لیکونکی به پښتو لیکي خو د جملو جوړښت به یې له نورو ژبو متاثر وي. لکه فکر چې په بله ژبه کې کوي او د لیکلو په وخت یې په پښتو ژباړي. زموږ اکثر لیکونکي چې په مورنۍ ژبه یې زده کړه او مطالعه نه ده کړې، له دغه مشکل سره مخ کېږي. د لیکوالي په کار کې د پرمختګ لپاره له دې لومې راوتل پکار دي.
ځینې نور کسان چې د هر چا ښه لیکنه وګوري، هوس ورپیدا شي چې د دوی لیکنې دې په هماغه ډول شي. د شپون صاحب د نثر طنز به خوند ورکړي او خپلې لیکنې ته به د طنز عنصر ورشامل کړي یا مثلا د ماسټر کریم مرحوم په نثر کې د متلونو او اصطلاحاتو پریماني به ورباندې ښه ولګېږي او خپلې لیکنې ته به متلونه ورټېله کړي. دغسې کسانو ته هم پرمختګ سخته دی. زموږ د جامو ارزښت په دې نه لوړېږي چې د قیمتي ټوکر پینه ورباندې ولګوو.
مصنوعي احساسات یوه بله لومه ده چې د واقعي پرمختګ مخه نیسي. که زه په یوه پېښه په رښتیا غمجن نه یم خو ځان غمجن ښیم، لوستونکی راباندې پوهېږي. د دوه زره کاله پخوا وخت په جګړو کې چې سل کسه مړه وي او زه ولیکم چې متاسفانه په دې جګړو کې سل کسان ووژل شول، لوستونکی مې تاسف نه مني. که زه د راډیو یا تلویزیون خپروونه وړاندې کوم او اورېدونکو ته وایم چې ستاسې د روغتیا او خوشحالۍ په هیله یې پیلوم، اورېدونکي ته مې احساسات مصنوعي ښکاري. مصنوعي جذبه د ښه شعر، ښه نثر او ښو خبرو دښمنه ده.
هسې وايي چې د جاپان د اوولسمې پېړۍ د نامتو عارف بانكيي له مړينې وروسته د هغه د معبد په خوا كې دېره نابينا وويل: زه نابينا يم او خلك نه وينم نو د خلكو اوازونه اورم او د هغو په اساس قضاوت كوم چې څنګه سړى دى. ما د وګړيو د ستاينې په اواز كې همېشه د رخې يو پټ اواز هم اورېدلى دى او د وګړيو د افسوس او خواشينۍ په خبرو كې مې همېشه د خوشحالۍ يو تت غږ هم تر غوږو شوى دى، مګر بانكيي داسې څوك و چې د خوشحالۍ او ستاينې په اواز كې يې يوازې خوشحالي او ستاينه وه او د خواشينۍ په اواز كې يې يوازې خواشيني نغښتې وه.
لیکوال ته په خپل کار کې د پرمختګ لپاره د احساساتو په بیان کې د بانکیي غوندې صداقت پکار دی.
هر واقعي لیکوال ځينې ارزښتونه لري چې د هغو وړاندې کول یې لیکوالي ته روح ورکوي. په دغو ارزښتونو باندې سودا به لیکوال ته پیسې یا منصب یا شهرت ورکړي خو د لیکوال په حیث یې د پرمختګ مخه نیسي. خوشحال فرمایي:
د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دُردانې پلوري په مال
زما په خیال دې ښېرا ته حاجت نشته. هغه شاعر او لیکوال چې په خپلو ارزښتونو سودا کوي، خامخا یې د فکر او بلاغت په ژبه دانې راخېژي. دغه سودا ممکن د شهرت د ګټلو لپاره وي او لیکوال یا شاعر په هغه څه تظاهر وکړي چې مخاطبان یې ورباندې خوشحاله کېږي یا مخاطبانو ته دی تر واقعي اندازې ډېر عالم، اخلاقي یا وطنپال معرفي کوي.
کله نا کله د مادي امتیاز په خاطر نه بلکې د وېرې په وجه لیکوال او شاعر ځان مجبور ګڼي چې خپل حقیقت پټ وساتي او ځان بل څوک معرفي کړي. دا ډول چلند هم د هغه هنر بې برکته کولای شي. لیکوال حق لري چې د جاهلانو یا ظالمانو له لاسه خپله خبره په نیمه کې وکړي او د مجاز په پرده کې یې ونغاړي خو دروغ ویل ورسره نه ښایي.خوشحال چې زموږ د تر ټولو لوی شاعر مقام ګټلی دی، یو لوی علت یې دا دی چې د خپلو فکرونو او ارزښتونو په بیان کې زړه ور و. د ادبیاتو تاریخ او کره کتنه د خوشحال دا خبره د لیکوالو په حق کې هم کوي چې:
دروغجن سړى د عفوې لايق نه دى
په رښتينو باندې عفوه ده روا