راپور: جاويد واک –

په کابل کې د افغانستان د قلم ټولنې لخوا د شمال د تکړه فرهنګيال ګل رحيم نيازمن د درناوي غونډه جوړه شوه، چې پکې لسګونه ليکوالانو او شاعرانو ګډون کړی و.

دغه غونډه د ۱۳۹۳ کال د مرغومي پر ۲۳مه ماسپښين دوه بجې پيل شوه، چې تر مازيګر قضا يې دوام وکړ. د درناوي په دغه پروګرام د ګل رحيم نيازمن د شخصيت، ادبي هڅو او ليکوالۍ په اړه مقالې ولوستل شوې او تر څنګ يې يو شمېر ليکوالانو خبرې هم وکړې.

د قلم ټولنې مشر محمد نواز حقيقت د پرانيستې په وينا کې وويل، چې قلم ټولنه دا خپله دنده ګڼي تر څو د هيواد د بېلابېلو سيمو او ژبو ليکوالان او شاعران وستايي.

1هغه د دې کار موخه د لا ډېر کار کولو لپاره د فرهنګيانو هڅول په ګوته کړل او زياته يې کړه، چې زمونږ بل هدف دا دی چې فرهنګيان خپلو کارونو ته لا ډېر متوجه کړو.

نوموړي  زياته کړه، چې نيازمن په شمال زون کې د خلکو د فکري لوړوالي لپاره ډېرې هڅې کړي، نو ځکه قلم ټولنې دا غوره وګڼله، چې دی وستايي.

ښاغلي حقيقت همدا راز وويل، چې قلم د ټولو افغانانو ټولنه ده او په هيواد کې به د ادبي او کلتوري ودې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ورپسې د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون په شمال کې د ګل رحيم نيازمن په هڅو او کړنو وغږېد او دی يې د درناوي حقدار وباله.

ښاغلي ازمون وو‎يل، چې ګل رحيم نيازمن په شمال زون کې ډېر تکليفونه ګاللي او په دغه زون کې چې هر ګام پورته کېږي، نو د هرو مرو د نيازمن لاس پکې وي.

هغه زياته کړه، چې نيازمن هغه مهال شمال ته لاړ، چې هلته د پښتو ژبې د ودې پاره ګام پورته کول تر ټولو ستونزمن کار و، خو دې ښاغلي دغه ګام پورته کړ او د هغه ځای په فرهنګي بهير کې يې د انقلاب راوستو لپاره مټې راونغاړلې.

نوموړي همدا راز وويل، چې نيازمن يو پلټونکی انسان دی او د نورو ادبي هڅو تر څنګ يو فعال ژورناليست هم دی.

ازمون پر نويو خبريالانو غږ وکړ، چې د لا ډېرو زده کړو لپاره دې د ګل رحيم نيازمن له ليکل شويو فيچرونو څخه ګټه پورته کړي.

د استاد ازمون په وينا په شمال زون کې لا ډېر کار ته اړتيا ده او په دې برخه کې د نيازمن هڅو ته لا ډېره تمه ده.

د غونډې په ترڅ کې د کندز ولايت فرهنګيالي نور رحيم عاطف د نيازمن د کړنو په اړه وويل، چې د نوموړي په هڅو پسرلی کلتوري ټولنه جوړه شو او همدا راز يې د کندز بېلابېلو سيمو ته ادبي فعاليتونه و غځول.

هغه وويل چې په کندز کې د نيازمن په هڅو ښوونيز او روزنيز پروګرامونه جوړ شوي او په دې برخه کې لسګونه ځوانان روزل شوي دي.

د نيازمن د هڅو په اړه د بلخ ادبي خوځښت مشر، ليکوال او شاعر ذبيح الله احساس مقاله ليکلې وه او په يوه برخه کې يې ويل شوي وو: (( کندوز په تېره ديارلس کلنه دوره کې د شمال د بل هر ولايت تر څنګ ډېر د ناامنۍ ښکار شوی؛ خو نيازمن صيب، چې نه د قومندان زوی و او نه يې هم زر او زور درلود؛ هم يې ځان وپاله، هم يې کورنۍ او هم يې موږ-د شمال پښتانه وپاللو. اوس نو کندوز هغه کندوز نه دی، چې په اړه به يې ويل کېدل: که مرګ غواړې کندوز ته لاړ شه، د کندوز په اړه دغه معقوله که زموږ نيکونو د شمال د وچو ډاګونو په ابادولو غلطه ثابته کړه؛ نو د نيازمن په څېر ملګري ځوانان يې د قلم او د افغان ادب پالنې له لارې ناسمه بولي)).

د احساس په خبره ګل رحيم نيازمن د کندز په جنګي چاپيريال کې ځوانان راټول کړل، د مرميو په باران کې يې هغوی ته قلم په لاس ورکړ او د پسرلي ټولنې غونډې يې ژوندۍ او په شور کې وساتلې.

د کندز ولايت مشر فرهنګيال غلام حيدر حيدر د نيازمن د لوړې حوصلې او جدي کار ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې نوموړي په کندز کې تيت او پراګنده فعاليتونه منسجم کړل.

د حيدر په وينا په کندز کې د ټولو فرهنګي چارو تر شا ګل رحيم نيازمن په مستقيم او غير مستقيم ډول لاس لري.

د هجرت پر مهال د نيازمن فرهنګي ملګري زين الله شهيدزوی د هغه خاطرات بيان کړل او زياته يې کړه چې د هجرت په کلونو کې ځينو کړيو په پېښور کې د دوی د فرهنګي هڅو مخنيوی کاوه، چې د نيازمن په لارښونه او هڅو دغه چاره په سمه توګه ترسره شوه.

شاعر او ليکوال عطالله خان حيران په خپلو خبرو کې وويل، چې  نيازمن صادق، رښتينی او زړور انسان دی، نو ځکه يې په شمال کې پر اغزنو لارو ګامونه پورته کړي او د خپل منزل پر لور روان دی.

په پای کې استاد نورالحبيب نثار د غونډې د ارزونې په برخه کې وويل، چې ځوانان بايد په ځوانۍ کې وستايل شي او د دې کار لپاره يې له قلم ټولنې څخه مننه وکړه.

هغه وويل چې د ګل رحيم نيازمن او ملګرو په هڅو له سالنګونو اخوا د پښتو ادب شمعې بلې شوي او  لا به روښانه وساتل شي.

له ويناوو وروسته د بلخ ادبي خوځښت لخوا نيازمن ته د وياړ پټکۍ د خوځښت د استازي توريالي جلالزي لخوا ور پر سر شوه او د لوی افغانستان ولسي خوځښت لخوا ستاينليک ورکړل شو.

په پای کې ګل رحيم نيازمن له قلم ټولنې او ټولو فرهنګيانو څخه مننه وکړه، چې د ده په درناوي يې غونډه جوړه کړه او ګډون يې پکې وکړ. هغه وويل چې لا به هم په شمال کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او هلته به خپلې فرهنګي او ادبي کړنې روانې ساتي.

ګل رحيم نيازمن په ۱۳۵۶لمريز په کندز کې زېږېدلی، د شېرخان ليسه يې لوستې، وروسته د ننګرهار پوهنتون کمپيوتر ساينس څانګې ته بريالی شو، دوه کاله يې دغه پوهنځی ولوست، چې بيا يې د ځينو ستونزو له امله پرېښود.

نيازمن په ۱۳۸۸ کې يو ځل بيا د کانکور ازموينې له لارې ادبياتو ته بريالی شو او په ۱۳۹۱ کې ترې په لوړه درجه فارغ شو.

د شعرونو يوه ټولګه، د ګڼو تحقيقي راپورونو يوه ټولګه، پخوانی قطغن او اوسنی کندز په نامه تحقيقي کتابونه يې چاپ ته چمتو دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *