د نثرپېژندنې لپاره د نړۍ بېلابېلو پوهانو خورا ډول ډول نظریات ورکړي، خو هغه پېژند، چې هم لنډ دی او هم پرې خورا ډېر کسان په یوه خوله دي هغه په دې ډول دی:
نثر هغه عبارت ته وایي، چې منظوم نه وي؛ یعنې ګډوډ، خور ور او دانه وانه. (پښتوـ پښتو تشریحي قاموس، څلورم ټوک، ۲۹۴۵ مخ)، البته له ګډوډ څخه يې موخه نااوډني نه ده؛ بلکې هغه خوند او کیف، چې په نظم کې را ټول شوی په نثر کې په شیندلي او خوره وره بڼه پروت وي.
نثر په لویه کې په دوه ډوله دی، چې یو ته يې مسجع او بل ته يې ساده یا بسیط نثر وايي.
مسجع نثر معمولاً د تصوفي متونو او سیاسي تحریکونو لپاره لیکل کېده، چې د دغو تحریکونو پلوينو به د نظم په څېر په یادو زده کاوه او ولس ته به يې ورزده کاوه؛ خو کله چې نړۍ یو کلی شو او له لومړنیو حالاتو [قرون اولیه] څخه را ووتله، ورسره په پښتو کې د نثر دا ډول هم په ټولیزه توګه له منځه لاړ او یوازې ساده نثر ته ډګر خوشې شو؛ خو ساده نثر هم په خپل منځ کې په څو ډولونو ووېشل شو، چې تاریخي نثر، څېړنیز نثر، ژورنالیستي نثر، ادبي نثر او دې ته ورته نورنثرونه.
که څه هم ځینې پوهان يې ژبه بولي او د نثر ويي له کارونې څخه ډډه کوي؛ خو که له دې اړخه ورته ځیر شو؛ نو په نثر کې شمېرل کېږي.
نثر یا په ټوله کې د بېلابېلو علومو او فنونو ژبه په نورو هېوادونو کې تر ډېره د اندېښنې وړ نه ده او نه د پښتو ژبې په څېر د لهجو قرباني شوې ده. په اروپايي هېوادونو کې د هر ډول ستونزمن نثر ستونزه تر ډېره هواره ده ځکه، چې د دغو هېوادونو وګړي په ټوله کې لوستي او د یو ژبني معیار تابع دي.
که په خپلو کې هر ډول لهجې کاروي؛ خو په لیکنۍ ژبه کې يې بیا معیار او بنسټ یو دی او ټول وګړي يې په مراعتولو مکلف دي؛ خو دلته خبره اپوټه ده. د معیار نه شتون یوه ربړه ده او د سواد د کچې ټیټوالی بله او تر ټولو ګواښوونکې ربړه.
د افغانستان په څېر هېواد کې عادي پوهنیزه ژبه هم کله نا کله درنه وي، څېړنیزه، سېمبولیکه او لهجوي ستونزه خو يې لا پر ځای پرېږده؛ خو له بده مرغه نن سبا د پښتو ژبې متن له همداسې ستونزو سره مخامخ شوی، له یوې خوا په ژبې کې خپلسریو او له بلې خوا د ډول ډول لهجو رامنځ ته کول ولس له لوی ګواښ سره مخامخ کړی دی او که حالت په همدې ډول دوام وکړي، لرې نه ده، چې دا یوه ژبه په څو لهجو ووېشل شي او نورې ستونزې هم وزېږوي.
نو د ژبپوهانو په وینا د حل تر ټولو ښه لاره يې داده، چې په هر حالت کې باید ساده لیکل وشي، چې هم ښه دي او هم يې ګټې عامې دي. البته ساده لیکل او په ژبه کې لنډون راوړل اوس د ټولې نړۍ معیار ګرځېدلی. نړۍ په دې لټه کې ده، چې څنګه خپله ژبه ساده، عامه او لنډه کړي؛ ځکه د دې پر ځای چې یو څوک د یوې علمي او څېړنیزې ژبې او یا هم د ساده متن د ځینو وییونو لپاره سیندونه ګوري ښه دا ده، چې هماغه وخت بچت او پر ځای يې ډېره مطالعه وکړي او د ډېرې مطالعې او عامه کچې د لوړاوي لپاره تر ټولو ښه د حللار د ساده لیکلو هنر دی، چې باید ټول یې په پام کې ونیسي؛ خو ساده لیکل هم ځانته قواعد او ارونه لري، چې که په پام کې ونه نیول شي ژبه او د هغې لوستونکي د اسانۍ پر ځای له ستونزو سره مخامخ کوي. پر دې بنسټ اړینه برېښي، چې د ساده لیکلو هنر لپاره ځینو آرونو ته ځيرنه وکړو:
له ساده نثر او ځانګړنو سره بلديت:
د ادب څېړونکو په اند ساده لیکل هم یو لوی هنر او مهارت دی، چې هر څوک دا وړتیا نه لري. د ساري په ډول کله چې موږ ورځپاڼه او یا کومه بله چاپي رسنۍ وینو، هیله مو دا وي، چې ټول مطالب يې درک کړو او پرې وپوهېږو، خو کله نا کله له داسې ستونزو سره مخامخ کېږو، چې مطلب ترې نه شو اخیستلی او یا هم په ډېرو لږو خبرو يې پوهېږو، چې لاملونو ته يې پورته نغوته وشوه؛ نو د حل اسانه لار يې دا ده چې په اسانه او معیاري ژبه ولیکل شي، چې هم ساده وي او هم ټول پرې پوه شي؛ خو په دې ځای کې پوښتنه پیدا کېږي؛ ساده لیکل څه ته وايي او ځانګړنې يې کومې دي؟
ساده نثر یا د لیکنې ساده ژبه هغې ته وايي، چې ټولمنلې، عامه او پر معیار ولاړه وي ټول لوستونکي پرې پوه او مفهوم يې درک کړای شي، ځينې ژبپوهان يې خوږه او وینا ته نږدې یا ویناییزه ژبه بولي، چې جملې يې لنډې، ساده او روانې وي او ترڅنګ يې لاندې ځانګړنې ولري:
ü اوږدې کلمې، جملې او ستونزمن پراګرافونه ونه لري.
ü لوستونکی د لوستلو پر مهال له ستونزو او د مطلب له مبهموالي سره مخا مخ نه کړي.
ü زایدې کلمې او عبارتونه په کې نه وي.
ü لیکوال خپله موخه په اسانه ورسولای شي.
ü ژبه يې معیاري او د لهجو قرباني شوې نه وي.
ü سمبولونه او اصطلاحات په کې تشریح او سپړل شوي وي. (۱)
د پورته ټولو ځانګړنو په پام کې نیولو سره اړینه برېښي، چې کوم ټکي باید په ساده کښلو کې په پام کې ونیسو:
ü ځينې په دې اند دي، هغه څه چې وایو هغه باید ولیکو هم، خو ژبپوهان بیا له دې خبرې سره مخالف دي، هغوی وایي، چې د وینا او د لیک ژبه توپیر لري او دغه توپیرونه د ژبې د ژوندي ساتلو په پار بویه په نظر کې ونیول شي؛ خو د لیک ژبه هم باید دومره پېچلې او نامانوسه نه شي، چې خلک يې په پوهېدلو کې ستونزه پیدا کړي؛ نو ځکه په ساده لیکلو کې په دې ټینګار کېږي، لیک دې هغسې ولیکل شي، چې وینایزې ژبې ته نږدې وي او دا هله کېدلای شي، چې زموږ درانه لیکوال په دې برخه کې ډېر تمرین وکړي او د بېلابېلو سیمو د خلکو خبرې ونغوږي او یا يې له وړاندې نغوږلې وي. خو معيار ته هم جدي پام په كار دى، چې د وينا ييز توب له امله د پښتو لاندې نشي.
ü ډېر ځله هغه څه مو، چې د بل له ژبې اورېدلې وي باید لیک يې هم د هغه په ژبه ونه کړو، ځکه دلته بیا د لهجې له ستونزو سره مخامخ کېږو، په کار ده، چې لیک په خپله ساده او روانه ژبه وکړو، چې هم پرې لوستونکي قانع شي او هم موږ مطلب خوږ او زړه راښکونکی بیان کړو، چې لوستونکی يې په لوستلو کې ترې خوند واخلي او یا لږ تر لږه په تکلیف نشي او نیمايي کې يې پرې نږدې په دې حساب هم معيار له پامه نه غورځېږي هم تر ډېره بريده د لوستونكو غوښتنې په پام كې نيول كېږى.
ü لنډې جملې د کلام په جاجونه کې پوره اغېز ښندي؛ په دې معنا چې اوږدې جملې او جوړښتونه هم د ژباړې په وخت کې ستونزې پیدا کوي او هم لوستونکی له ابهام سره مخامخ کوي، چې دا خپله د ساده نثر لیکلو لوی خنډ دی، نو بویه چې د لیک پر مهال دغه خبره هم په پام کې ولرو.
ü ډېر ځله زموږ لیکنې په اصطلاح له »فضل فروشۍ« او ځان ستاینې څخه ډکې وي او یا هم لیکوال په کې ځان دومره کمزوری او نالوستی معرفي کاندي، چې نور خلک د ده ستایلو ته اړ کړي.
په داسې حال کې، چې ساده لیکل پر اعتدال او منځوال باندې ټینګارکوي او هېڅکله د لیکوال د کوچنیتوب پلوي نه کوي. د ساده لیکلو هنر دا دی، چې انسان هر څه په ساده او روانه توګه بیان کاندي او هغه وړتیا، چې د لیکوال په ځاندره کې اغږل شوې هغه يې له قلمي وړتیا څخه زبات شي نه له خبرو، خو دغه قلمي وړتیا په دې معنا نه ده، چې ګواکې لیکوال ستونزمنو، جوړښتي او ترکیبي کلماتو ته ښاخۍ ورته کړي او دومره يې درنه کړي، چې لوستونکی يې په لوستلو کې له تندي ګونځولو او یا هم د مطلب په لومړیو کرښو او نیمايي کې له پرېښودلو پرته بل کار ونه کړي.
ü زموږ نثر د مترادفاتو او څېرمه وییونو څخه هم مالامال دی؛ د ساري په ډول ډېری وخت داسې مقالې او متون وینو، چې د ډېرو مترادفاتو له امله يې مطلب سوچه ورک شوی وي او یا هم کوچنی مطلب وي؛ خو د ترادف ځالو پرې پردې غوړولې وي. البته ژبپوهان له مترادفو وییونو سره هم همغږي نه دي، ځکه دوی وايي مترادف هېڅکله د یو بل ځای نه شي نیولای. د ساري په ډول تېږه، کاڼی، ډبره، ګټه، شنګېړ او کمر سره مترادف وییونه دي؛ خو هېڅکله یوه معنا نه لري او یا ډېر ځله موږ د زړه راښکونکي پر ځای خوندور وایو، په داسې حال کې، چې لیکنه هېڅکله خوندوره نه وي؛ بلکې زړه راښکونکې وي او همداسې اپوټه يې هم؛ نو د دا ډول مترادفاتو او بې ځایه وییونو کارولو له امله لوستونکی ستړی کېږي او لیکنه نه لولي، چې دا کار د لیکوال د مهارت پر ځای د هغه ناکامي ښيي. (۲)
ü په ساده لیکلو کې څېرمې جملې هم ساده لیکل زیانمنوي، په دې معنا زموږ د (روضة المجاهدین) اثر سره کار دی او غواړو په لنډیز سره په دې پوه شو، چې په دې کتاب کې کومو مهمو موضوعګانو ته نغوته شوې ده؛ خو په متن کې لولو، چې: »روضة المجاهدین محمد اخوندزاده لیکلی، چې د مولوي مغل خان زوی دی، په ۱۲۵۰ هـ ق کې زېږېدلی او په ۱۳۱۹ هـ ق کې مړ شوی دی. د لوګر په موسهي کې اوسېده په لښکر کې يې د مشر صفات بیان کړي دي…. «. (۳)
اوس نو له دومره اوږدو او څېرمه جملو سره د لوستونکي څه کار دی، ځکه لوستونکی یوازې د دغه کتاب له نامه او لنډې منځپانګې سره کار دی او غواړي په لنډو ټکو پوه شي، چې په دې کتاب کې کومو مهمو موضوعګانو ته نغوتې شوې او دوی ته يې کومې خبرې ډېرې ارزښتمنې دي؛ خو اپوټه موږ د کتاب پر موضوع نه؛ بلکې د لیکوال په لنډې پېژندنې پیل کړی او آن د نوموړي شجره مو د هغه تر نیکه پورې رسولې او دا مو ځانته معلومه کړې ده، چې نوموړی په کومه سیمه کې اوسېده، په داسې حال کې، چې اصلي خبره، چې هغه د مشرۍ صفات دي او د دې کتاب منځپانګه جوړوي وروسته په یوه کلمه کې راځي.
ü په ساده لیکلو کې باید له ګونګو او عمومي خبرو څخه هم ډډه وشي. په دې معنا احمد مو موخه وي؛ خو خبره عمومي كوو، په داسې حال کې، چې د خپل کلام جانبي زیانونو ته نه ځېر کېږو، ځکه ښايي هغه نیوکه، چې موږ يې په یوتن په یوې ځانګړې برخې کې کوو په ځینو نورو وګړو کې هم وي، خو په دې بڼه یا له اړوندې موضوع سره نه وي؛ نو ځکه لیکل باید پر شواهدو او سندونو ولاړ او نومونه پکې مشخص یاد شي او که د اړتیا له مخې نوم نه اخیستل کېږي؛ نو دومره ځانګړنې دې يې وویل شي، چې لوستونکی يې د ځانګړنو له مخې سم له واره وپېژني.
ü موږ په څېړنیزو لیکنو او یا هم خپله څېړنه کې هم ادبي او هنري ګړنې کاروو په داسې حال کې، چې د ادب څېړونکو له انده دا کار په ټولیزه توګه څېړنه زیانمنوي، یعنې زموږ کار به دا معنا ولري، چې موږ د میوو په ونو بحث کوو او ورته لیکو، چې د میوې ونې داسې دنګې او ښکلې دي، لکه زموږ د کلي بسوګۍ، چې هغه هم څو کماله لري، ښکلې هم ده، ژبوره هم ده، دنګه هم ده، نرۍ ملا هم لري او مننونکې هم، آن ځینې وخت خو… کوي یا انځرګل د زندان د تمبو شاته داسې پروت و، لکه زموږ د کلي ملنګی، چې ورونو لاستړلی د کوټې په کونج کې بندي کړی و، چې بیا کومه ناسزا ورته ونه ګوري. په داسې حال کې، چې په څېړنیزو متونو کې د انسان انسانیت ته تر تشبېه ډېرکتل کېږي او بسوګۍ له ونې سره تشبېه کول د هغې انسانیت ته سپکاوی دی او یا هم انځرګل او ملنګی سره تشبېه کول، په داسې حال کې، چې زندان خورا ممانعتونه او بندیزونه لري؛ خو ملنګی یوازې د ورانکارۍ له امله په کوټه کې اچول شوی، ټول امکانات ورته چمتو دي آن د کورنۍ غړي يې هم خدمت کولای شي او څه، چې وغواړي تر ډېره ورته ورکول کېږي، یوازې د لنډ وخت لپاره له بې ځایه ګرځېدلو منع شوی دی؛ خو انځرګل بیا د زندان له مشر نه نیولې تر پیاده پورې د ټولو د اوامرو تابع دی، له بهر نړۍ سره يې اړیکه په ټولیزه توګه پرې ده، خواړه يې په طبعه نه دي، هر وخت له کوټې وتلای نه شي، له چا سره خبرې نه شي کولای او آن د خپل وجود داخلي ستونزه هم د جېلر له اجازې پرته نه شي رفع کولای؛ نو دغه ډول جملې او هنریت زموږ څېړنې ته د ګټې پر ځای زیان رسوي او ډېر ځله د څېړنې داخلي سکښت له ننګونو سره مخامخوي.
د دې لپاره، چې دا موضوع یو څه نوره هم روښانه شوې وي، د ساده لیکلو یوې لنډې بېلګې ته به نغوته وکړو:ü زموږ په ساده نثرلیکلو کې بله او تر ټولو مهمه ستونزه د لرغونو وییونو او جملو کارول دي، د ساري په ډول موږ ځینې لرغونې ګړنې او وییونه لرو، كه څه هم اوس په خبرو او محاورو كې دومره نه كارول كيږي خو په خپله برخه کې کچ مېچ دي؛ خو په ساده لیکلو کې هېڅ ډول اړتیا ورته نه لیدل کېږي، ځکه نه پرې عام ولس پوهېږي او نه يې په هره لیکنه کې اړتیا محسوسېږي.
»زه ورسره ان تر دروازې لاړم، مخ يې راستون کړو ویې ویل:
بس نور مه راځه ډېر تشکر، د مېلمه پالنې نه دې، ويې خندل، د مینې ډکه خندا يې وکړه، ما هم ورسره خوله چینګه کړه، خدای په اماني مې ورسره وکړه او لاړه، بېرته چې راستون شوم، د سر ویښتان مې نېغ ودرېدل، دستي مې یوه ټونګه نسوار خولې ته وارتول، په فکر کې ډوب لاړم، ما وې ښه د کونډې زویه یو فقیر ملنګ لیکوال په غیر له دې ماموریته نور هېڅ نه لري، په کلي کې دې یو زوړ کور او زړه بوډۍ مور در پاتې ده، غریبۍ خو له وړکتوبه د هر شي له جرئته ویستلی يې…. په منډه له مېزه پورته شوم او په دېوال پورې ځوړندې هندارې ته ودرېدم، په خپلو ويښتانو مې ګوتې متې ووهلې، څه تمه مې ځانته پیدا شوه، زړه کې مې وویل:
ما به هره غرمه د ډوډۍ په سر له خپلو همکارانو سره ټوکې ټکالې کولې؛ خو په دې غرمه مې سپږه مړه وه، انډیوالانو راته وویل… « . (۴)سهاره له چا کم نه يې! خو په جېب کې دې غېران جان نه بودېږي. بیا مې څو ګامه په کوټه کې واخیستل، سګرټ مې ولګاوه، هغه مې فکر ته راغله، نوم مې هوسۍ دی، د ادبیاتو د پوهنځي محصله یم، چې دا د کافر لور څومره ښکلې ده؟ سرې نرۍ شونډې سپین غاښونه، تورې اوږدې سترګې، دنګه ونه، صراحي غاړه، تورې اوږدې زلفې، یا ربه چې څومره ښایست دې ورکړی دی. بیا مېز ته کښېناستم، له ځان سره مې ووې، د چونچڼې زړه دې دی دا څه کوې؟ غریب سړی او برګ يې سپی، پردۍ جینۍ پسې دې زړه لاړ.
د پورته متن په لوستلو او معنا کې هېڅوک ستونزه نه لري، هم ساده دی او هم روان، جملې يې لنډې او هنري دي، آن دا انځوریزې دي، چې په لوستلو يې د لوستونکو ذهن ته انځور مخ ته درېږي او د هغې مینې په خوند پوهېږي، چې تر اوسه يې ورته ارزښت نه ورکاوه او یا يې نورو پورې ملنډې وهلې، اوس ورته د ځان او د خپل هنر قدر معلومېږي او په دې پوهېږي، چې د خپل اواز له امله يې په ولس کې ځای موندلی؛ خو ترڅنګ يې له فقره هم ځورېږي او د ژوند له هغو شېبو، چې لا تر اوسه پورې په کې بندیوان دى تېښته کوي، چې ده ته خوځېدلې ښکاري، خو په حقیقت کې سکون او مینه په هماغه\ کلیوالي ژوند کې ده او هماغه خلک دي، چې موږ او تاسې يې تر دې پوړۍ پورې را رسولي یو؛ خو دریغه دریغه، چې تر اوسه د سیاستونو خوراک کېږو.
نو ساده نثر دا او دې ته ورته ځانګړنې باید ولري، چې هم پرې لوستونکی پوه شي، هم يې انځور مخ ته وړاندې شي، هم په کې د مفهوم د ښه جاجونې لپاره ګړنې، اصطلاحات او متلونه راشي او هم يې په اړه فکر او قضاوتونه وکړي، خپلې ګاندې ته يې ځیر کړي او د هغې بېوزلې ډلې په اړه يې هم فکر کولو ته اړباسي، چې له بده مرغه تر دې دمه ورته دوی د یو متمدن او یا هم په رښتینې معنا دانسان په سترګه نه دي کتلي او همداسې باید زموږ څېړنیزې جملې هم لنډې او د منلو وړ وي؛ خو د هنریت په اړه يې پورته څرګندونه وشوه، چې په څېړنه کې بيا هنر و خیال ځای نه لري.
اوس که د پورته بېلګې یو څو جملې په جلا جلا ډول راواخلو؛ نو خپله راته معلومات کېږي، چې څومره ساده او لنډې دي او ژباړه يې څومره په اسانه کېږي:
ü زه ورسره تر دروازې لاړم.
ü مخ يې راواړاوه.
ü بس نور مه راځه.
ü ډېر تشکر، د مېلمه پالنې نه دې. سمه بڼه يې داسې ده: له مېلمه پالنې نه دې ډېره مننه\ تشکر.
ü د [له] مینې ډکه خندا يې وکړه.
ü ما هم ورسره خوله چینګه کړه.
ü خدای پاماني مې ورسره وکړه.
ü بېرته راستون شوم.
ü د سر وېښتان مې نېغ ودرېدل.
ü یوه ټونګه نسوار خولې ته وارتول[واچول].
ü په فکر کې ډوب لاړم.
ü د کونډې زویه.
ü فقیر ملنګ لیکوال په غیر له دې ماموریته نور هېڅ نه لري. سمه بڼه يې: بېوزله لیکوال له ماموریت څخه پرته څه لري.
ü په کلي كې دې يو زوړ کور او زړه بوډۍ مور در پاتې ده.
ü غریبۍ خو له وړکتوبه د هر شي له جرئته ویستلی یې. سمه بڼه يې: مسکینۍ خو دې له کوچنیتوبه جرئت تروړلی.
او داسې نور… نو كه دپورته متن او جملو له ځينو نيمګړتياو څخه تېر شو ، يادې جملې هم ساده دي، هم روانې، او لنډې هم انځوریزې، هم کلیوالې او هم په اسانه ژباړل کېدلای شي، اېغې نېغې نه دي، چې ژباړن له ستونزو سره مخامخ کړي؛ نو ساده لیکل همداسې جملو ته وایي او همداسې کمالونه لري.
اخځليکونه
۱- ساده نویسی: تبیان انټرنټي پاڼه.
۲- اسدالله غضنفر: د نثر لیکلو هنر، په نیدرلنډ کې افغاني کلتوري ټولنه، سیدانو ټولنه، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ لمریز کال.
۳- الحاج عزیزالله دین محمد: پښتو ادب کې د مشرۍ څرکونه(د ماسترۍ تیزس)، پېښور، د دانش خپرندويې ټولنې تخنیکي څانګه، ۱۳۹۲ لمریز کال، ۱۷۳ مخ.
۴- محمداجان یار: هوسۍ »ناول«، پېښور، د پښتونخوا د پوهنې دېره، د دانش خپرندويې ټولنې تخنیکي څانګه، پېښور، ۱۳۸۵ لمریز کال، ۵ مخ.