د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لیونیو سپیو د لمنځه وړلو کمپاین نن ( شنبه ) پیل او څو ورځې به دوام وکړي.
څو ورځې وړاندې په سیداباد ولسوالۍ کې لیونیو سپیو لسګونه کسان داړلې وو،چې د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست له لورې داړل شویو کسانو ته واکسین تطبیق شو او یو شمېر یې د لا زیاتې درملنې په موخه مرکز کابل ته ولیږدلو شول.
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ادارې په مشرۍ د یو شمېر ادارو له لورې او د سیمې د اوسیدونکو په همکارۍ د یادو لیونیو سپیو د لمنځه وړلو کمپاین نن ( شنبه) پیل شو او تر هغې به دوام وکړي،ترڅو سیمه په بشپړ ډول د لیونیو سپیو څخه پاکه شي .
د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې،چې د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره،سیداباد بازار،شیخ اباد بازار،ټوپ دښتې بازار او د شنیز په سیمه کې ترسره شوی،تر دا مهاله شاوخوا ۲ سوه لیوني سپي لمنځه وړل شوي او په خوندي سیمو کې خښ شوي هم دي .
درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *