کمپيوټرمې خلاص کړ، نيت مې د څه د ليکلو و، خو اول مې په سکرين يوه رومانټيکه ويديو ننداره کړه، ورډ ته دننه کېږم، کومه موضوع راسره نه شته خو ليکلو ته مې نيت کړی، شايد دليکوال کېدو مينه وي، چې هر وخت پرته له موضوع د ورډ صفحه راخلاصوم او ليکل پيلوم.
اوس مې چې ليکل پيل کړي دي، ګڼې سوژې مې په ذهن کې راځي. د خپلو خاطرو په اړه، د ښه ملګري په اړه، د مطالعې په اړه، د خوښې د رشتې په اړه او ډېرې نورې هم …… خو زه يې له دې پيل کوم چې څنګه مې د ليکوالۍ مينه په زړه کې را وټوکېده؟
ماشوم وم، تصويرونه مې ډېرخوښيدل، د ټولو کتابونو پښتۍ مې په تصويرونه پسوللې وې، دا تصويرونه د ښکلو منظرو او ياهم د مشهورو هنرمندانو وو، شايد همدا مينه به وه، چې له ماناوو او ارزښتونو سره بلد شوی وم. ښار ته به چې راغلم مجلې او کتابونه مې اخېستل، ښکلي او پام اړونکي قلمونه او کتابچې مې د نفس غوښتنې وې، یو وخت مې د کتابونو په لړکې د نثر ليکلو هنر کتاب ترلاسه کړ، دغه وخت مې د کتابونو ليکوالانو او سريزو ته پام نه کاوه ، خو د خوښې فهرست به مې مطالعه کاوه، د شخصي ژوند د ياداشتونو او هره ورځ ليکلو او نه ليکلو په اړه مې په کې څو عنوانه مطالعه کړل.له همدې کتاب نه په ګټې اخېستنې مې د ياداشتونو ليکل پيل کړل. نه پوهېدم څنګه يې پيل کړم؟ څو ځله زړه ماتی شوم خو څه مې ونه ليکل. بله ورځ مې يو بل کتاب مطالعه کاوه، چې د نظم او نثر په اړه لیکل شوی و، کتاب کې یوې جملې چې ماته يې د ليکلوالۍ په برخه کې ستر نقل راکړ دا وه، همدا د خولې خبرې چې مونږ يې کوو په ليکلو ارزي خو يوازې يو اسان ترتيب ورته په کار دی. همغه و چې د خپل ياداشتونو په ليکلو يو څه بريالی شوم. د ليکوالی په برخه کې مې د انګلیسي ژبې همکاري هم له پامه نه لويږي، ځکه چې ګرامر،مضمون، پراګراف، جملې او کلمات مې د انګليسي په مټ وپېژندل او لومړنۍ ليکنې مې هم په انګليسي کې وکړې، خو ډېرې ساده او معمولي ليکنې وې.
له ليکوالو،شاعرانو او فرهنګيانو سره اړيکې یو بل باب دی،چې ماته يې د ليکنې او خپراوي جرئت راکړ، لومړي ځل لپاره له يوه ژونالېست سره مخ شوم، هغه سره مې په انګلیسي ژبه څو خبرې وکړي او خپل نظر مو سره شريک کړ، څه موده وروسته همغه ژورنالېست په يوه ورځپاڼه کې کار پيل کړ او ماته يې هم بلنه راکړ، په نوموړي ورځپاڼه کې مې د يوه همکار په ډول غيرې رسمي کارونه پيل کړل، اول ځل ليکنه مې چې وروسپارله، خوښه يې شوه او دخپراوي وړ يې وګڼله، همدا زما د ليکوالۍ پيل هم و،چې راته د منلو وړ و، له دې وروسته مې ګڼې ليکنې ددې ورځپاڼې لپاره کولې او هغوی به هم راته خپرولې، د لیکنې اېډېټ چارو سره هم په همدې ورځپاڼه کې بلد شوم.
له دې وروسته به چې کله کتاب پلورنځيو ته راتلم نو ضرور به مې د يو څو کتابونو نومونه د ليکوال له نوم سره يو ځای لېست کړي وو او د ځانګړو موضوعاتو په اړه به مې کتابونه اخېستل، له همدې ځایه د لیکوالو له نومونو او مفکورو سره بلد شوم، ډېرښه ښه ليکوالان مې وپېژندل، چې له جملې یې ځينې خداي ج بخښلي او ځينې يې په مهربانۍ دخدای ج لا هم ژوندي دي.
په دې وروستيوکې په ځان باوري يم، چې څنګه ليکنه کوم، او سوژې هم راسره بې شمېره شته، خو یوه ستونزه چې اوس مې هم ننګوي د وخت غيرې منظموالی دی. همدې ستونزې راته ډېر خنډونه جوړ کړي، چې ليکنې ته وخت ځانګړی کړم او د هر نظريې د ليکلو لپاره د مناسب وخت په لټه کې وم چې تر لوستونکو يې ورسوم.
که تاسو غواړئ ليکوال شئ، څه بايد وکړئ، چې په کم وخت کې له يوې ښې ليکنې برخمن شئ، په دې برخه کې د ښې او بدې ليکنې په اړه مالومات بايد له کتابونو ترلاسه کړئ خو لومړنی شرط مو د بيا بيا ليکلو او ډېرې حوصلې لرل دي. په لومړيو کې ليکونکي ته ليکنه کوم مسلکي کار نه ښکاري له دې سببه ورته په درانه نظرهم نه وي ژمن، همدا ستونزه ما هم لرله چې کله به له ليکنې ستړی شوم، نو بيا مې ورته هومره ارزښت نه ورکاوه لکه په لومړنۍ تلوسه کې.
خير دی کله چې ستړي شوئ قلم کتابچه مو پرېږدئ له خپل ځایه راپورته شئ او د طبیعت په اړه فکر وکړئ شايد، چې همدا طبیعت یو تصویر او نظر درکړي او بيا هم ليکلو ته زړه ښه کړئ، خو ذوق مو بايد هر وخت وپالئ. د لويو ليکوالانو پېښې هم درسره مرسته کوي، خو يو وخت به په دې پوه شئ، چې تاسو بايد ليکلو ځانګړي لار ولرئ، څو په همدې ډول خپل او د نورو نظريات سره يو ځای په نوې بڼه په يوه نوې نظريه بدل کړئ.
نور بيا ………..