سيد خير محمد عارف دا مهال د جنوبی پښتونخوا په ليکوالو کښی خورا لوئ نوم لری چی يو پياوړئ شاعر ، محقق ، تاريخ دان ، نقاد او ليکوال دئ . عارف صاحب په لومړی ديد لا خوند کوی ، سپينه چترالۍ پر سر ، وړه ږيره ، نورانی مخ ، ورين تندئ او هر وخت خندانی سترګی چی د مقناطيس په شان څوک خپلی خواته کشوی ، دده د دننه ښکلا څرګندوی او هم دا د عارف د برياليتوب راز دئ.
محترم عارف په اوسنی وختونو کښی د کوټی ښار د پښتو اکېډمۍ صدر دئ او ددغی اکيډيمی درې منزله خورا جديده او ښکلی ماڼۍ ده چی د نوی وخت ټول سهوليات پکښې دی. دلته په زړه پوری لائبرېری، د تقريباتو دپاره لوئ هال،کمپيوټر ريسرچ سېکشن ، د مېملنو د استوګنی پاره خونی او د اکېډيمۍ د کارکونکو دپاره دفتر دئ چی په اول ځل کتلو ئې د پښتو مينان خوشحاله سی . ښاغلئ عارف له تېرو پنځوسو کالو څخه د پښتو ژبی او ادب په مينه بوخت دئ او دغه مهال د يوې شعری مجموعې او د نيم درزن برابر انتقادی کتابونو ليکوال دئ.
که څه هم عارف صاحب په پښين کښی وزېږېدئ ، خو دده ټول ژوند او علمی او ادبی تربيه په لورالائ کښی وسوه چېری چی ده او دده ملګرو لکه پروفېسر رب نواز مائل ، سعيد ګوهر ، سرور سودائي ، عمر ګل عسکر ، عبدالکريم بريالی او ګل شاه خوستی غوندی نامتو ليکوالان دده ملګری وو چی وروسته دوئ د پښتو ژبی يو نامتو او پياوړئ ادبی تنظيم د ” پښتو ادبی ملګری ” تر نوم لاندی جوړ کړئ چی د پښتو ادب په پرمختګ او جديد کولو کښی ئې خورا ګټور کار وکړئ او باصلاحته ځوانان ئې پښتو ادب ته ور ډالۍ کړل او د جنوبی پښتونخوا يو نوئ ادبی مکتب ئې د لوالائې د مکتب په نامه له پښتو نړۍ سره معارفی کړ چی په دغه کار کښی د پښتو ادبی ملګرو د کوټی څانګه هم مخ په وړاندی وه. په لورالائ کښی چی کله نور مشران د خپل ژوند د مصروفياتو له سوبه له هغه ښاره ولاړل ، نو عارف صاحب په يکړ سر د ډېر مشکلاتو مقابله وکړه او ادبی ملګری ئې نه يوازی ژوندۍ وساتله ، بلکه په حکومتی مرسته ئې يو خورا لوئ هال او دفتر هم ور جوړ کړئ او تر اوسه هر کال يو داسی درې ورځنئ سيمينار په تواتر سره کوی چی د لر او بر ټولی پښتون خوا ليکوالان په باقاعدګی سره ګډون پکښی کوی او په دې لړ کښی ئې خورا ښه معياری کتابونه خپاره کړی دی . د لورالائې د مکتب تر ټولو لوی کمال دا دئ چی دې مکتب و پښتو ادب ته ځنی مخور ځوانان ور پيرزو کړل چی بل هيڅ يو تنطيم داسی پياوړی زلمی ليکوال نه دی پيدا کړی لکه په جديد پښتو ادب کښی سهيل جعفر ، محمود اياز ،افضل شوق ، رازق فهيم ، عارف تبسم ، دانيال طرير او فاروق سرور د هېرولو وړ نومونه نه دی ، هغه ځکه چی دا هر زلمئ اديب او شاعر نه يوازی په لره او بره پښتون خوا کښی خپل خپل نوم لری بلکه د ځانګړی مقام او شخصيت خاوندان هم دی . نن صبا عارف په کوټه ښار کښی استوګنه کوی ولی چی دلته دده د ټولو زامنو وظيفې دی .
عارف چی کله له لورالائ راخصتېدئ ، نو ټولو ملګرو او شاګردانو ئې د کوټی د تګ په ناسته کښی په خپلو ويناګانو کښی ژړل ، خو الله پاک عارف ددوئ کړئ دئ ، اوس هم هره مياښت ور ګرځی او په باقاعدګی سره ددوئ ادبی ناستی او بحثونه وی او دغه رنګه عارف د کوټی ښار ځوانان هم په خپلی رهبرۍ تازه کړی دی چی دا ډول ادبی ناستی کېږی او خورا نوی تخليقات مخی ته راځی . نن صبا عارف تل له سحاره تر ماښامه د اکيډيمۍ په ماڼۍ کښی ناست وی او ليکوالان او مينان ئې ورباندی ټول وی چی خورا تاوده ادبی بحثونه وی او دا رنګه د موټيوېشن په نتيجه کښی د پښتو ادب لمن ښکلی کېږی او خورا خوندور تخليقات ورته را روان وی .
سيد خير محمد عارف چی کله په اوسنيو وختونو کښی د اکيډيمۍ مشر جوړېدئ ، نو ئې دا ارمان وو چی يوه باقاعده درې مياښتنۍ ادبی ګڼه به مخته راولی . دا رنګه په خپلی ارادې کلک عارف پائ ددغی درې مياښتنۍ رسالې “ليکنی” لمړۍ ګڼه مخته اوس اوس راوسته چی تقريباً دوه نيم سوه مخه ده . پنځه برخی ئې دی چی لمړۍ د ادبی مضمونونو ، دويمه د نظم ، دريمه د غزلو ، څلرمه د افسانو او ترجمو او وروستۍ برخه د مېرمنو ليکوالو ده چی دې پلا پنځه مېرمنی ليکوالی پکښې دی چی د پښتو ادب د پرمختګ ريښتونئ زېرئ دئ او دغه اړخ دا څرګندوی چی پښتانه هم له نوی نړئ سره وږه په وږه روان دی او يو ژوندئ قام دئ .
له عارف صاحب سره په دې ادبی جريدې کښی ملګری د اکيډيمۍ جنرل سيکتر ډاکټر عبدالروف رفيقی ، پروفېسر محمود اياز، ډاکټر نصيب الله سيماب، پروفيسر برکت شاه کاکړ او حافظ رحمت نيازی دی ، ورسره ورسره خليل الله تصميم ئې کمپوزر ، فاروق سرور اېډوکېټ ئې قانوی صلاکار او د ډيزاېن خاوند ئې نصيب الله دئ . عارف صاحب وای چی څه خوند به وکړی چی د لری بری پښتون خوا پښتانه ليکوالان په دې درې مياښتنۍ ادبی جريدې کښی په تواتر سره ګډون وکړی . که څه هم د ليکنی لمړۍ ګڼه د خپل درانه وجود له سوبه په پنځو سوو کالدارو لا ارزانه ده ، خو بيه ئې ډېره لږ يو نيم سل کالداری ده که تاسی ليکنی رانيول يا په دې کښی ګډون غواړئ نو درک ئې دئ . ادبی جريده “ليکنی” پښتو اکېډيمی مېکانګی روډ کوټه ښار . دعا کوو چی محترم عارف دی په خپلو نېکو خوبونو او هڅو کښی تل بريالئ وی .