تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشر د دوهم مرستیال مارشال قسیم فهیم جنازه نن په ارګ کې د جنازې له لمانځه وروسته د کابل د بادام باغ پر غونډۍ خاورو ته وسپارل شي.
په بادام باغ کې د مارشال فهیم د جنازې تر ښخولو مخکې به د ده جنازه د ملي دفاع له وزارته پورته او ارګ ته یووړل شي چې دوستان او نور چارواکي یې درناوی په ځای کړي.
د افغانستان د وزیرانو شورا پرون پرېکړه وکړه چې د مارشال فهیم د فاتحې مراسم به د چهارشنبې په ورځ په کابل او ولایتونو کې اخیستل کېږي.
ولسمشر کرزي پرون د کابینې په ځانګړې غونډه کې یو ځل بیا مارشال قسم فهیم نېک او کلک افغان وباله او د نوموړي پر مړینه یې غمرازي څرګنده کړه.
کرزي وویل، مارشال فهیم په ټولو سختو پرېکړو کې ورسره ملګری و او د سولې پر بهیر د نیوکو په وړاندې یې تل ویل چې سوله یوه اړتیا ده او دا د ولسمشر او حکومت مسوولیت دی چې هیواد ته سوله راولي.
د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي هیله څرګنده کړه چې د مارشال فهیم په شان شخصیتونو له برکته په افغانستان کې سوله او امنیت راشي.
قسیم فهیم د یکشنبې په ورځ د زړه د سکتې په اثر د ۵۶ کلونو په عمر ساه ورکړه. د افغانستان دولت د مارشال فهیم د مړینې په مناسبت درې ورځې (یکشنبه، دوشنبه او سې شنبه) عمومي ویر اعلان کړی او ویلي یې دي چې په دغو درو ورځو کې به د افغانستان بیرغونه په هیواد کې دننه او په بهر کې د افغانستان پر سفارتونو نیم ځوړند وي.
مخکې پرېکړه شوې وه چې د فهیم قسیم جنازه به په پنجشير کې خاورو ته سپارل کېږي خو د نوموړي د تدفین د ځانګړي کمیسیون مشر او د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزی وايي چې د مارشال د کورنۍ په غوښتنه د نوموړي جنازه د کابل په بادام باغ کې خاورو ته سپارل کېږي.
ګومان نه کېږي چې ولسمشر کرزی به، په داسي حال کې چې د واک دوره یې مخ په بشپړېدو ده، د فهیم پر ځای بل مرستیال ځان ته وټاکي.
د افغانستان له اساسي قانون سره سم ولسمشر د خپل هر مرستیال د مړینې یا استعفا په صورت کې د ملي شورا په تایید بل څوک مرستیال غوره کولی شي.
د مارشال فهیم د مړینې پر منفي اغېزو د نیویارک ټایمزتبصره
Pa kar wa che pa shamshan ghat ke ya sezale wai.