قطار ظفري

نېټه:۱۳۹۸/ د لړم/۳

لوی خدای (ج)هر انسان ته په یوه نه یوه برخه کې استعداد ورکړی ده. بختور هغه څوک دی،  چې خپل استعداد وپېژني او له هغه سره خپلې هلې ځلې او تصمیمونه ملګري کړي او له دې لارې خپل ځان د موفق انسان په توګه ثابت کړي، مګر د دې ترڅنګ په ټولنه کې داسې خلک کم نه دي، چې نه یې خپل استعداد کشف او پېژندلی او نه هم د یوه بریالي انسان په توګه میدان ته راوتلي.

دا ډول خلک تل د شکایت په حال کې وي نه له ځانه راضي وي او نه هم له نورو، چې عامیانه لهجه کې دا ډول خلک نابریالي خلک بللی شو. دوی دخپلې ناکامې بې شمېره دلایل وړاندې کوي هر کله، چې کوم کار ته مخه کړي د کار د سرته رسول پر ځای دکار په پاته کېدلو ټینګار کوي .

د رواني مسایلو له مطالعې، د ورځني ژوند له تجربو او مشاهدو کولای شو چې د لټو کسانو د  د بهانو یو لېست چمتو او تاسو ته يې وړاندې کړم:

۱- که چېرې له ماسره خلکو مرسته کړې وای…

۲- که چېرې امکانات کم شوي نه وای…

۳- که چېرې شرایط ښه وای…

۴- که چېرې نورو خلکو زما خیال ساتلی وای…

۵- که چېرې د خلکو خبرې نه وای …

۶- که چیرې وخت سمه یاري کړې وای…

۷- که چیرې نورو خلکو نه وای وېرولی…

۸- که چېرې پېښې راته نه پېښېدلی…

۹- که چېرې پیسه دار دنیا ته راغلی وای …

۱۰- که چېرې مې نورو خلکو فکر نه خرابولی…

۱۱- که چېرې د بدو سترګو اثر نه وای…

۱۲- که چېرې مې د مرستې څوک لرلی…

۱۳- که چېرې کوم بل ځای کې اوسېدلی…

۱۴- که چیرې د پلاني پر ځای وای….

۱۵- که چېرې خلکو نه وای په تنګ کړی…

۱۶- که چېرې بې حوصلې شوی نه وای…

۱۷- که چېرې زما سره ټول مخالف نه وای….

۱۸- که چېرې موقع راشي…

۱۹- که چېرې مې له لاسه پېسې نه وای وتلې .

۲۰- که چېرې مې یوازې د ځان له پاره کار کولای.

د یوکار د ترسره کولو لپاره د لټانو، ناکامو او مکارو کسان  ځانګړتیاووي دي. د دې پر ځای، ځان په روحي او جسمي ډول چمتو کړي، ځانته جرئت ورکړئ .

خپله روحیه لوړه وساتئ او منفي افکار له ځانه لرې کړئ.

خپل حالات وسنجوئ او د ځان لپاره مناسب پلان جوړ کړئ دې ته دقیق شي کله، چې باور ولرئ چې دا کار ناشونی دی ستاسو فکر په داسې دلایلو پسې ګرځي، چې ستاسې همدا منفي باور ثابت کړي، خوکله چې دې باور شو چې دا کار شونی دی نو ستاسو فکر د هغو د سرته رسولو لارې چارې لټوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *