د نصیر احمد احمدي خبرې

د لیکوالۍ نو دا څوارلس کاله کېږي چې لیکوالي کوم، او لیکوالي مې له لومړنۍ کیسې پیل کړه، په نثر مې یو څه سر خلاصېږي خو په شعر او شاعرۍ دومره نه یم بلد، خلکو هسې له لیکوالۍ ببو جوړ کړی دی، لیکوالي بیا په تېره د کیسې لیکوالي هر سړی کولی شي، دا په پوهه او زدکړه پورې اړه نه لري، ما چې کله کیسې لیکلي نه په غوټه خبر وم، نه په تلوسه او نه مې په دې اړه څه اورېدلي وو، خو کیسې مې لیکلي هر څوک کولی شي قلم راواخلي کیسه ولیکي، خو په دې شرط چې مطالعه وکړي او د لیکلو تمرین وکړي.

کیسه په سواد او بې سوادۍ پورې هم اړه نه لري، موږ چې ماشومان وو څو به مو چې د خپلې نیا نکلونه و نه ورېدل خوب نه راته، نه به ویده کېدو، هغه وخت رادیو نه وه، تلویزیون نه و، او کتابونه هم هومر پرېمانه نه وو، نو زموږ لپاره تر ټولو ښې کیسې نیا کولې.

وو، نه وو؛ د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته وو.

په دې جملو به پیل کېدې، خوند به مو ترې اخیست؛ نیا کومه زدکړې ښځه نه وه خو ښې کیسې یې ویلې، دا د نکل ویل له ماشومانو سره خبرې دا پخپله یو لوی مهارت دی، تر ټولو سخت مهارت دی، ځکه ته به کوچنی کېږي او د یوه ماشوم ذهن ته به ننوځې او د هغه د زړه خبرې به کوې داسې څه به وايي چې دی خوښ شي او ورته په زړه پورې وي نو دا خو ډير سخت کار دی چې ته لوی ذهن کوچنی کړې، نو کله چې د کلي زړې ښځې دا وړتیا لري له دې مالومېږي چې هر کس کولی شي کیسه وليکي خو دا چې کیسه بیا ښه یا بده وي دا نو بیا د لیکوال تر مطالعې او تجربې پورې تړلې ده.

نو ځینې هسې له لیکوالۍ ببو جوړ کړی دی، له شعره خو نه یم خبر چې سخت به وي که نه ځکه ما اول وویل چې په شعر کې هومره نه پوهېږم خو کیسه هیڅ سخته نه ده، لکه چې و مې ویل مطالعه او تمرین غواړي، لومړۍ لنډه کیسه ولیکه بیا ناول هم همداسې اسانه دی.

اوس نوي فورمونه راغلي دي، ادبیات ورځ تر بلې د ودې په حال کې دي، هره ورځ بدلېږي، هره ورځ نوي فورمونه راځي، خو د فورم او موضوع تر منځ بیا تناسب وي، خپلې موضوع ته ګورئ بیا فورم ورته وټاکئ که د لنډې کیسې فورم وو په هغه کې یې واچوئ او که د ناول وو ناول ترې جوړ کړئ.

له خپلې لیکوالۍ خاطرې لرم، یوه خاطره چې نه مې هېرېږي یوه ورځ یو زنګ راغئ یو کس ژاړي، ژاړي نور هیڅ غږ نه کوي؛ هلته په کلي کې جنګ وو، څو ورځې مبایلونو کار نه کولو، هغه وخت یې تر لسو بجو اجازه وروکوله مخابراتي شبکو ته، نو په دې جنګ کې یې هېڅ کار نه کولو، زه په تشویش شوم چې دا غږ خو څه شناخته دی داسې لکه د ورور مې چې وي، حیران وم چې څه شوې په لسو دقیقو کې مې څو ځله کوښښ وکړ خو آنتن نه وو، دوهم ځل زنګ راغئ هم همداسې یوازې ژاړي او بس، درېیم ځل راغئ، ما ویل څوک یې؟ څه وایې؟ څه غواړې؟ ویل یې له پکتیا مې زنګ وهلی همدا اوس اغزن سیم لولم ورته ژاړم، غصه هم شوم خو بیا مې بېرته زنګ ورته ووهلو او خبره مې ورته واضح کړه چې زه خو د سخت ورخطا کړم.

نو کیسه داسې یو شی ده؛ و یې لیکه خو خوښه وه یې مه، بیا بیا یې ولوله سم سمکی پکې راوله هر وخت دې چې ښه خوښه شوه بیا یې خپره کړه.

ما چې لیکوالي پیل کړه په غزني کې وم؛ هغه وخت خو زموږ په ولسوالۍ کې له سره لیکوال نه و، اوس ډیر دي، هغه خت څوک نه وو چې ما خپلې کیسې ورښودلې وی، یو وخت استاد پسرلی (صدیق پسرلی) دې خدای(ج( وبښي غزني ته راغی نو ما مې خپله کیسه وروښودله خدای بښلي ډیر تشویق کړم، کیسه یې را  ته سمه کړه بیا یې په یوه مجله کې چاپ کړې وه او ما ته یې را ولېږله د هغې په لیدو زه ډير خوشاله شوم او نور مې هم کوښښ وکړ.

په کیسه لیکنه کې هر څه مهم دي، د موضوع له نوي والي نېولې بیا تر هر څه پورې تلوسه، ډيالوګ، انځور، منطقي تړاو هر څه دا ټولې د کیسې مهمې برخې دي؛ که موضوع نوي وي خو لیکل شوې ښه نه وي خوند به و نه کړي په یادو برخو کې که هره برخه نیمګړې وي کیسه نیمګړې ده کیسه به وي داسې نه ده چې نه به وي خو هومره خوندوره به نه وي؛ دا داسې ده لکه یو څوک چې کور جوړ کړي خو په ټول دېوال کې یو دوه خښتې کېږي وي یا راوتلې وي نو ټول خلک به یې هماغه عیب ته ګوته نیسي پرته له دې چې د دېوال نورې ښکلا ته یې پام شي نو د کيسې مهمې برخې هم همداسې دي چې باید مراعات شي دا د لیکوال خپله خوښه ده چې څنګه شی ترې جوړوي په تېرو موضوعګانو پسې ګرځي که نوی شی پیدا کوي، خو شه به وي چې نوی شی په نوي طرز وړاندې شي، خوند به یې یو په دوه شي، که په دغه کوڅه کې څو کوره په دودیزه بڼه جوړ وي سره ورته وي، نو موږ ته به په زړه پورې نه وي خو که یو کور لږ بل ډول وي کېدای شي د ډيرو خوښ شي او د هر چا پام ځان ته واړوي، نوي کیسه په نوي طرز هم همداسې ده چې د هر چا پام ځان ته اړوي.

په کیسه کې تر ټولو مهم شی تلوسه ده، تلوسه چې څومره قوي وي، هومره مو لوستونکی کیسه تر پایه لولي، د تلوسې راوستل په کیسه کې هنر غواړي، لکه لیکې یوه تیاره کوټه ده، سړی په وینو سور دی د کوټې په غولي پروت دی، هیڅوک نشته، یا ځینې نوښتونه وي چې تر پایه د لوستونکی د بېولو لامل شي لکه ډير فلمونه وي ګڼ کرکټرونه لري، د کرکټرونو یو بېروبار پکې جوړ وي ښایي په زړه پورې وي، دا فلم هم یوه کیسه ده، یا لنډ ناول دی هغه خاکه یې پخپله چې سناریو ترې جوړوي یو داستان دی، نو یو فلم دی چې هغه زما ډير خوښږي په نوي طرز جوړ شوی دی، لیکوال د دې پر ځای چې ډير کرکټرونه راولي دوه کرکټره لري چې یو سړی او یو توپ دي، دا سړی په کښتې کې سپور وي، کښتۍ ډوبېږي، ټول مړه کېږي یوازې همدا کس راځي د یوې وړې جزیرې ساحل ته څو ورځې همدلته وي بیا د دې لپاره چې ځان وساتي لکه د لومړنیو خلکو په ډبرو وور بلوي، یا دې ته ورته نور کارونه کوي، یوه ورځ ځي ساحل ته د مسافرو په وسایلو کې چې څپو ساحل ته راوړي وي یو توپ پیدا کوي، دا توپ راخلي لاس یې ژوبل شي په وینو سور لاس یې په توپ د څپړې رسم پېږدي خو دبی هغه ته خوله او سترګې ورکړي او دې لپاره چې خبرې یې هېرې نه شي هره ورځ له همدې توپ سره خبرې کوي دا ټوله کیسه چې څنګه ډوب شوی او څه ستونزې یې ليدلي توپ ته کوي، اوس دا یو نوښت دی ما ته په همدې په زړه پورې دی ځکه نوې کيسه یې به نوي بڼه کړې ده.

اوس که یو څوک له دودیزه اړخه راووځي کیسه په نوې بڼه وليکي انځور نوی ورکړي، پیل یې ښه وي کولی شي لوستونکی تر پایه له ځان سره بوزي.

تلوسه څنګه په کیسه کې پیدا کولی شو، ډیر آسانه کار دی لکه د فلم یوه صحنه ده دا خبره مې ډيره کړې ده خو دا چې زما په ذهن کې ښه پخه شوې بیا یې هم کوم، موټر درېږي، د یوه سړي پښې کامره ښيي، روانېږي، په وچو پاڼو خېږي، منډې وهي، کامره پورته ځي، د سړي نور بدن ښيي، لاس یې ښي لستوڼي یې په وینو سور دی، ورخطا دی، په ځنګله کې یوې خالیګا ته رسېږي، یو دم سپېنه رڼا ورباندې را لوېږي؛ د فلم لومۍ صحنه همدلته ختمه شوه.

او که کیسه لیکو هم همدغه خبرې هلته راوړو، له لوستونکي سره ډيرې پوښتنې پیدا کېږي، چې دا سړی څوک دی؟ څه کوي؟ ولې منډې وهي؟ او بیا په څنګله کې دا رڼا د څه شي ده؟ بم وو؟ که اروا یا بل شی؟ اوس نو لوستونکی په دې لټه کې دی چې دخپلو پوښتنو ځواب پیدا کړي د همدومره صحنې په خاطر ټوله کیسه لولي.

دوهمه صحنه داسې ده چې دا سړی همدلته په ځنګل کې پرېږدو یوه بله صحنه ده ښار دی ماشومان او د کور ټول غړي سره یو ځای دي، د مېلې تیاری نیسي، موټر ته هر څه پورته کوي، په لار روان دي له طیارې ویډیو اخیستل کېږي، د ځنګل په مابین کې قیر سړک تک تور ښکاري، لکه مار کوږ وږ تللی کامره موټر ته نږدې کېږي، ماشومان او ټوله کورنۍ خوشاله ده، یو وايي زه آشپزي کوم، بل وايي زه لوبې کوم خو هر څوک خپل کار او لوبه ټاکي، که ګوري د سړک غاړې ته موټر ګوښه شوی له ونې سره یې ټکر کړی، دروازه یې خلاصه ده، میرمن او خاوند له خپل موټر نه کښته کېږي ورځي چې په موټر کې هیڅوک نشته، یو واسکټ ډوله شی دي په جیب کې یې کارت دی څيره د هماغه سړي ده چې د ځنګله په خالیګاه کې پاتې شو څه پوښتنې ځوابېږي خو یو څه نورې پیدا کېږي، دا خلک ځی هماغه خالیګا ده د شپې خېمه دروي کله چې ويدېږي د خیمې یا کېږدۍ په ټاټ ټک ټک کوم شي لګېږي، ټول ورخطا کېږي، سړی له ښکاري ټوپک سره وځي چې ګوري په ټاټ یو لاس پروت دی، او وینه یې په ټاټ لاندې را روانه ده چې ګورو د هماغه سړي لاس وي، تر آخره پوه شو چې دا د ځنګل اروا ده چې هغه مخکینی سړی یې دومره ورخطا کړی و.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *