د شمس الله عمري |

څرنګه چې د زده کړې په بهير کې ښوونيز نصاب يو له بنسټيزو اجزاو څخه ګڼل کیږي او د يو ښه معاصر ښوونيز نصاب لرل کولی شي د يوې ټولنې د ښوونې او روزنې په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي. د نړۍ په ډېرو پرمختللو او د پرمختګ په لور روانو هېوادونو کې د معمول سره سم هر څو کاله وروسته ښوونيز نصاب نوي کيږي تر څو د وخت غوښتونو او د خلکو اړتياو ته ځواب ووايي او اړين اصلاحات په کې راوړل شي. د پوهنې وزارت د ليک لوست زده کړې معينیت هم په پخواني ښوونيز نصاب کې ځينو ستونزو او د خلکو بيا بیا غوښتونو ته په کتنې سره دې ته اړ شو چې د یونسکو په مالي او تخنيکي مرسته د ليک لوست زده کړې لپاره نوی ښوونيز نصاب چمتو کړي. دا ښوونيز نصاب د پخواني ښوونيز نصاب په پرتله ډېرې ځانګړنې او ښېګڼې لري، چې د هغو پېژندنې ته ستاسې درنو لوستونکو پام را اړوم.

نوی ښوونيز نصــــاب عمــــــــدتاْ په دوه مهمــــــو برخــــــو؛ عمومــــــي ليک لـــــــــوست زده کـــــــړه (Basic General Literacy) او د حرفې پر بنسټ ليک لوست زده کړه (Skill Based Literacy) کې چمتو شوی دی. د دې ښوونيز نصاب د چمتو کولو او پراختيا چارې د ۱۳۹۴ لېږديز لمريز کال په لومړيو کې پیل او د ۱۳۹۵ لېږدیز لمریز کال په پای کې بشپړې شوې. په پيل کې د ښوونيز نصاب چوکاټ جوړ او د ۱۳۹۵ لېږديز لمريٍز کال د وري په ۱۴ مه د پوهنې د وزیر له خوا تاييد او لاسلیک شو، چې د دې ښوونيز نصاب چوکاټ پر بنسټ ټولې هغه مؤسسې او ادارې چې د ليک لوست زده کړې په برخه کې کار کوي، کولی شي د خپلو ځانونو لپاره ښوونيز نصاب او درسي کتابونه جوړ کړي. په دې چوکاټ پسې په پورته دواړو برخو یعني (BGL) او (SBL) کې د ښوونيز نصاب او درسي کتابونو د پراختیا او چمتو کولو چارې پيل شوې او د ۱۳۹۵ لېږدیز لمريز کال په ورستیو کې پای ته ورسېدلې، چې هره برخه يې په لاندې ډول تاسو ته درپېژنو:

عمومي ليک لوست زده کړه (Basic General Literacy)

د عمومي لیک لوست زده کړې په برخه کې ټول پنځه کتابونه چمتو شول، چې د زده کوونکو د لوستلو، ليکلو او حساب وړتياوې پياوړې کوي. د دې برخې د کتابونو د چمتو کولو چارې د ۱۳۹۵ لېږدیز لمریز کال د غويي په میاشت کې د څلورو کاري ډلو له خوا د کورنیو او بهرنیو متخصصینو تر څارنې لاندې پیل او د همدې کال په ورستیو کې پای ته ورسېدې. د یادونې وړ ده چې دغه کاري ډلې د ليک لوست زده کړې معينیت د نصاب او ښوونکو د روزنې د ریاستونو له کارکوونکو، د يونسکو دفتر له تخنيکي همکارونو او د لیک لوست زده کړې د کورسونو له ښوونکو څخه جوړې شوې وې. بیا دغه کتابونه د ۱۳۹۵ ليږدیز لمریز کال د سلواغې په ۲۵ مه د پوهنې وزیر له خوا د تایید په موخه لاسلیک او د ۱۳۹۶ لېږدیز لمریز کال د وري په میاشت کې چاپ ته ورسپارل شول.

  • د قرآنکریم زده کړې کتاب (پښتو او دري): د قرآنکریم کتاب لوستونه په څلورو برخو کې ترتیب شوي دي، چې لومړۍ برخه یې د تورو د شکل، غږ او حرکاتو پېژندنه په پیل، منځ او پای د کلمې کې ده، دویمه برخه يې د سکون پېژندنه او کارول، درېيمه برخه يې د همزې پېژندنه او څلورمه برخه يې د قرآنکریم د سورتونو روان لوستل دي.
  • د پښتو/دري لیک لوست زده کړې کتاب: ۸ فصلونه، ۴۰ لوستونه او ۱۹۲ مخونه لري. د دې کتاب په لوستونو کې داسې ګن شمېر فعالیتونه ځای پر ځای شوي دي، چې زده کوونکي د هغوي په سرته رسولو سره کولی شي د لوستلو او لیکلو وړتیاوې ترلاسه کړي. په دې کتاب کې د پښتو او دري ژبې غږونو د پېژندنې له پاره د غږپوهنې له میتود څخه کار اخیستل شوی دی.
  • د ریاضي لیک لوست زده کړې کتاب (پښتو او دري): ۲۲ لوستونه او ۹۱ مخونه لري، چې په عمومي توګه له ۱- ۵ رقمي عددونو لوستل او لیکل، څلور ګونې عملیې، د حساب ماشین کارول، د کسر پېژندنه، هندسي شکلونه او د اندازې اخیستلو واحدونه زده کوونکو ته ورښيي.
  • د پښتو او ریاضي د لیک لوست زده کړې کتابونو لپاره د زده کوونکي د ارزونې کتابچه: دا کتابچه په بېلا بېلو پړاونو کې د زده کوونکو د زده کړې د کچې د معلومولو په موخه جوړه شوې ده، چې په عمومي توګه ۲۰ ارزونې لري. له دې جملې څخه ۱۲ ارزونې د پښتو/دري کتاب او پاتې نورې ۸ ارزونې يې د ریاضي کتاب له پاره ځانګړې شوې دي.
  • د لیک لوست زده کړې کتابونو د تدریس لارښود (پښتو او دري): په دې لنډ لارښود کې کوښښ شوی دی، چې په ډېره لنډه توګه د لیک لوست زده کړې نوي کتابونه، موخې او د فعالیتونو د سرته رسولو طريقې، ښوونيز پلان او د زده کوونکو د ارزونې کتابچه معرفي شوي دي.

د حرفې پر بنسټ لیک لوست زده کړه (Skill Based Literacy)

د حرفې پر بنسټ د لیک لوست زده کړې پروګرام د هغې نیازسنجۍ د سروې په پایله کې چې د لیک لوست زده کړې معینیت له خوا د یونسکو دفتر په مالي او تخنیکي مرسته ترسره شوې وه، چمتو شوی دی. د دې پروګرام موخه دا ده، چې سواد ته له عملي مهارتونو سره تړاو ورکړي او فارغین یې وکولی شي د هېواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي. دا یو داسې پروګرام دی، چې په هغې کې زده کوونکي د لیکلو او لوستلو سربېره یوه عملي حرفه هم زده کوي، تر څو د هغې په کارولو سره په خپل ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته او د ځان او ټولنې په اقتصادي پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

داسې پتيل شوې ده، چې د حرفې پر بنسټ لیک لوست زده کړې په پروګرام کې د ۸ حرفو لپاره کتابونه چمتو شي، چې د هغوي له ډلې څخه د لاندې څلور حرفو لپاره کتابونه جوړ شوي او د چاپ چارې يې روانې دي:

  1. خیاطي
  2. د شاتو مچیو روزنه
  3. د چرګانو روزنه
  4. لبني محصولات

د لاندې څلور حرفو لپاره کتابونه د چمتو کېدو په درشل کې دي، چې د چاپ چارې به يې په راتلونکي کې ترسره شي:

  1. اساسي روغتیا او لومړنۍ مرستې
  2. د کبانو روزنه
  3. د سبزیجاتو کرنه
  4. د شخصي سوادګرۍ پیل

د لیک لوست زده کړې د نوي ښوونیز نصاب ځانګړنې

د لیک لوست زده کړې په نوي ښوونیز نصاب کې هڅه شوې، چې د پخواني ښوونیز نصاب نیمګړتیاوې له منځه يوړل شي او د نړۍ د معیاري نصابونو سره همغږي ولري. دا ښوونيز نصاب د نورو نصابونو په پرتله ډېرې ځانګړنې لري، چې تر ټولو مهمې یې په لاندې ډول دي:

  1. قابلیت محوره: په دې ښوونيز نصاب کې کوښښ شوی، چې د قابلیتونو ته د محتوا په پرتله ډېره پاملرنه وشي. ځکه، چې په پخواني نصاب کې پر محتوا باندې ډېر ټینګار شوی وه.
  2. فعالیت محوره: د لیک لوست زده کړې په نوي ښوونيز نصاب کې د نورو ټولو نصابونو په پرتله ډېر شمېر فعالیتونه ځای پر ځای شوي دي، چې د زده کوونکو د لوستلو، لیکلو او حساب مهارتونه پياوړي کوي.
  3. شاګرد محوره: د لیک لوست زده کړې په دې نصاب زده کوونکی د ښوونکي په پرتله ډېر فعال دی او ښوونکی یوازې د یو تسهیل کوونکي رول لوبوي.

د لیک لوست زده کړې نوی ښوونیز نصاب د هېواد په کچه لومړنی ښوونیز نصاب دی، چې د پورته یاد شویو ځانګړنو په پام کې نیولو سره چمتو شوی دی. دا نصاب به د روان کال لپاره “په افغانستان کې د لیک لوست زده کړې  پياوړتیا (ELA)” پروګرام په کورسونو کې په ازمایښتي توګه تطبیق شي. په هېواد کې د لیک لوست زده کړې له ټولو ښوونکو او نورو کار کوونکو څخه په ډېر درنښت هیله کيږي، چې د تطبیق په بهیر کې د دې ښوونیز نصاب او درسي کتابو د لا ښه کولو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه د لیک لوست زده کړې له معینیت سره شریک کړي.

هغه مؤسسې، چې د لیک لوست زده کړې په برخه کې کار کوي، کولی شي په خپلو کورسونو کې د تدریس په موخه دغه نوی ښوونیز نصاب او درسي کتابونه وکاروي. په سافټ بڼه، د دې کتابونو د ترلاسه کولو لپاره دوي کولی شي چې د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې معینیت ته مراجعه وکړي.

One thought on “د ليک لوست زده کړې د نوي ښوونیز نصاب پېژندنه”
  1. که دا کتابونه آنلاین کړئ، نو ډېرو خلکو ته به ګټه وکړي.

    په درنښت
    حامد ننګرهاری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *