تاند- کندهار والي نن سهار په میرویس حوزوي روغتون کي د افغانستان د یوه لوی او مشهور ليکوال استاد ډاکټر عبدالرازق پالوال د صحت پوښتنه وکړه.
درې ورځې مخکې د وینې د فشار د ناببره لوړېدو له کبله د ډاکتر پالوال یو لاس او پښه له حرکته لوېدلي ول. استاد دا مهال د کندهار په ميرويس روغتون کې تر درملنې لاندې دی او د کندهار ولایت د چارواکو په وینا اوس يې صحت د لومړۍ ورځې په پرتله ښه شوی دى.
د ډاکتر پالوال پوښتنې ته د کندهار والي توریالی ویسا، مرستیال والي عبدالقديم پتيال او د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وروسته له دې ورغلل چې پرون د کندهار یوه لیکوال ابراهیم سپېڅلي د ډاکتر پالوال د ناروغۍ په اړه په یوه لیکنه کې د نوموړي روغتیا ته د چارواکو د توجه غوښتنه وکړه.
سپېڅلي او یو شمېر نورو لیکوالو له چارواکو غوښتي چې ډاکتر پالوال د درملنې لپاره یا بهر ته ولېږي او یا په داخل کې ورته ښه شرایط برابر کړي.
د افغانستان په روغتونو کې له بې واسطې خلکو سره نه ښه چلند کېږي او نه یې د درملنې غم خوړل کېږي.
کندهار والي توریالي ویسا د استاد پالوال د پوښتني پر مهال هغه ته ډاډ ورکړ چي د ډاکټرانو له لوري به يې د تداوۍ خاص خيال ساتل کېږي. ښاغلي ويسا استاد پالوال ته وويل، تر لومړنۍ تداوۍ وروسته به د بشپړې تداوۍ لپاره د بهرني هېواد زمينه برابره کړي.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم ښاغلي ویسا دغه راز وویل: “استاد عبدالرازق پالوال زموږ ملي سرمایه ده، چټکي هڅي به وکړو چي د لوی څښتن په مرسته نوموړي ته د ورپېښي ناروغۍ تشخیص او تداوي په ښه او اساسي ډول وکړو.”
استاد پالوال، چي د روغتون پر بستر پروت و، کندهار والي ته وویل، بهتره سوی خو لوی ارمان یې دا دی چي يوازې ليکل او لوستل وکړاى سي. استاد پالوال له کندهار والي او نورو هغو ځوانانو او مخورو څخه چي د ده پوښتني ته ورغلي ول، ځانګړې مننه وکړه.
Test