کابل راډیو خپل سر خوړلی و. د شریعت غږ راډیو په نوم یې نشرات کول. هغه مهال د راډیو څپو موسیقي هیره کړې وه. تفریحي پروګرامونه هم نه وو.

د استاد ناشناس، ایوب استاد، استاد اولمیر او… ځای درویش صیب، سراجی صیب، ګوهري صیب، سودايي صیب او… نیولی و.

ډاکټر باز محمد ښادمن په همداسې وخت کې  د شعر او ادب امر شو . یوه ورځ د همده په مشوره سره کښیناستو، غوښتل مو داسې پروګرام په رضاکار ډول وچلوو چې هم معلوماتي وي او هم ادبي ذوق له جل وهلو وژغوري.

په ناسته کې پریکړه وشوه چې د (ادبي انګازې) په نوم اونیزه خپرونه به چلوو. په دې خپرونه کې ادبي بحث کیده، کره کتنه کیده، شعر ویل کیده او…

دا پروګرام په پښتو او درې و. د پښتو لپاره ښاغلی عبدالغفور لیوال او زه غوره شوم او د دري لپاره نقاش او شاعر احمد ضیاء کوشا ، شاعر او لیکوال ملیار کاکړ ( چې وروسته یې پښتو برخه کې هم کار کاوه) غوره شو.

ژمی و. لکه د کابل ټول سړکونه چې له سپینو مرمرو جوړ وي. تک سپین ځلیدل. هغه مهال ښار کې دومره ګڼه ګوڼه نه وه. د ژیړو ټکسیانو، میني بوسونو په منځ کې به بایفور ډاټسنې او لنډکروزر په کش کې ګرځیدل، له خلاصو ښیښو به د پاج لنګوټیو شملې راوتلې وې او رپیدلې به.

هغه وخت مقامات د نن په څیر بې زړه نه وو چې د راتګ لپاره لارې بندې کړي او یو لښکر وسلوال ځان پسې وګرځوي، حتی وزیر به  خپله جلب ته ناست و او بې پروا به ګرځيده، له موټروانۍ یې هم خوند اخیسته.

ډیری ښاریانو بایسکلونه کارول. کار نه و، پیسې نه وې پښو کې د پایډل تاوولو انرژي هم نه وه پاتې، خو چاره نه وه.

زموږ دفتر(افغاني سره میاشت، نشراتو ریاست)  پل ارتل کې و. زموږ معاشونه د هغه وخت په حساب ښه وو، موږ نورو دولتي مامورینو ته داسې ښکاریدو لکه اوس چې  د ( یو اس ای ډي) کارکوونکي نورو ته ښکاري.

له همدې ځایه به پر بایسکل سپور شوم او بیا به وزیر اکبر خان مېنه کې ملي راډیو- ټلویزیون  ته لاړم.

 په هغه ورځ ډيره واوره شوې وه. هیڅ زړه مې نه کیده، خو چاره نه وه. پروګرام مینوال پیدا کړي وو، طالبانو هم په شوق اوریده او آن په کوټه کې هم افغان مهاجرو اوریده. د همدوی د مینې زور مې بدن کې تودوخه پیدا کړه او رهي شوم.

چې څنګه د راډیو سالون ته ورسیدم، ځان مې وڅنډه، لکه نداف چې پاغونده څنډي، شاوخوا زمکه سپینه شوه. لاسونه مې څو ځلې کُف کړل او بیا ننوتم.

سټوډیو کې یوازې وم، د سټوډیو یوه لویه پرده مې پورته کړه. حیران شوم، دلته د موسیقي د الاتو هدیره وه. ربابونه، کیبورډونه، تبلې او… د خپل جرم په سزا رسیدلې وې او نور پکې وس نه و چې خلکو ته ذهني تفریح ورکړي.

ساعت ته مې وکتل، د پروګرام د ریکارډ وخت ته (۲۰) دقیقې پاتې وې. د دروازې غږ شو او بیا عبدالغفور لیوال راننوت، دواړه لاسونه یې لکه برګر خولې ته نږدې کړي وو او د خولې په تودوخه یې تودول.

غږ یې کړ: دوسته! پروګرام ته څه لرې؟ ما ویل پر واصل روښاني مې لیکنه کړې. ما ترې وپوښتل، ویل یې هیڅ نلرم. د شپې بل چا کره وم، وخت مې ونه موند. لږ وروسته یې بیا ویل: یوه موضوع راکه! زه غلی شوم، بیا یې ویل یو ښه بیت دې که په زړه وي؟

ما ورته سمدلاسه د ډاکټر اعظم اعظم دا بیت واوروه: بورا ګانو د سپرلو لمنې نیسئ – د ګلونو قافلې ګنې په تلو دي

کاغذ او قلم یې وغوښت، ما ویل نوته خیرات ته راغلی یې؟ موسک شو او بیا مې قلم او کاغذ ورکړل. پنځه دقیقې نورې هم تیرې شوې وې، ایله (۱۵) دقیقې وخت پاتې و. وخت پوره شو، لیوال صیب د مایک شاته کښیناست، خپله تازه لیکلې مقاله یې شروع کړه، حیران وم، که د لیکلو په وخت کې مې نه وای لیدلی، نو حتما مې ویل چې چیرته لرې صحرا ته تللی، یا د لویې کتابخانې منځ ته ننوتلی او بیا یې ساعتونه ساعتونه د دې مقالې په لیکنه لګولي دي. خوږه  وه، ډيره خوږه. عجیبه تسلسل، عجیبه بافت او عجیبه نوې نوې خبرې.دې مقالې نور هم را ګران کړ او د ملګرتوب له کچې یې د استادۍ حد ته را ورساوه.

یو وخت مې د مرحوم امان الله ساهو کوچنۍ شعري ټولګه (لکیرې) لاس ته راغلې، له شعرونو مې خوند اخیست، خو په مانا یې نپوهیدم، حیران وم څه وايي؟ تصادف په همدې شعرونو مې د لیوال صیب مقاله ولوسته، دومره یې راته پوهیدل اسانه کړل لکه د مرحوم ملنګ جان شعرونه چې لولم.

لیوال صیب شاعر دی. لیکوال دی. څیړونکی دی. نقاد دی، سیاستوال دی، د خپل فکر او لارې څښتن دی… او هرې برخې ته چې یې لاس غځولی خپله وړتیا یې ثابته کړې ده.

دا خبره به هغوی راسره په یوه خوله تصدیق کاندي چې د ده اثار یې لوستي او یا یې د ده بحثونه اوریدلي دي.

دې ځوان ته خدای ج عجیبه حافظه ورکړې، د بیان د ارایې عظیم ځواک یې ورکړی.  دا سړی زموږ لپاره، زموږ د وطن لپاره، زموږ د ژبې لپاره یوه لویه پانګه ده. دا پانګه دې تر ډیره له موږ سره وي.

(دا لیکنه د سرخط په نننۍ ګڼه کې خپره شوې)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *