د لمند د مندني ټولنې خبرپاڼه :
نن شنبه هلمندمدني ټولني ته لسګونه دوکانداران پدی موخه راغلي وه چي ویل یې ښاروالي دجوازونو قیمتونه د تیرو کلونو په پرتله لس چنده لوړکړي دي دوی وایي ښاروالي تیرکال په یوه جواز دوه سوه افغانۍ اخیستلي خو سږکال ښاروالی دیوه دوکان جواز ۲۰۰۰ زره افغانی کړي دي.
دغه هټیوال وایی چي له یوه لوري په هلمند کي جګړه ،ناامني ، او دلویو لارو بندښت هغه څه دي چي ددې ولایت اوسیدونکي یې له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغوی وایي د تیرو کلونو په پرتله کاروبارشتون نلري خو ولي ښاروالي دجوازونو قیمتونه لوړکړي چي هټیوال یې پیسی نسي برابرولاي.
دهلمندمدني ټولني مشرسردارمحمدهمدرد وایې له ښاروالي سره به په ګډه د هټیوالو دجوازونو لوړ قیمتونو په هکله له ښاروالي سره خبري اتري وکړي ترڅو دغه قیمتونه راټیټ سي.
هغه وایې د باامنه ولایتونو او نورو سره هلمند فرق لري نه کاروبارد تیرو کلونو په پرتله دی او نه هم امنیت
همدرد له ولایتي اداري غوښتنه وکړه چي دخلکو ستونزي واوري او دهغوی لپاره چي لس چنده دجوازونو قیمتونه لوړسوي راټیټ کړي ترڅو خلګ خپل کاروبار ته مخه وکړي
خو له بل لوري ښاروالی بیاوایې
هلمند کي داسي مهال ښاریان دجوازونو له لوړقیمتونو سرټکوي چي له تیرو اتو میاشتوراهیسی ددې ولایت ډیري سیمي وسلوالو طالبانو ترخپل کنترول لاندي راویستی او دښارله څلورو حوزو یې یوه له وسلوالو طالبانو سره او پاتې دری نوری یې دافغان دولت ترولکي لاندي دی چي ددولت وسلوال مخالفین کله ناکله پري بریدونه کوی.