تاند- یوه مخابراتي کمپنۍ غواړي چې لېري سیمو ته د برښنا د مزو له لارې چټک انترنیټ ورسوي.
( AT&T) کمپنۍ به په لنډ وخت کې د دې نړیوالې پروژې ازمېښت پیل کړي.
د انترنیت مهیا کوونکې کمپنۍ عموماً لېري پرتو او کم نفوسو سیمو ته د انترنیت له رسولو سره زیاته لېوالتیا نه لري ځکه چې فکر کوي مصرف یې زیات او ګټه یې لږ ده.
خو د اې ټي انډ ټي دا تازه هڅه به، چې (AirGig) نومېږي، د لېري پرتو سیمو د اوسېدونکو دا مشکل حل کړي.
دوی وايي چې د برښنا د مزو له لارې په هره ثانیه کې یو ګیګابایټ انترنیټ لېږدولی شي.
اې ټي انډ ټي کمپنۍ وايي چې ژر به (AirGig) پروژه وازمويي.