیونیان دوی دي.

زموږ د ژوند فلسفه د سدو انسانانو د ژوند سره توپير لري او خپله پاچايي د دوی په پاچايي نه ورکوو. زموږ په نظام کې مشري نه شته، ټول یو شان برابر ژوند کوو. که زه کور نه لرم، هغه بل یې هم نه لري. زما کالي شلیدلي دي، زما ملګری هم ښې جامې نه لري.

دوره ورځې مخکې مو پریکړه وکړه، چې د خپلې ډلې یو څوک مشر وټاکو، د هغه څخه مو د مشرۍ غوښتنه وکړه، موږ ته یې زموږ د پخواني مشر لیوني غني خان دا بیتونه وویل:

بادشاهي د جهان څه کړې

ځان له ولی زیاتی غم

د انصاف تلل مشکل دي

څه به ډېر کړې، څه به کم

ربه ما له که دې راکړه

بادشاهي د کُل جهان

زه به یې وغورځوم په ځمکه

لکه سوټه په ډېران

تاسو به د هارون الرشید د وخت هوښیار بهلول کیسه اوریدلې وي، چې د مشرۍ د نه کولو په سبب یې ځان په قصدي ډول په لیونتوب ووهه. په موږ کې ډېر لوی لوی انسانان تېر شوي دي، نو ځکه لیونی غني وايي:

ګفتار د لیونو کې وي ګلونه هم ماران

قطار د لیونو کې ډېر ولاړ پیغمبران

پروا یې غني نه کړي، که یې سپک تلي که دروند

تف! څه به دا جهان وي، څه به تول د دې جهان

ستاسو په شان افراط او تفریط نه کوو، چې یو دې په سلګونو کورونه ولري او ګاونډی یې په کیږدۍ کې پروت او په ولږه شپې تیروي.

د خپل ګاونډي حق خوري او سبا یې په مړي کې تابوت او کفن راوړي او لوی لوی خیراتونه کوي. په توره شپه یې حق خوري او په رڼا ورځ یې بیرته ورکوي.

لمونځ نه کوو، خو ما ډېر لمونځ کوونکي ولیدل، چې په سجده پراته د خپلو پیسو حسابونه کوي او یا یې ګيډه له حرامو ډکه وي.

زموږ یو بل لیونی قیس نومیده، چې په مجنون مشهور و. یوه ورځ خپلې مجازي مینې کې ډوب روان و، چې د لمونځ کوونکي مخکې تېر شو، لمونځ کوونکي مخ واړوه او ورته په غوسه یې وویل: ما لمونځ کاوه او ته مې مخکې تېر شوې، ده ورته وویل: زه مې د لیلا په مینه مست وم، ته راته نه ښکاريدې او که ستا هم د الله تعالی سره مینه وای، نو زه درته نه ښکارېدم.

روژه نه نیسو، خو ټوله ورځ وږي اوسو او یوه مړۍ ډوډۍ پسې مو سترګې ووتې او هغه بیت مې یادیږي چې وايي:

شیخ چې دیرش روژې پوره کړې، نو په ږیره یې لاس راښکو

دې ته نه ګوري د وږي چم کې هره ورځ روژه وي

حج نه کوو، خو هېڅکه مو د چا زړه ازار نه کړ او هغه بیت مو یاد دی، چې وايي:

دل به دست اور که حج اکبر است

از هزاران کعبه یک دل بهتر است

موږ نه پوهېږو چې الله تعالی به زموږ نه د دغو فرایضو پوښتنه څه ډول کوي، خو د روغو انسانانو یې پوښتنه حتمي ده، چې ډېر له دوی زموږ نه د فرایضو په ادا کولو کې سست دي.

کله کله ستاسو ځینې انسانان موږ پورې خاندي، خو چې موږ د دوی کړنو ته وګورو، دوی پورې خاندو او وایو شکر چې لیوني یو او په سد نه یو، کنه نو د ډېرو ګناهونو مرتکبین به وو. اوس به راسره حساب اسان وي، نه مو د چا مال خوړلی او نه ډېرې پيسې لرو.

د وخت د مشر سره د هوښیار بهلول، په دنیايي مال بحث پیل شو، چې په اخرت کې حساب کتاب ستونزمن دی او ځمکه لکه تبۍ سره وي. بهلول په سرې تبۍ ودرید او ويې ویل: «یو الول، بل بهلول، یو یې کند، بل یې کچکول»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *