خبریال: عادل –  په لشکرګاه کې نن سهار ۹ بجې او ۱۵ دقیقې په انتحاري برید کې ۵ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ژوبل شول.

د هلمند امنيه قومندان وايي، دا برید د امنيه قومندانۍ ودانۍ ته نږدې وشو چې په پايله کې يې ۵ کسان مړه او ۱۵ ژوبل شول. ټول ټپیان ملکیان دي.

پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، په وژل شويو کې ۳ ځان وژونکي هم شامل دي.

له بل پلوه د هلمند د عامې روغتيا رئيس عنايت الله غفاري رسنيو ته ويلي چې د پېښې له ځایه تر دې دمه د دوی روغتون ته ۲ مړي او ۳۵ ټپيان وروړل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د لښکرګاه د ننني بريد مسؤليت په غاړه نه دی اخيستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *