ليکوال د يوې ټولنې ژبه ده چيرته چي د انسانانو ژبې له حرکته لوېږي هلته د ليکوال ګوتې خپل هنر ښيي، پر کوم سرحد چي د خلګو خبرې د دې جوګه نه وي چي تفاهم را منځ ته کړي هلته د ليکوال الفاظ دا مسئوليت ترسره کوي. ليکوالي ستر مسئولیت دی، هم لوړ ارزښت لري او هم ابديت.
خبرې تر الفاظو زيات اهميت لري، خبرې د الفاظو سرچينه دي مګر الفاظو په خپل ابدیت سره وکړای شول چي ځان د خبرو سيال کړي، د همدې بې جوړې ارزښت په وجه الفاظو د نړۍ تاريخ ته تغير ورکړ. د الفاظو له دې بې ساري ځواک څخه پرده ليکوال پورته کړه، الفاظو ته ابديت د ليکوال فکر ورکړ. د ليکوال هنر وو چي نړۍ يې د الفاظو له رازه خبره کړه. همدلته د يوه ليکوال ارزښت ښه پېژنو، له همدې ځايه پوهېدای شو چي له ليکوال سره يو تلپاتی ځواک مل دی، داسي ځواک چي د ده تر نيستي کېدو وروسته به هم د ده د ځواک سندرې وايي، د ده ستاينه به کوي، د ده له وړتياوو به ږغېږي او د ده هنر به تحليلوي.
د نړۍ د بدلونونو په بهير کي دوو شيانو ډېر مخکښ رول ادا کړی فکر او ليکنې، افکارو هم تل په ټولنه کي خوځښت را منځ ته کړی او بدلون ته يې لار هواره کړې او کله چي بيا دې افکارو د ليکنې بڼه خپله کړې دا انقلابونه يې دوامدار کړي او هغوی ته يې اوږد ژوند ور په برخه کړی دی. د خلګو او ټولنې پر ژوند د ليکوال اغېز بېخي جوت دی، د همدې بدلونونو په تاريخ کي داسي بېلګي بېخي ډېري دي.
که زموږ په څېر يوه له ناخوالو سره لاس او ګرېوان ټولنه وي دلته نه يوازي دا چي د ليکوال ارزښت خورا لوړ دی بلکي مسئوليت يې هم خورا دروند دی، که څه هم ليکوال به په خپل ژوند کي له خلګو ښه شاباسی نه کړي تر لاسه، خو د خپل ابدي هنر په مټ ليکوال کولای شي د ټولنې فکر اغېزمن او له دې لارې د سمون او بدلون لاره هواره کړي.
د ليکوال مسئولیت دی چي د ټولنې ستونزې وسپړي، د ټولنې عامه فکر وارزوي، د خلګو فکر بدلون ته وهڅوي، د ستونزو علاج تشخيص کړي او د خپل جادو په وسېله له مختلفو لارو د هغه څه تبليغ وکړي چي د سمون غوښتنه وي او په عيني حال کي له ټولنيز غبرګون څخه ځان خوندي کړي. د يوه ليکوال لپاره دا ګرانه خبره نه ده، له ده سره چي د مسحورولو کوم جادو دی د ټولنې له بل هيڅ فرد سره نه شته او دا افراد بايد په مسحور حالت کي د ځان پيروان کړي. له مسحورولو تر شعوره پوري د ټولنې د افرادو لار د ليکوال یو بل له جنجاله ډک مسئوليت دی، دا لاره ډېره اغزنه ده او په عيني وخت کي د ليکوال رښتنی مسئوليت دی.
ليکوال يو ټولنيز فعال دی، د ټولنې له لوري انتخاب شوی مسئول نه دی خو د شعور له خوا د رښتيا پالنې لپاره منتخب کس دی. څوک چي هم د ټولنیز سمون او بدلون بوج پورته کوي او هم د شعور مسئوليت ته اوږه ورکوي نو ارزښت به يې څومره لوړ وي؟ او هم به يې دنده څومره له عظمته ډکه وي؟. ليکوال د ابديت د لارې لاروی دی، هلته چي نيستي کېدل صرف يوه پېښه ده قانون نه دی، نو ليکوال بايد د خپل ابدي حيثيت له وجې تل د ټولنې اړتيا ته پام وکړي او د خپلې رښتنولۍ په مټ د ابديت په جهان کي خپل عظمت نور هم لوړ کړي او له حقه د دفاع ترخه وزغمي ځکه په بدل کي به يې د هميشه توب خواږه تر لاسه کړي.